ادبي لیکني

د جګړې تمثيل (لنډه کيسه)

ریحان وردګ

ماشوم وم، له کلیوالو سره به مې وخت نا وخت لوبې کولې.

موږ به د خپل ساعت تیري په موخه نیم په ملي اردو کې داخل شوو او نیمو نورو به بیا له ځانونو طالبان راته جوړ کړي وو.

په کلي کې د روسانو د وخت یو زوړ کانټینر وو موږ او زموږ مقابل طرف به په پوسته یا مرکز یادولو.
مرکز نه وو سره سکروټه وه، کله به دوی راځینې ونیو او کله به موږ ورځینې ونیوه.

هر کله به چې کانټینر (مرکز) ته داخل شوو د مقابل طرف د ډبرو له ډېرې درزا به مو یو ساعت هم ګذاره نشوای پکې کولی.

يو ځل موږ (ملي اردو) د کلي له هغې بلې ډلې چې ټول ماشومان او زموږ همزولي یې طالبان وو کانټینر (مرکز) ونیوه، کله چې ور داخل شوو، دوی (طالبانو) د شا له طرفه کانټینر ته په بې رحمۍ باندې ډبرې تمبه کړې، دومره یې وویشت چې د کانټینر له ډېرې درزا څخه موږ پر غوږنو کې ګوتې واچولې.

يوه شېبه لږ غوندې کراري شوه، زه چې هغه مهال د اردو په لیکو کې د کلي د طالب ډلې خلاف لکه غر ولاړ وم، د وضعیت د څارلو په موخه مې غلي غوندې د کانټینر له دروازې بېرون وکتل، د خدای کړه وو له هغې خوا د جاوید په نامه کلیوال ماشوم ډبره را وار کړه وچ کلک یې پر دا سر وویشتم، سر مې بېرته کانټینر ته داخل کړ، تر هغې پورې ښه وم څه مې نه وېل، خو کله مې چې پر بدن سرې وینې را روانې شوې، بس نو ما هم د ژړا موج پرې تکیه کړ، په دې رقم په زوره زوره مې وژړل، چې د ژړا په اورېدلو هغې مخالف ډلې چې ټول ماشومان یې طالبان وو هم را منډې کړل، ټول را ټول شوو، دې وخت کې زموږ له منځ کوم رزیل ماشوم خبره زموږ تر مشر ورور پورې رسولې وه.

مشر ورور مې چې راورسېد او په جریان پوه شو، دوې مظبوطې لغتې یې نور هم پسې ووهلم او په ژړا ژړا تر خپله کوره لاړم.

له هغې ورځې وروسته مې بیا تر دا نن ورځې پورې د طالبانو خلاف د نوک په اندازه حرکت هم تر سره نکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx