د نن سرلیکنه

په کابل کې د افغانستان د سیمه‌ییز همکارۍ ابتکار غونډي اهمیت

په کابل کې د افغانستان د سیمه‌ییز همکارۍ ابتکار غونډي اهمیت

د نن ، سر لیک

لکه څرنګه چي خبریاست په کابل کې د  افغانستان د سیمه‌ییز همکارۍ ابتکار غونډه د هیواد د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوه دغې غونډي ته د ګاونډیو هیوادونو او د سیمي د هیوادونو دیپلوماتان او استازي را بلل شوي د دې غونډي عمده اهداف دا وو :

» د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې د هیوادونو د مثبت تعامل نوی فصل.

» د سیمه ایزو همکاریو په باب همغږي.

» د سیمې په سطحه یو ګډ منطقه محور روایت رامنځ ته کول.

» د سیمې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره شریک کار کول.

لکه څنګه چې لیدل کېږي، امریکا، اروپا اوملګري ملتونه  هڅه کوي چې د امارت پرخلاف خپل تحریمونه مؤثر ثابت کړي او وښيي چې افغانستان یو مشروع حکومت نه لري او په  یوې سیاسي خلا او انزوا کې قرار لري.

د دې غونډي په را بللو سره  دا هڅه ناکامه کړشوه . په دې اساس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  هڅه وکړه چې د منطقې هېوادونو د مشترکو ګټو او مشترکو تهدیدونو په چوکاټ کې راغونډ کړي  او خپل  دا پیغام ورسره شریک کړي چې افغانستان عملاً نظام او حکومت لري او کولای شي چې د مشترکو ګټو پر بنسټ له  نورو هېوادونو سره تعامل وکړي.

د دې ناستي اهمیت ته په مختصرو ټکو کې کتنه کوو:

اول: امارت داسې مهال د ګاونډیو او سیمې مهمو هېوادونو د استازو کوربه شو، چې غربیان هڅې کوي د نه رسمیت پلمې په کارولو سره کابل منزوي کړي؛

دویم: د بهرنیو چارو وزارت  د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار په  دوو برخو کې خلاصه کړ:

۱-ګډې ګټې ۲-

ګډ ګواښونه

د هېوادونو ترمنځ د اړیکو اساس هم دغه دوه موارد جوړوي.

درېیم: د دوحې ناستې او هلته د سینیرلي اوغلو د ارزونې په اړه تر بحث وړاندې موږ د سیمه‌ییزې ناستې له لارې غرب او ملګرو ملتونو ته خپل واضح پیغام ورساوه او هغه دا چې افغانستان کې اوس هغه پخوانۍ منازعه نشته چې ملګري ملتونه ورته استازي او طرحې وړاندې کړي او افغانستان سره د یوې «مسئلې» او مشکل په توګه چلن وشي.

او په نهایت کې افغان حکومت  وکولای شول، چې د سیمې د هېوادونو د راټولولو له لارې وښيي چې دیپلوماتیک ابتکار لري او عملاً يې هغه هڅې وننګولې چې غواړي له امارت سره د تعامل مخه ونیسي.

همدارنګه دا ډول غونډي په نړیواله سطحه د افغانستان په اړه مطبوعاتي چوپتیا ماتوي او د منفي تبلیغاتو مخه بل لور ته اړوي.

تر ټولو مهمه دا چي د اسلامي امارت سیاسي تحرک او د افغانستان په اړه د نړیوالو کړو وړو ته په وخت جواب، ویښتیا او د مسئول حکومت بڼه وړاندي کوي .

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx