نظــر

د کمپونو له آهونو بیا د خارجه وزارت تر بریالي انګړه…!

خالق یار احمدزی
تیره ورځ د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمیر هیوادونو له دیپلوماتانو، سفیرانو او د هیوادونو له استازو سره د مهمې غونډې کوربه توب وکړ، چې د واک مسند ته د اسلامي امارت تر رسیدو وروسته، له بهرنیو دیپلوماتانو سره دا په خپل ډول کې لومړنۍ غونډه وه.

پرونۍ ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، هند، اندونیزیا، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او قزاقستان هیوادونو ځانګړي استازي، سفیران او د سفارتونو نماینده ګان راغلي وه؛ خبرې یې تر توقع پورته مثبتې وې او هر یوه یې په خپل وار سره وویل چې له ا. ا. ا سره هر ډول ملاتړ ته ژمن دي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي غونډې ته په خپله پرانیستونکې وینا کې وويل: د افغانستان اسلامي امارت حاضر دی چې د کډ کار، ګډو منافعو او متقابل احترام پر بنسټ د سيمې له هېوادونو سره تعامل او همکاري ولري.
هغه دغه راز وویل چې افغانستان هغه هېواد ده چې شاوخوا نيمه پېړۍ ستونزې او ننګونې يې تجربه کړې دي، هېڅکله نه غواړي چې د سيمې کوم هېواد له نا امنۍ سره مخ شي او د سيمې امنيت، ا.ا.ا ته ځانګړی ارزښت لري.

په غبرګون کې یې د ټولو هیوادونو میلمنو استازو مثبت غبرګون وښووده، د بیلګې په توګه: هندي استازي وویل چې دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانستان په ثبات او پرمختګ منتج کېږي او دا چې له افغانستان سره یې اړیکې تاریخي ارزښت لري.
ازبکستان د اړیکو د لا ښه کیدو ژمنه تکرار کړه، قزاقستان نه یواځې د اقتصادي اړیکو د پراختیا خبر ورکړ، تر څنګ یې وویل چې د حکومتولي په تړاو د افغانانو ارادې ته درناوی لري او په دې برخه کې ا. ا. ا ته خپلې فرمایشي نسخې نه وړاندې کوي.
روسیې بیا د افغانانو د کنګل شتمنیو د خلاصون جدي غوښتنه تکرار کړه او د نورو هیوادونو استازو هم ورته هیله بښوونکې خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او نورو هیوادونو هم په وار وار ویلي چې ا. ا. ا پر وړاندې د هیڅ مخالفې جبهې ننګه نه کوي.

‏کابل بالاخره په دې وتوانېد چې د سیمې ټول هیوادونه پر خپل غولي راټول او له افغانستان سره یې د اړیکو په باب د کوم دریمګړي هیواد له وساطت پرته مخامخ نظر واوري. داچې افغانستان د سیمې د اتصال لپاره د څلورلارې حیثیت لري، نو د اړوندو هیوادونو استازو هم دا خبر تائید کړه چې د نړۍ لپاره د یوه هوسا او پر پښو ولاړ افغانستان شتون زیات اړین دي.

دا چې راتلونکو څو اونیو کې په دوحه کې د افغانستان په تړاو لویه غونډه دائریږي او هلته به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پرګومارلو، چې ا. ا. ا له پخوا رد کړی وه، بحث او خبرې تر سره کیږي، دا غونډه کولای شي هلته پر دغه او ورته مسائلو کې د ا. ا. ا دریځ پیاوړی کړي؛ څو په ملګرو ملتونو کې حاکم غلیم د بینین سیوان او لخدر ابراهیمي په څیر درز اچوونکي استازي راباندې یوځل بیا ونه تپي.

دغسې غونډې د هند او…. په څیر د هغو هیوادونو پر سیاست هم مخامخ اغیز ښندي، چې تر پرون پورې یې د افغانستان اوسني واکمنان له امریکایي دوربین څخه په ناوړه دید سره کتل.

دا چې افغانستان د سیمه‌ییز پیوستون څلورلارې حیثیت لري؛ د همدې لپاره سیمه‌ییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو دی.
ښکاري چې ا. ا. ا پر دې باور وي چې سیمه‌ییزې همکارۍ نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي، بلکه د هېوادونو ترمنځ د تلپاتې مثبتو اړیکو او هوساینې لامل هم ګرځي.

د ا. ا. ا په پوره ژمنتیا او ارادې سره غواړي، افغانستان په سیمه کې د یوه اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست له لارې د اقتصادي نښلوون په مرکز بدل شي؛ یانې ا. ا. ا نه غواړي چې د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو په څېر د سیمه‌ییزو او آن نړیوالو ځواکونو د ګټو د ټکر مرکز وي، بلکې داسې افغانستان غواړي چې د ټولو لپاره مهم اقتصادي څلور لاری وي.

له کله چې دلته د اشغال ټغر ټول شوی او د امریکا تر سیوان لاندې د ګوډاګي رژیم منسوبینو له وطن څخه د تبعید لار غوره کړې، له همغې ورځې یې د اوسني واکمن نظام خیر نه دی غوښتی؛ دوی هڅې وکړې او لا هم لګیا دي چې پر افغانانو یوځل بیا زرغون آسمان په تورو وریځو بدل او د خپل واک او اقتدار د غروب په کسات کې پر ولسونو یوځل بیا د وحشت میچنې وڅرخوي.
دوی چې تر پایه د نورو د خیرات په تمه ناست ول، تر شړیدو پورې یې ټوله سیاسي قوه پر دې ونه توانیده چې د ګاوندیانو او قدرتونو ترمنځ متوازن سیاست ولوبوي، ځکه د مرستو کندو یې امریکا کې وه، ټاکنو کې د میلیوني ولسي رایو پر ځای، د امریکایي سفیر واحده رایه درنه وه؛ نو چا یې چې پر لمن پښه ور ایښې وه، هغوی هم پرې د خپلې خوښې تړونونه لاسلیک کولای شول او هم یې د یومخ استقلالیت اجازه نه ورکوله.

دلته چې دوی پرون د واشنګټن ساتنې ټټر واهه، یا یې پر اروپا باندې د مخدره توکو د سیلابونو په غم غیر اختیاري اوښکې تویولې، حقیقت کې هغه فطري عاطفه وه چې دوی له خپلو بادارانو سره څرګندوله، چې ګواکې هغوی دا تصور وکا، چې افغانستان کې یې د ګټو د خوندیتوب مدافعین یواځنۍ هیله همدا نصب شوي بړیڅي دي.

په حقیقت کې یې مشرانو دلته د هیوادونو د ګټو د خوندیتابه لپاره مخامخ له سفارتونو پروژې اخیستې او د هغوی د ننګې لپاره به یې هغه څه کول غوښتل، کوم چې هغوی ته اولویتونه بریښیدل، حتی‌ٰ د هغوی د ګټو د تحفظ د شیوې لپاره به یې کله ناکله د خپلمنځي غوبل ځوږ هم پورته شو.

خو بیچاره مامور چې د دوی تر قیادت لاندې یې هرڅه زغمل او د سیاسي سوداګریو له بازاري خنداوو نه وه خبر، هغو ته نه نړیوال امن مهم وه، نه د نړیوال توب په هنر پوهیدل،بس د خپلې څوکۍ بقاء ورته د نیا ستره متاع بریښیدله.

که څه هم د تیرې ادارې ډیری د واک او ځواک څښتنان داسې هم وه، چې نه خو له ګاونډیانو سره د متقابلو سیالو اړیکو په معیار پوهیدل او نه هم د نړیوال ستیج پر اسلوبو بلد وه؛ خو بیا هم پر څو ټکو انګلیسي الفاظو د بلدتیا له امله د امریکا لخوا د لوړو شخصیتونو او غوره متفکرینو په نوم پر ولسونو تپل شوي وه.
کله چې ا. ا. ا د واک پر ګدۍ راغی، نه یواځې د سیالو اړیکو واقعي تعریف ته ژمن پاتې شول، بلکې نړۍ ته یې ور زده کړل چې سیاست یواځې چالاکي، لفاظي او چلبازي نه، بلکې د تمدنونو تر منځ د واقعي اواز رسیدو یو هنر دی، چې د متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره باید ورته هر لوری ژمن پاتې شي.

هغه تش په نامه سیاسیون چې افغانستان یې د خپلو تمویلوونکو هیوادونو په غوړو ژمنو او ناپایه هیلو پریښی، هغوی هم پر دې پوهه دي، چې ا. ا.ا کوم ډول سیاسي لوبیدل زده دي، د دوی له خیالاتو لوړ وه، خو دا چې نړیوال یې د سیاسي او واقعي اسلامي نظام د پلې کیدو په پار، رسمیت پیژندلو ته زړه نه ښه کوي، د ا. ا. ا د نیمګړتیا نه ده…..!

دا ټول څرګندوي چې ا. ا. ا اوس د افغانستان د یوه مسؤل نظام په توګه نړیوالو ته مطرح ده او هغه ډلې ټپلې او خوځښتونه نور په نوم او نښان نه پیژني چې افغانستان یې د نړیوالو ګټو لپاره د قرباني پسه جوړ کړی وه.

بې طرفه بهرني سياست هغه سياست ته ويل کېږي چې يو هېواد د سيمې او نړۍ د لويو قدرتونو په خپل منځي ناندريو او شخړو کې ځان ښکېل نه کړي. يا د شخړې د کوم اړخ پلوي ونکړي، د ناټو په شان د کوم پوځي ائتلاف برخه نشي او له ټولې نړۍ سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې اړيکې ټينګې کړي

په پای کې:

د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه نور باید د افغانستان سټراټیژیک موقعیت ته د قوت په سترګه وګوري.
د افغانستان اسلامي امارت دې د فعال بهرني سیاست له خپلولو سره د شاوخوا سیمو (مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، جنوب ختیځه اسیا او منځني ختیځ) له امکاناتو او ظرفیتونو څخه لازمه ګټه واخلي او د خپل بهرني سیاست ټول امکانات او ظرفیتونه دې د هېواد د پیاوړتیا او د اسلامي او ملي ګټو ساتنې ته ځانګړي کړي.

خالق یار احمدزی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx