افغانستانخبرونه

هرات کې د ځوانو لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

دولت او قلم وال ګډ مسولیت لري چي د ولس تر منځ اخوت او اعتماد را منځته کړي ، د ولس تشویشونه له منځه یوسي د خپلو سیاسي او فکري مخالفینو لپاره د آزاد او مطمین ژوند زمینه مساعده کړي .

نن ټکی آسیا دوشنبه د سلواغې ۹مه ۱۴۰۲) په هرات ولایت کې د دولتي وياندویانو  ،د ټولنيزو شبکو چلوونکو  او ځوانو ليکوالانو ترمنځ د همغږۍ  غونډه  چي یو شمیر دولتي مسولینو هم پکې برخه اخیسته وه تر سره  شوه .

غونډي ته د هرات ولایت مرستیال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : د اسلامي امارت کړنې خلکو ته روښانه شوي دي او خلک د دولت ترڅنګ د هېواد د آبادۍ په فکر کې دي، د اسلامي امارت رغنده فعالیتونه او هغوی ته  پر خپل وخت انعکاس ورکول به د دښمن تبلیغاتي ماشین کمزوری کړي  او د رواني جګړې په ډګر کې به یې له  ماتي سره مخامخ کړي   .

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریس مولوي احمد الله متقي بیا د هېواد په آبادي  او د آزادي په ساتنه کې د ځوانانو رول مهم وباله  او زیاته یې کړه چي بې له شکه افغانستان ، په الهي نصرت سره او د  ځوانانو قربانیو له شل کلن اشغال څخه آزاد کړ.

اخواته بیا د غونډي برخوالو ته په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولي مرستیال رحمت الله فیضان د خپلي وینا په ترڅ کې وویل: په کومه ټولنه کې چي د شهیدانو وینه توی شي او په څنګ کې ورسره د هغې ټولنې د علماو او پوهانو قلم نه وي نو د شهیدانو ویني به تر پښو لاندي شي ، هغه څوک به په ښه ډول د خپلو شهیدانو له وینو ملاتړ و کړای شي چي د شهیدانو د وینو له ورکړي وروسته د خپل قلم رسالت له پامه ونه غورځوي .

ښاغلي فیضان دا هم وویل: چي دولت او قلم وال ګډ مسولیت لري چي د ولس تر منځ اخوت او اعتماد را منځته کړي ، د ولس تشویشونه له منځه یوسي د خپلو سیاسي او فکري مخالفینو لپاره د آزاد او مطمین ژوند زمینه مساعده کړي .

فیضان دا هم وویل: چي یوه ډله فراریان چي د ملت له محاسبې څخه تښتیدلي او  د اسلامي امارت له عفوي څخه یې ګټه پورته نه کړه کله یوه هیواد څخه ، کله له بل هیواد څخه د ولس پر خلاف د مخالفت غږ پورته کوي ، د ټولنیزو شبکو له لاري د ولس منځ کې د نفاق تخمونه شندي ، تشویشونه ایجاده وي ، او دروغ خپره وي ، دا مزدوران دومره ذلیله شوي چي حتی خپل باداران یې هم پرې باور نه شي کولی  .

په هرات کې د ځوانو لیکوالانو را بلل شوي غونډي ته د هرات د ښار جوړوني ریس عبدالله اکبري او د اسلامي امارت د ویاند دفتر د ټولنيزو شبکو مسؤل ملا شمس الله صميم هم خبري وکړې او یو شمېر هغه لاري چاري یې هم شریکې کړې، چې د اسلام، هېواد او اسلامي نظام په وړاندې د منفي تبلیغاتو مخه ډب کولای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx