شعـــــرونه

شپږ پنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۲۷/جمادي الثانیة/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
سپوږمۍ سپینه، سپینه ورځ کې رڼا نه کړي
تـوره شـپه چـې پـرې خـوره شي نو رڼا شي
غني خان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوس مې زړه ورپسې تنګ دى اوس دې را شي
بيا يې څه کوم که زر شي، که طلا شي
نبيل شباب

ته چې څو د خپل قفس تارونه اوبې
دا زخمي مرغه به بېرته په هوا شي
ګل رحمن رحماني

زۀ به وړم د دوذخ هر زخم جنت ته
دِ تا قبر – قبر شپې به مې سزا شي
مهاجر شاکر داوړ

تور رانجه د صبر پورې کړم په سترګو
مګر بیا دې د لیدلو ارمان را شي
اجل احمدزی

تا پسې وتلی زړه به بېرته راشي
ته مې لاس په سينه کېږده چې پیدا شي
شرر ساپی

هېرول دې دومره سخته خبر نه ده
خو د زړه درد به مې لږ ذره سوا شی
عبدالمجید پل

سپوږمۍ کړنګ وهه را وخیږه په غرونو
چې لوونه د لونګو د سوما شي
خالد ریحان ببری

ملايکه شي منګول د مسیحا شي
مازديګره! یار مې زخم ته دوا شي
محمدالله درد

ژوند دیوال د بدرنګیو دی او حُسن
لکه څانګه شي د زړۀ تر کوڅې راشي
نظم الدین ندرت

د نقصان په نظرمه ګوره ناقص ته
وچ لرګي کې د امسا وړتیا پیدا شي
حسیني مختار

زمانې خاك پاشي وکړله په سترگو
لکه تېزه بړبوکۍ چې په نڅا شي
بهار عیار

ستا د سترګو سپین لمرونه دې رڼا شي
د اوږدو څڼو اتڼ دې په ګډا شي
قران مل

ځانځاني به کړي خبرې درنه هېرې
څوک پیدا کړه، چې دې زخم ته دوا شي
عصمت تمیم

چې سلګۍ سلګۍ ماښام له خندا شین شي
کاشکي بېرته د رنګونو ستوري راشي
محمودي انصار

چې په شپه کې لمر راوخېږي سبا شي
رڼا مه راوړه ته راشه چې رڼا شي
شیرین زوی

پر ؤطن شي خزان خور چې مرؤر شې
خو چې ؤخاندې غوټۍ د سپرلې ؤا شي
رحیم سکندر

په ما ګرانه ياره ته په هيڅه مه شې
ستا غمونه دې همه واړه په ما شي
طالب جان مروت

که زما په لپو کیږي خوږه یاره
ستا ژوندون دې د سپرلي د ګل په شا شي
کریم سلطاني

ستا د نرمې مسکا یاد مې په مخ واخلي
د ژالې چې ګل غوټۍ کې تجلا شي
عبدالرحمن غضري

په دعا کې بس همدغه شېبې غواړم
چې دا ستا د مخ لیدل پکې روا شي
ذاکر مهاجر

د اقرء او لاتحزن په نور رڼا شې
کوم زړګی چې لکه ثور لکه حرا شې
عبدالرحمن ادریس

د جانان رخسار له دومره حُسنه ډک دی
چې سپوږمۍ يې و ښکلا ته په نڅا شي
عبدالقديم نظام

پیغمبره له حسین نوم دې قربان شم
درنه جار دې دا څلور کونجه دنیا شي
دانش ملنګ

ستا پر پلونو چې چا ایښي قدمونه
پیغمره ستا په عشق کې مبتلا شي
سیف صدیق

په چمن کي غوټۍ هسې نه غوړيږي
تا چي وويني نو وخاندې او وا شي
سید امين امين

ستا په نوم باندي به زر ځله قربان سم
که مې ژوند یوه شېبه پر دې دنیاشي.
زاهد مل

هغه سر دې پۀ سرونو کې بالا شي
چې د دین او د وطن درد ته دوا شي
رسان نیازی

د امید غوټۍ به نه رژوم، یار ته
انتظار به ورته وکړم، ګوندې را شي!
ریحان الله

چې ړندې تیارې کړم، کړم، کړم کړي
غله رڼا دې د یار سترګو کې پیدا شي!
جهادي عمري

چې رڼې اوښکې له سترګو نه جدا شي
کاڼی زړه هم په ســینه کې په درزا شي
اکرام الله امېد

لکه څنګه چې دې زه له زړه بهر کړم
ستا ارمان خو دې هم داسې نیمه خوا شي
عزیزالرحمن ایاس

شاعري هم لکه خوب د ویښو سترګو
چې وزرې وکړي نه راځي پناه شي
حفیظ الله هاتف

د ځوانۍ دغه بهار او دا کلونه
صدقه دي قدمو ته د لیلا شي
عبدالغني وفا

ورته ووايئ چې زه پسې ښه نه يم
د خدای روی وروړئ که بېرته راته راشي
ضيأ ضمير

باوري يم چې د عرش لمن به ښکل کړي
که امين زما دعا پسې دې تا شي
زاهد زېری

ستا خبرې لکه ښکلې مرغلرې
هسې نه چې بې ارزښته او وړیا شي
ګل رحمن رحماني

د نفرت ګرد ترې د مینې په زور څنډم
چې د زړه دغه هنداره دې صفا شي
زاهد ساپی

ژوندون څه و ، خو په تا باندې اباد و
بې لتا نو زما ژوند کله هوسا شي
وفیق اشنا

دا منم د یار په تللو سړی نه مري
خو ژوندی هم نه پاتېږي چې جدا شي
نور قانع

را ښکاره په تورو ورېځو کې سپوږمۍ شي
چې یې زلفې له مخ پورته په هوا شي
تسل منیب

چې سپوږمۍ د څورلسم په اسمان راشي
ستا د ښکلي مخ لېدو ته مې سودا شي
انعام نعیمي

په تا نه يم فريښتې به شي سرتورې
چې څادر دې له اوږو نه په هوا شي
وارث انځور

دا دنیا به شي له خاورو سره خاورې
داسې وخت به په ودانه دنیا راشي
مخبت وردګ

مار که ؤپالې شیدې ورکړې خو ګوره!
اول تا خوري چې ترې جوړه اژدها شي
حمدالله فطرت

څه مستي کوو چې ستایو تورې سترګې
اوریده چې د قُدسي ماشوم ژړا شي
عتیق الله ممتاز

په خبرو کې ډیر پام کوی ملګرو
خپله ژبه هم کلا او هم بلا شي
محمدآغا حیدري

زۀ چې هر څو کوښښ وکړمه آخر هم
چې کوم کار د ثواب پیل کړمه ګناه شي
امین وردګ

هر انسان لایق د لویې مینې بولم
هر انسان دې د خوږې مینې تر خوا شي
نقیب الله ارمان

دا نو خوند نکړي دیدن چې دې قضا شي
ستا د وصل لمونځ دې سل وارې ادا شي
ریحان اخندزاده

بیا یې لولم ستا د سترګو کتابونه
مخ راواړوه چې سترګې مو رڼا شي
سایل پاشا

ګلابونه چې په ملا درته راخم شي
بوراګان به سلامۍ ته درته را شي
صبغت الله مدبر

غبرګې سترګې دې راواړوه جانانه
غبرګې سترګې دې زما زړه ته دوا شي
احمد غازي

له مودونه مرور زما جانان دی
نه پوهیږم خدایه څنګه به په خلا شی
ظاهر شینواری

ملامت یې زه هېڅ نه بولمه حسنه!
وخ که تا پسې سړی سر په صحرا شي
اجل احمدزی

د سهار شبنم د ګل په غېږ کې پټ وي
د لمر وړانګې چې راوخېژي اِفشا شي
فاروقي خپلواک

چې په تورو شپو مزل سره اشنا شي
هغه چا ته تګ پر هره لار هوسا شي
عبدالرحیم غياث

چې هر څوک د حقي لارې لاروی شي
توره شپه به يې په مخ سپينه سبا شي
صديق الله مشال

ستا یادونه مریدان شي پکې ګرځي
له مین زړه نه مي جوړه خانقا شي
خالد ریحان ببری

ازمېښت سخت دی، مګر ګټه په کې دا شي
چې نادان انسان نه جوړ په کې دانا شي
شیرین زوی

زه تمثیل د کوم بې درده بنیادم کړم
خو زما څهره په ما باندې گواه شي
بهار عیار

لا خو لاره تر منزله پورې شته ده
بیا به غږ درباندې وکړم چې اړتیا شي
کریم سلطاني

ؤ منه که مې پنځه وخته هېرېږې
صدقه دې درنه تل زما دعا شي
عاصم ملنګ

د یو چا له درده هېڅ ویلی نه شم
د یو چا په درد مې ټول وجود ګویاشي
عصمت الله متقي

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx