امریکا: د نیویارک ټایمز له خبریاله دې بندیز ژر تر ژره لرې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د افغانستان د لويې څارنوالي هغه بندیز ښه نه دی بللی چې له مخې يې د نیویارک ټایمز خبریال باید له افغانستانه ونه ځي.

د افغانستان لویې څارنوالي ويلي و چې د نیويارک ټایمز خبریال ماتیو روزنبرګ د افغانستان د ملي ګټو پرضد راپور خپور کړی دی او باید بې پوښتنې له افغانستانه ونه وځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف د لويې څارنوالي دغه پرېکړه اندېښنه پاروونکې بللې دي او ويلي يې دي چې د افغانستان لویه څارنوالي باید له دغه خبریال نه بندیز لرې کړي.

ماري هارف په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د لویې څارنوالي دغه پرېکړه غیر قانوني ده او باید له ماتیو روزنبرګ نه بندیز ژر ترژره لرې کړل شي.

ماري هارف وویل چې افغان حکومت باید د بیان ازادۍ ته احترام ولري.

ویل کېږي چې ماتیو روزنبرګ داسې راپور خپور کړی دی چې ګواکې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکي له امنیتي چارواکو سره په همغږۍ واک پخپل لاس کې اخلي او روان سیاسي حالت ته د پاي ټکی ږدي.

د افغانستان لويې څارنوالي دغه راپور د هېواد د ملي ګټو پر ضد بللی او ویل کېږي چې نن يې ماتیو روزنبرګ له خپل مدافع وکیل سره څارنوالۍ ته غوښتی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د