شعـــــرونه

اووه پنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۵/رجب/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
دا خـوږې ترخې به يو بل سره وايو
خو کاروان به د منزل په لوري بيايو
اجمل خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې غږیږو د بلبلو نغمې وایو
چې خاموش یو د ګلونو همنوا یو
راشد کامران

شاعران يو د رڼو اوښکو پر پاڼو
د زړه وينې کړو سندرې بيا يې وايو
پیر محمد کاروان

د ژوندون په دغو دښتو او رغو کې
موږ شپانهٔ یو د شپو ورځو رمې پیایو
محمد حنیف حیران

ژوند پشان ستا د اوربل منظم نه شو
مونږ لا خوی د آئنې کوو لګیا یو
نظم الدین ندرت

راته ووایه سفر به مو تر څو وي؟
لارویان د کوم منزل کومې ښکلا یو
ګل رحمن رحماني

که مو سر له تنې هم ځي حق به وایو
په همدې جوهر به مرو په دې به پایو
شرر ساپی

مونږ د هيچا له تهمته نه ډاريږو
په ظاهر او په باطن دومره صفا يو
اکرام الدین مفتون

د لېوانو شجاعت تل ستایل کیږي
که دښمن سره کمال وي هم یې ستایو
حسیني مختار

خپلواکي او انانیت مو دومره لوړ دی
چې د خپل وجود په سیوري باندې پایو
علامه محمدي

خاموشي مو اختیار کړې، د هر چا یو
زمانې! د زړه له درده په خندا یو
جهادي عمري

څراغونه د ویجاړو ښاریو یو
توپانو ته پاتې شوي پۀ بیدیا یو
مهاجر شاکر داوړ

زمانه د بې حسۍ په خوب ویده ده
خپل داستان د عشق به چا و چاته وایو?
اجل احمدزی

درد چې څومره راکوې لاس دې ازاد دى
ژونده! اوس اموخته شوي په ژړا يوو
عبدالمعروف سباوون

له رمزونو یې بهیږي سرودونه
موږ په مینه د لاهوت په نغمو پایو
ثاقب خپلواک

ستا د يار زلمي یادونه يو او ستا یو
د بل چا زړه کي بې حده ناروا یو
شفاعت ریحان

وخت به راشي زه به ستا سترګوکې ورک یم
خیر دی نن که یو له بل څخه جدا یو
محمدشفیع ظهیر

د ړندو سترګو نظر مو که خدای جوړ کړ
بیا به ګورې چې په عشق کې مبتلا یو
منصور څاروان

شور مو نشته خو تر عرشه به رسېږو
هغه چیغې یو چې وتي له چوپتایو
حافظ سجاد

بس د هرې رڼا څرک چې وي ور درومو
خو تر اوسه خبر نه شوو چې د چا یو؟
عزیزالرحمن ایاس

څۀ پکار دا فرسوده سماعتونه
د غزل نزاکتونه چاته وایو
نظم الدین ندرت

خپلې هیلې مو کړې ښخې په وجود کې
ساندې ساندې نغمې سر ته ورته وایو
سید محمد صدیق

د تقدیر په کشمکش کي را ایسار یو
څنګه راغلو او روان پر کومې خوا یو؟
عبدالغني وفا

امانت يو د هر چا په وره کې ايښي
نه چا واخيستو او نه تاوان په چا يو
احمدالله نثار

عجیبه ده مینه هم دلته بدنامه
خبرنه یمه چې څه ته راپیدا یو
صبغت الله مدبر

پاڼې پاڼې يو د ژوند له ونې ښکته
د خوښۍ له هوا ګانو نه پناه يو!
معاويه زيارمل

ستا رټلې څیرې راوړو ستا له دره
ته وا مونږ لکه د غم د ناوې ورا یو
بهار عیار

نه بې تا یو، نه دستایو تور اوربله!
ستا مین یو تورو شپو کې به دې ستایو
الشخ عزیزالله مظهري

تورې وریځې مې د زړه په اسمان ګرځي
ستا له تورو، تورو سترګو نه پناه یو
اجل احمدزی

ستا د وصل وچکالي راباندې راغله
لکه تږي ګلان پاتې پر بیدیا یو
صدیق

په خوله غرونه، غرونه لاپي کړو پښتو ده
په بڼو کې لکه اوښکې په نڅایو
عبدالرحمن غضري

مونږه خپلې ځان ځانۍ دې حد ته يوړو
رسېدلي د ځانونو په سزا يو
نبيل شباب

حسنه تا سره تړلي زمونږ څه دي؟
که اباد یو خو د زړونو په درزا یو
عیار

زړه رنځور، ليمې ويرجنې، حال خراب دی
له ظاهره‌ هسې ښکارو خوش نما يو
ضيأ ضمير

څۀ پۀ ډکو – ډکو سترګو درته خاندو
(شکر ښۀ یم) څۀ پۀ نه زړۀ درته وایو!
عبدالستار رسان

ګيله من يو خو لتا نه ګيله څه ده؟
خپلې برخې مو سپېرې دي چې بې تا يوو
عبدالمعروف سباوون

زندګي رانه زړه تنګې غوندې ښکاري
مونږ نیمګړي آرمانونه، ور په شایو
نسیم منصور

خپل اواز راته بلا بلا ښکاریږي
مونږ له خپل وجوده هم سر په ژړا یوو
محمدي

د دنیا له رنګینیو یو بې برخې
ستا د مینې پۀ نوم تش وختونه پایو
احمد غازي

وصله! ستا خواته چې هر قدم نږدی شو
د بېلتون په ضد په رقص او په نڅا یو
عرفان الله ایوبي

په يو بيت کې هيڅ د مينې اظهار نشي
موږ په مينه کې اوږدې غزلې وايو
ګل بادشاه سعيد

چې سخن یې هر پرهر لره دوا دی
مونږ د داسې شاعرانو هم صدا یو
نجیب الله حنیف

د کاروان د جرس شور یو، نور څه نه یو
کتارونه د منزل په لوري بیا یو
راشد کامران

نور به هر څه د انصاف په نظر ګورو
ای ملګرو! بد به غندو ښه به ستایو
قاري یوسف احمدي

ابادۍ ته مټې نه شو ورکولی
چې یو بل ته په کوهیو کې لګیا یو
جهادي عمري

قدمونه به رڼا راسره اخلي
چې په نیت کې سپین سپېڅلي یو، صفا یو
محمدآغا حیدري

سپین هدف، سپین امیدونه راسره دي
طـ.البان یو، تاریکیو ته رڼا یو!
مهاجر فراهي

مونږ د مينې د رڼو ستورو پۀ څېر يوو
چې پۀ هر رنګه تياره کې هم رسوا يوو.
احسان ژمن

موږ د نورو وېښتابه لره الهام یو
موږ همیش د انقلاب سندرې وایو
ګمدل

موږ دمينې مرشدان او مریدان یو
موږ د مینې استادان یو مینه ښایو
عتیق ممتاز

موږ مئین په محبت یو، مینه پال یو!
رانه مه وېرېږئ، درد نه یو دوا یو!
حسن بلال

عشق مو دومره په رګونو کې په جوش دی
چې له ځانه سره وایو اوس د چا یو
څاروان

موږ په عشق کې تر دې حد یو رسېدلي
درد ته خاندو او غمو ته په مسکا یو
فاروقي خپلواک

د رڼا پر لور مزل دی، ستړي نه یو
د بلال په څیر پر شګو توحید ستایو
طالب العلم زابلي

شیندو تخم د خوږې مینې په مینه
د نفرت او کرکې زور نه بې پروا یو
نقیب الله ارمان

پۀ رڼا کې غلي کیږو ویدۀ کیږو
خو پۀ توره شپه بیا ستوري د سبا یو
امین وردګ

اننګې د یار به سره کړو خپل په وینو
که مو نه پیژنې پیره مونږه دایو
حنیف مظهري

لباسي خندا مو خدای ږو که عادت وي
ملنګان یو، ښه په مینه په خندا یو!
مفکر رښتین

د عصیان په طوفاني ګرد الوده یو!
داسې نه چې ملایکې د سما یو
وحیدالله وحیدي

په خپل فضل دې پرې مونږه برابر کړه
خدایه مونږ که ستا له لارې نه خطا یو
مخبت وردګ

ته حساب زمونږ د عصیان راسره مکړه
ربه ستا د لوی کرم په اُمید پایو
دانش ملنګ

معامله د خپل کرم راسره وکړه
په عمل خو ربه وړ مونږ د سزا يو
حيدري جان

نور څه خاص د بنده ګي را سره نشته
خپل شېندلي اندامونه خدای ته ښایو
بېګانه لاروی

دا څو تنه د فاني نړۍ ښکلا یو
ډیوه ګۍ د تورتمونو تر سبا یو
علامه محمدي

ددې عصر د ازمېښت افغان سرلاري
د ازمون د هر ډګر اتل یکتا یو
حسیني مختار

ته دې خپله لاره مه وهه زه خپله
موږه ژوند سره تړلي په اړتيا يو
وارث انځور

دا وطن به له سیالانو سره سیال کړو
امامان د آبادۍ یو دا به ښا یو
تسل منیب

د اسلام په ننګ به تل سرونه ښندو
دا کاروان به تر منزل په ګډه بیایو
ګمدل

د يارۍ په کوه قاف کې درنه ورک يو
ته په کومه ګرځې جار دې سم موږ دا یو
شفاعت ریحان

د بېلتون خبرې لاړې بې مانا شوې
شکر اوس خو ښه له زړه سره پخلا یو
ګل رحمن رحماني

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx