ادبي لیکنيحریت اونیزه

حریت فکري روزنه؛ د تکواندو لوبغاړو څخه د سیرت ازموینه واخیستل شوه

حریت فکري روزنه چې د ځوان نسل د فکري بیدارۍ او له پردیو افکارو او فرهنګ څخه یې د ژغورلو په موخه په چاپي ډګر کې حریت اونیزه خپروي، ترڅنګ یې په علمي، فکري او دعوتي برخو کې اونیز او میاشتني سمینارونه دایروي، دا ځل یې د ټولنې د یاد قشر او په ځانګړې توګه د ورزش د ډګر له ۲۵ لوبغاړو څخه د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ازموینه واخیستله.
د نېکزاد ورزشي اکاډمۍ مسؤلینو خپل زده کوونکي وهڅول چې د نبوي مبارک سیرت لپاره ټاکل شوی کتاب ولولي او د ازموینې ټاکلې ورځې ته تیاری ونیسي.
د دې ازموینې د پایلو په غونډه کې انعام الحق انصاري دا د ویاړ ځای وباله چې زموږ د ورزش په برخه کې بوخت تنکي ځوانان دیني مطالعه کوي، نبوي مبارک سیرت لولي او په شوق په ازموینه کې برخه اخلي.
مولوي مجیب الرحمن هیله څرګنده کړه چې له ورزش سره سره خپلو درسونو ته متوجه واوسي او هڅه وکړي چې په ورزش کې هم دیني اصولو ته درنښت ولري.
دادمحمد ناوک له ګډونوالو زده کوونکو مننه کړه او په وینا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پېژندل، په ځان يې ګرانول او د کورنۍ تر ټولو غړو يې د مبارک سیرت جزییات رسول زموږ ټولو مسؤلیت دی.
هغه د دې ورزشي اکاډمۍ له مسؤلینو مننه او په تېره بیا د تکواندو د برخې له استاد علي وزیري مننه وکړه چې دا ډول زمینه یې برابره کړه.
دا غونډه چې د کرامت الله کاون له لوري په تلاوت پیل شوې وه او د دریځ چارې یې نورمحمد انتظار پر مخ وړلې، د تصدیق پاڼو، جوایزو او ستاینلکونو له وېش وروسته په دعايې پای ته ورسېده.
یادونه: د دې پروګرام ویډیویي راپور به وروسته د حریت اونیزې پر ادرسونو پر لیکه شي، ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx