نظــر

پاکستان له افغانستان سره څه کول غواړي؟

پاکستان له افغانستان سره څه کول غواړي؟

لیکوال : محمد عثمان (حقپال)
اوس مهال د یو شمیر نورو ګاونډیو په شمول په ځانګړي توګه پاکستان په افغانستان کي د یو لړ اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یو ډیر بي شرمانه سیاست غوره کړی هغه دا چي دوی وخت نا وخت د هغو هیوادونو د استازو او اغیزمنو مسؤلینو سره چي اصلا د افغانستان په اړه کوم منفي یا مثبت نظر نلري لیده کاته کوي دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله په نړیواله کچه منفي ذهنیت جوړوي تر څو په اسلامي امارت باندي بندیزونه نور هم ډیر کړي او د دوی په اند دا فشارونه به د اسلامي امارت رهبري دیته اړ کړي تر څو د دوی نامشروع غوښتنو ته د هو سر وخوځوي .
کله چي د ګاونډیانو (پاکستان)دا ډول رفتار او برخورد د افغانستان په اړه ګورم ماته د ایران او عراق جګړه چي بیا وروسته د امریکا یرغل پر عراق او ورسره تړلي پیښي ذهن ته راشي ،
کله چي د ایران او عراق جګړه وه هغه مهال عراق برلاسی وو ایرانیانو د خپلو اطلاعاتو څخه عظیمه ګټه پورته کړه دوی د صدام حسین په کابینه کي خپل اجنټان استخدام کړل هغوی ته دنده ورکړل شوه تر څو د صدام حسین په هکله د غرب ذهنیت د جګړي لپاره راوپاروي دوی ښه سناریو ترسیم کړه دوی د یوه عراقي استخدام شوي وزیر په ذریعه همهاله د امریکا (سیا) او د آلمان هیواد اطلاعاتي سازمانونو ته مسلسل اطلاعات ورکول چي ګواکي صدام حسین اټومي اسلحو ته لاسرسی پیدا کړی چي د امریکایې او آلماني تحلیګرانو رایه دا شوه چي باید د صدام حسین پر حکومت نظامي یرغل ترسره کړي په همدي وجه امریکا او غرب په عراق یو بي پایلي او بي ارزښته یرغل وکړ نو د دوی د تیروتني علت په بي اساسه او جعلي اطلاعاتو اجراأت وو ، اوس همدا سیاست پاکستان هم په مخه کړی خو دوی لږ څه پرمختللي لوبه کوي پاکستان په مستقیم ډول غواړي دلته هر څه تر سوال لاندي راولي دوی غواړي افغانستان یو ځل بیا د یرغلونو ښکار وګرځوي په دا وروستیو کي ما داسي شواهد تر سترګو شوي چي د امریکا سنا جرګي ته د افغانستان اسلامي امارت په هکله یو لړ بي اساسه او جعلي اطلاعات رسیدلي چي ګواکي اسلامي امارت د اټومي اسلحو په لټه کي دی او دوی په دي هکله ډیري د اطمنان څخه ډکي خبري کوي نو بناء دا موږ ته جوته خبره ده چي څوک دلته څه کول غواړي پاکستان او یو شمیر نور غربي لوبغاړي افغانستان کي یو ناورین غواړي مستقل نظام ، امن او سوکالي په دي ملت د دوی نده پیرزو او یوه بله خبره زه غواړم دلته وکړم چي تفصیل به یې ان شاءالله په بله لیکنه کي وشي هغه دا چي پاکستان یو هیواد نه بلکه د صلیبي جګړو په لړ کي د صلیبیانو یوه استراتیژیکه پروژه ده .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

که داسې وي او زمونږ مشران هم ددوی پر دې منافقت خبر وي نو بیا خو پکار ده چې ژر تر ژره له نړیوالو سره د تعامل لپاره وړاندې شي هغوی ته قناعت ورکړي ترڅو دا سیاسي لوبه په خپله ګټه ولوبوي او خدای مکړه ملت او وطن مو یو ځل بیا د دښمنانو د شومو توطئو ښکار نشي.

خان محمد

«د بل خیر د ځان خیر وي»
موسایګان د مسایتوب اړيکې لري، خو په دې مانا نه چې یو دې خپلې ګټې د بل په تاوان کې غواړي.
#د بل تاوان د ځان تاوان دی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx