
کابل کې يو بهرني په چاړه ووهل شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې پلازمېنه کې يو بهرنی سړی يو ناڅرګند بريدګر په چاړه وهلی دی.
لومړني راپورونه وايي، چې د بهرني تبع او بريدګر تر منځ له لفظي شخړې ورسته بريدګر پر بهرني تبع د چړې وار وکړ او د پېښې له ځايه په تېښته بريالی شو.
ټپي شوی بهرني دمګړۍ په روغتون کې دی.
چارواکو تر اوسه د نوموړي د هويت او پېښې په اړه څه نه دي ويلي.