نظــر

سپک خلک د سپکو کارونو په لټه وي…

خالقیار احمدزی

متل دی وای د سپکو خلکو کارونه هم سپک وي او تور…… په واوره نه سپینیږي… .
خبره مې تر تښتیدلو ټامیانو کوله، چې نن یې د میرمنو د عزت ساتنې سریندې شروع کړې او د ډول ډول تهمتونو تړلو ته یې کار ویلی دی..
هغوی چې یو وخت یې د هیواد تاج او تخت په لاس کې وه او د هیواد د زیرمو سرنوشت، د ولسونو عزت او د خلکو شتمني یې نورو ته لیلام کړې وه، اوس یې یو ځل بیا خپل سپک اصالت ته مخه کړې او د هیواد د هغو اصیلو پرګنو پسې یې را اخیستې چې پوره ۳ لسیزې یې د همدې نوامیسو د تحفظ لپاره پرلپسې مبارزه او ستره غوښنه قرباني ورکړه.

دوی ځانته په کتو سره پر اوسنیو واکمنو هم همغه د غلاوو، عیاشیو او بدلمنیو فکر کوي، کومه څه چې دوی ته د یوې خاصې روزنې له مخې په بګرام، امریکایي سفارت او د ناټو او آیساف په زانګوو کې تدریس او ترزیق شوي وه.

وای شرمیدلي نه د ځان، نه د نورو په شرم وي؛ د ارګ میشتو فضلیانو بربنډ تجاوزات، د فوتبالیستو کرامیانو د جنسي تیریو ډاګیز میچونه او د غني خیلو، کرزیخیلو ناولې دوسیې لا نه دي پاکې شوې، چې تازه یې یوځل بیا. له خپل بې حیاء اصالت څخه بیرته لمن پورته او ژبورو سپین سترګو ټامي فسبوک چلوونکو یې د تورونو د لګیدو پروژې پیل کړې.

هو! دوی چې د رولاغني لخوا د میلونونو ډالریزو پروژو ماړه نه کړل، د ۹۱ او ۹۲ کوډونو یې تنده ماته نه کړه، د سیمابی ثمره په څیر لسګونو پروژه یي میرمنو یې شهواني غریزه سړه نه کړه، د سیمې او نړۍ سره په شرموونکو معاملو ذلیل نه شول؛ نو د کرایي مزدورو فسبوکیانو تبلیغات یې هم په شملګۍ کې کوم خاص تاثیر نه راوړي.

هلته هم همدا سفاک رژیم وه، چې هم به یې خپل خبریالان وژل، هم به یې اوښکې پرې تویولې؛ هم به یې د همجنسبازانو تظاهراتو ته اجازه ورکوله او هم به یې هدف ګرځول، هم به یې د فرخندې په څیر پیغلې تر خاورو لاندې کولې او هم به یې په یاد څلي جوړل؛ حتا هم خپله قاضيان وه او هم یې جرائم ترسره کول.

د دوی د همه شموله تاریخ ټول نچوړ خو همدا دی، چې د حکومتي اډانې هره څوکۍ به د قرعه اندازي له مخې نیم په نیمه ویشل کیدې؛ د قومي، سمتي او ګوندي ویش له مخې، سفارتونه، وزارتونه او ولایتونه نیم په نیمه تقسیم کیدل؛ چې بیا د یوې نیمې برخې څښتن، هماغه برخه بیرته ددې لپاره په منځ نیمه کړې وه، چې د تش په نوم (خیالي واکمن) په توګه د تاج وخت ویاړ موقع ونه بایلي.

په مالي فسادونو کې دومره سره شریک وه، چې د حکومت له لومړي رأس نیولې، بیا تر چوکیدار پورې، ټول غله، رهزن او چورمارن وه؛ که چا به د غلا هنر نه وه زده، یا به یې ترې کرکه کوله، د هغوی پرمختګ او پر هماغې کرسۍ پاتې کیدل د ط ټکی وه.

خارجیانو به ورته د مرستو په نوم پیسې او نورې بسپنې راوړې، خو د بوی له ورښکاریدو وروسته به یې بیرته ترې خپله ستنولې او دوی به هم د خپل مړ ضمیر له لاسه، آن د اعتراض حق ځانته نه ورکاوه.

دوی هماغه ول، چې ملت ته یې د کرونا په اجل نیولو شیبو کې د دسترخوان په نوم د مرستې آفر ورکړ، چې تر میاشتو ځورولو او خپلې حصې د ستنولو وروسته یې د قوت لایموت په نوم څه ولس ته ورکړل او نور ټول یې بیرته تر خپلو جیبونو تیر کړل.

د پنجشیر زمرد د فرانسویانو ټیکه وه، امریکایي او بریتانوي لوري هم مختلفو ولایتونو کې خپل په پچه رسیدلي معادن درلودل؛ ترې ور آخوا یې عملیاتونه او پلانونه هم خپلسري وه او افغان بړیڅو ته یې د نیوکې په توګه د سترګو برګولو اجازه هم نه ورکوله.

له شهرنو نیولې، بیا تر دشت برچي پورې یې د هوس سړولو ځانګړي میلمستونونه درلودل، چې خارجیانو او داخلي مزدورانو به یې په یادو میلمستونونو او هوټلونو کې د انسانیت ټول حدود کراس کول.

هغوی چې نه په غلا شرمیدل، نه چور ورته عیب ښکاریده، نه یې په زناګانو او لواطتونو سترګې ټیټیدلې او نه یې هم ظلم پیژانده؛ اوس په بهر کې له خپلو کمپونو کوړنچیږي او د خپل ندامت آهونه په غوسناک غبرګون کې تصویروي.

اوس یې نو کله د تیر وخت یادونه چې په زړه و اوریږي، په زنګیدلي ټال کې راپورته او ایسته د زړه یخولو لپاره یوه خیالي لیکنه وکړي، چې بیا د منابعو په نوم ورکولو سره، پر کوم مشخص امارتي ارګان تور ولګوي.

زه وایم: سپک عادتونه ، سپک اخلاق ، بي غيرته خلصتونه ، مړې استرګې ، مطلب پرسته طبيعت، وچه حوصله او خوشک ذهنيت دا ټول هغه صفات دې چې د يو انسان شخصيت کوږ او کمزوری جوړوي.
همدا صفات وه چې د خلکو په زړونو کې یې ددوی وقار کم، حيثيت یې صفر او هر وخت به یې د جرائمو مرتکب کړي وه .

د دې مقابل کې کوم صف چې ولاړ وه، د وسيع او خدمتګار طبيعت څښتنان وه، د پاک ستره اوسېدلو ، احترام کولو او په ټولنیزو غوره معیارونو بلد خلک وه.

‏دا چې لیکنه مې ولې دومره تونده وکړه، نو باید ووایم چې دا منل شوی قانون دی چې د بې ادبه په وړاندي ادب د ځان یو ټینک سپکاوی دی او همدا رنګه د کبرجن په وړاندي عجز لوی ظلم….

په آخر کې د توصیې په توګه وایم چې مونږ باید دوی اګنور کړو، نه یې خبرې، پروپاګند او هیاهوی د اعتماد دي او نه هم تبلیغاتي کونچیدا ؛ په خپله باید لوړ نبوي اخلاق ولرو او نور هم دې لارې ته راوبولو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx