نظــر

په ټولنه او ورځنیو کارونو کې د اخلاقو ارزښت! (دوهمه برخه)

 

لیکوال: م حمادشیرزاد

په مخکینۍ برخه کې مو د اخلاقو په ارزښت یو څه لنډ نظر وړاندې کړو، دلته به په ټولنه کې د ځینو هغه اخلاقو یادونه وکړو چې اړین او ټولنه ورسره د سمون لوري ته ځي، چاپیریال ورسره بدلون مومي او د ژوند ښکلاء او خوښۍ ورسره زیاتیږي.

 

له ابوهریره رضي الله عنه روایت دی، چې رسول الله مبارک فرمایي :أکمَل المؤمنین إیماناً أحسنُهم خُلُقاً، وخیارکم خیارکم لنساءهم” (رواه احمد) رسول الله مبارک فرمایي: چې په مؤمنانو کې د کامل او پوره ایمان خاوند هغه څوک دی، چې اخلاق یې ښه وي او په تاسو کې غوره هغه دی، چې دخپلوښځو لپاره ښه وي، نو د اخلاقو په ښه والي کې صبر، حوصله، صله رحمي، نرمښت، درګزر/ عفوه او بښنه او همدا راز د ښو کړنو ترسره کول راځي، چې په عملي کولو سره یې د انسان ارزښت لوړیږي او ټولنه هم د اصلاح لور ته ځي.

 

همدا راز الله تعالی خپل محبوب پیغمبر ته د اخلاقو په نرمښت امر کړی، په سورة آل عمران کې دا فبما رحمة مِنَ الله لنْتَ لهم وَلو كنت فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ الخ (۱۵۹) په یاد ایت کې الله تعالی خپل محبوب ته فرمایي چې د الله تعالی په فضل، عنایت او رحمت د هغوی سره نرم چلند کوه، که چیرته ته سخت زړی او بد خویه وای، نو دوی به ټول له تا څخه جلا او بیل شوي وای، نو ته دوی ته بښنه کوه….. الخ په دغه ایت کې هم د اخلاقو ارزښت ته اشاره ده چې په نرمو او ښه اخلاقو سره ټولنه یوه کیږي، له یو بل سره یې تړاو زیاتیږي او همدا راز د یو بل قوت ګرځیږي.

 

که اوسنۍ ټولنې ته ځیر شو، ټولنه مو د اجتماعي او ټولنیزو اخلاقو له کمښت سره مخ ده، هر څوک په خپله سر دي، څوک د چا په غم او خوشحالۍ کې نه دي، احساس کم شوی، ځکه خو ستونزې زیاتې شوي او ژوند له سختیو سره مخ دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د یو ملګري له درد خبر شو، ځان به یې ورته رسولو، تر څو د یاد کس درد کې ځان شریک او تسلي ورکړي، سلف به د بل په درد دردېدل او په خوښۍ به یې ورسره خوښي کوله، نن د کینې، حسد او عداوت له امله د نورو حقوق تر پښو لاندې دي، د بل په درد خوښۍ کیږي، چې د ټولنې ټول اجتماعیت ورسره له منځه تللی.

د اخلاقو په ځینو کتابونو کې اخلاق په انفرادي او اجتماعي ډول ویشل شوي دي، ځينو ليکلي چې اخلاقي ځانګړتياوې فردي دي او له ټولنې پرته په پام کې نيول کېږي، لکه صبر، استقامت، حوصله، شجاعت/ زړورتیا او داسې نور او ځينې نورې ځانګړتياوې د هر انسان د بل انسان سره داسې تړاو لري چې که انسان يوازې ژوند وکړي، دا اجتماعي اخلاق بیا ورته مهم نه وي، لکه فخر او غبطه، حسد، تواضع/ خاکساري، تکبر، نیګ ګمان، عدالت او انصاف، ظلم، عفت او پاکي او همدا راز سخاوت او داسې نور دي چې ټولنې او اجتماعیت پورې تړلي، چې په عملي کولو سره یې ټولنه ښه او نیکبختۍ طرفته ځي.

اخلاق دا دي چې انسان خپل او پردي حقوق ټول وپیژني او په ورکولو کې یې دریغ ونه کړي، د جومات خطیب ته صبر، حوصله او استقامت مهم دي، دا د نوموړي له ټولنې د ښو اخلاقو پلي کول دي، چې نوموړی پر منبر دوی ته حق بیان کړي، د دوی اصلاح وکړي، نیکه لاره ورته وښایي او له بدو یې راوګرځوي، همدا د یوې ادارې مسؤل او همکار باید له خپلو مراجعینو سره په نرمه لهجه او خوی خبرې اترې وکړي، د هغوی مشکل او ستونزه واوري، په اصولو یې په نرمه پوه کړي، رټل او بې عزته کول او یا هم ردې بدې ورته ویل د ټولنط اجتماعیت خرابوي، همدا راز په بازار او مارکیټ کې هټیوال او پلورونکی هم د نیک او ښو اخلاقو په کارولو سره سودا خرڅه کړي، یواځې د خپلې ګټې په نظر کې نیولو نه تیر شي، بلکې خپل د ټولنې اجتماعیت هم وساتي او داسې نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx