نظــر

‏د غزې له مشکلاتو، د منځني ختیځ تر ټول شموله کړکیچونو……!

خالق یار احمدزی

شاوخوا درې نیمې میاشتې کیږي چې پر غزه باندې د امریکا په مالي، لوژیستیکي او سیاسي ملاتړ، د اسرائیلي وحشي ملیشو لخوا داسې ویجاړوونکي عملیات پیل شوي، چې په نړیوالو بشري کنوانسینونو کې د وضع شويو بشرپاله قوانینو له مخې ورته تروریستي بریدونه، یا د ټولوژنې تر ټولو ظالمانه عملیات باید وویل شي.

په لسګونو زره کورونه له مخیزه ویجاړ شوي، په زرګونو ماشومان، میرمنې او سپینږیري قتل عام، په لسګونو زره بې دفاع وګړي ټپیان او یا هم تریتم شوي دي.

دا خونړۍ جګړه لا هم دوام لري او هره ورځ ډلې ډلې فلسطیني معصوم بچیان د مرګ کندې ته ټیل وهل کیږي، خو د بشرحقونو لوی نغاره غږوونکي (امریکا او متحدین یې) د دې عملیاتو په کلکه ننګه کوي او دا د اسرائیلو حق بولي، چې باید فلسطیني مقاومت کوونکي له یوې مخې قتل شي.

د فلسطین په وینه ورشریک عرب هیوادونه بیا کله لکه بورې میندې د ټیکري پر پیڅه د بې وسۍ ګرمي اوښکې تویوي، خو کله چې پرې د غرب لخوا د ممکنه انزوا له امله، د ویرې خپسه خپره شي، نو د منځلاري اسلام داعیه راپورته او له فحاشو کنسرتونو نیولې، بیا تر هرې ناروا… هڅه کوي خپل د زړه بړاس په کړسنده خنداوو کې ترسیم کړي.

ظاهراََ د غزې په غم یواځنی هیواد چې عملا یې د غزې فزیکي ملاتړ ته راودانګل او د لویې اروپا او امریکا بدي ته یې ځان ټینګ کړ؛ یمني حوثي ځواک وه؛ هغه ډله چې یواځې څه کمه موده مخکې یې د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې لوی یرغل چې د امریکا له سیاسي ملاتړ هم برخمن وه، تارومار کړی وه؛ نن یې خپل ځان او هیواد قطعي انزوا ته تم کړ او د فلسطینانو په ننګه یې د یهودانو او د هغوی همفکرو غربیانو سوداګریزې بیړۍ مخامخ هدف وګرځولې.

د لانجې څو اړخونه دي چې یو په یو یې دلته څیړو.

لانجه که څه هم لسیزې کیږي چې د مقبوضه فلسطین تر نیول کیدو راپه دې خوا پیل شوې، خو یهودو هغه مهال داسې یوې لویې شخړې او پراخ قتل عام ته ملموسه بهانه ومونده، کله چې د اکتوبر پر ۷مه پرې حماسي غازیانو ناڅاپي مرګوني بریدونه وکړل او په زیات شمیر یهودان یې له تیغه تیر کړل.

یهود د جګړې له تمدید څه غواړي؟

اسرائیل +امریکا غواړي په دې تاوتریخوالي سره د عربو نوی نسل چې تر ډیره یې له جګړې او مبارزې استفراق کیږي، وویروي او له غزې څخه چې د نورو په نسبت کوچنۍ ګوله ده، د لوی اسرائیل د جوړیدو پیلیزه مقدمه آغاز کړي.

ددې ترڅنګ که پر غزه باندې د اور لمبې څومره ځواکمنې کیږي، ګاونډي عرب هیوادونه به یا د ورته ممکنه جګړې څخه د مخنیوي لپاره اسرائیلو او امریکا ته امتیازات ورکوي او یا به د همدې سناریو غوړپ په خپلو هیوادونو کې هم زغمي.

بلخوا، له عرب جزیرې څخه د شړل شویو یهودو پاتې شونو ته لا هم د مدینې خیبر د زړګي د سر اغزی ده او د بیا خپلولو لپاره یې د غزې په ګډون، د مصر سیناء، د لبنان جغرافیه او بیا د سعودي تر مقدسو ښارونو ځان رسول، هغه دیرینه خوب دی، چې تر پیړیو وروسته یې یهودي نسل غواړي تعبیر یې کړي.

دوی په لویه کې پر عربي جزیرة د واک او ځواک راګرځولو ترسیم شوې نقشه لري او همدلته یې په هر هیواد کې خپل بړیڅي حاکمان ګرځولي، هغه چا یې چې ننګه نه کوله، څو کاله مخکې یې د عرب پسرلي په انقلاب کې سره وځپل.

ددې لپاره مرموزې استخباراتي لوبې د ایراني اخوندانو له شعاریزو انګازو رانیولې، بیا په عراق، لبنان او سوریه کې ددوی تر پلوي احزابو پورې؛ چې هیوادونه او لوی ګوندونه د لوی یهودي دولت د جوړیدو لپاره کاریدلي او کارول شوي دي.

دا چې پر غزه باندې د دومره لوی وحشت ننګه ولې یواځې لویدیځ کوي، ظاهراََ مهمه موخه همدا بللی شو؛ خو داچې شرقيان (چین او روسیه) پرې ولې اوښکې توي او د امریکا لخوا دې ایښوودل شویو لومو ته وارخطا دي، ښایي مفصل لاملونه یې په یوه جلا بحث کې څرګند کړو.

خو د یوې کوچنۍ اشارې په توګه باید ووایم چې له غرب څخه له سیاسي او اقتصادي اختلاف او خونړیو لوبو رانیولې بیا د یوه لوی یهودي دولت تر احیاء پورې، شرقیان په هیڅ ځای کې د غرب ضمني بریا ته هم وادار نه دي او پښې وهل یې تر بل هر چا لومړی د ځان مسؤلیت بولي.

بلخوا مسلمان دولتونه؛ چې تر ډیره د پټې خولې سیاسي لوبه مخته وړي، هم پر دو برخو ویشل شوي.
له سعودي عربستان، مصر، متحده عرب اماراتو، بحرین او په منځني ختیځ کې میشت زیاتره عرب هیوادونه د اسرائیلو په بریا کې خپلې اوږدمهاله ګټې ویني، خو د حماس پر ماتیدلو د کوم لوی زیان اټکل نه کوي.

دوی د غزې له مظلومو ولسونو څخه پر عدم دفاع باندې د ملتونو پیغوریز پیزوان زغملای شي، خو دا نه شي منلی چې د حماس په څیر اسلامپالي دې دومره تقویه شي، چې سیمه کې د غرب په ملاتړ راټوکیدلي فرمایشي سیکولر نظامونه چلنج او دوی دې د سوچه اسلامي نظام په حدودو کې نظربند محدود کړي…

دوی په نړیوال ماډرن بازار کې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ځان اړ بولي چې د نړۍ هغه قوانین او ازادي هم په خپلو وګړو تطبیق کړي، چې اسلام او مروج پلرنی کلتور یې اجازه نه ورکوله.

دغه راز دوی (عرب) د سختې بې اتفاقي ښکار شوي او لا هم یوه او بل ته د مشري لیفټ نه ورکوي، یواځې هغوی چې ځان ډیر غرب ته نږدې بولي، پر نورو سیالانو هم ځان فوق یادوي؛ د همدې بې اتفاقي پایله ده چې د لوی اسرائیل جوړیدل هر یو په سړه سینه زغملای شي، ځکه ویره لري، چې ښایي د انزوا تریخ کورغ یې چیرته په ستوني کې خښ نه شي.

پایله:

که څه هم د اشغالګرو پوځونو لخوا مخامخ د ولسونو لمنځه وړلو باټې ، هر وخت په ناکامۍ تمامې شوې، خو یهود چې لا هم د حماس ډلې (چې په یوه غږ یې فلسطیني ولس ملاتړ کوي) په یومخیز ختمولو ټینګار کوي؛ شاید تر یوه حده ناشونې وي، نو ښایي اسرائیل د خپل لوی پلان د بدلون لپاره پر مصر او لبنان تمرکز وکړي.

دا به که څه هم ددوی قوت وشیندي او یو څه به کمزوري شي، خو لکه چې وړاندې مې وویل؛ د ترهیدلو عربانو ویره به هم یو پر دوه شي؛ ځکه هغوی نه د حماس غوندې جګړه خوښي جنګیالي لري او هم یې د جګړییزو وسائلو بټونونه بیرته د یهودو لاس کې دي.

ځکه همدا امریکا وه چې مصري اخوانیان یې د یوه پوځي مشر (سیسي) لپاره په ګونډو کړل او همدا د سعودي واکمنه کورنۍ ده چې د غرب د ملاتړ له برکته له لسیزو وروسته هم په تاج وتخت نخرې کوي؛ بلخوا لبنان خو تیار د ایران تباره ملیشو (حزب الله) سره تقسیم شوی، نو له زور او زر پرته به یې په آساني د ځمکې مخ ته ورکړي.

بلخوا که روسیه غواړي له امریکې څخه د اوکراین غچ واخلي، نو شونې ده چې د منځني ختیځ یهودي ستیزه پرګنو ته خپل مالي او سیاسي ملاتړ څرګند کړي؛ دغه راز که چین هم د تایوان د ټاپو نیول کیدو ته هوس لري، نو د امریکایي فیل د راڅملولو لپاره منځنی ختیځ ډیر مناسبه کشتارګاه بریښي.

امریکا که څه هم د نړۍ د یو قطبي کیدو هڅه کوي او نه غواړي خپل سیاسي وجاهت په داسې مسائلو کې خدشه دار کړي چې دوی ته زیان لري، خو روسیه او چین یې بیا هغه کلک حریفان دي، چې هم یې اقتصادي ډګر کې ملا ماتولی شي او هم یې تر یوه حده سیاسي ډګر کې راتاووي؛ نو له فرصت څخه په استفادې سره لازمه ده چې د سیمې هیوادونه په استثنایي توګه د غربي بلاګ له خپرو شویو لومو ځان خلاص او د جابرو یهودو د نورو پنځیدو مخه ونیسي؛ کنه نو دا باید د یهودي دجال د راوتلو پیلیزې شیبې وګڼي او هرې سناریو ته ځان تیار وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx