ادبي لیکني

د مور مینه (کیسه)

ریحان وردګ

په ١٣٠٩٧ کال کې امریکایي یرغلګرو د دا خلي غلامانو په ملتیا زموږ په ولایت کې چاپې (شپني عملیات) پیل کړي وو.

د یادو عملیاتو رهبري مستقیماً امریکایانو په لاس کې اخیستې وه، خو په کلیو او بانډو کې یې د وحشت او بربریت لپاره د صفریک او صفردو قطعاتو په نامه وحشیان له ځان سره ملګري کړي وو.

هره شپه به په بندچک، جغتو، سید آباد او جلګه ولسوالیو کې دوې او درۍ چاپې په عامو مسلمانانو او مجاهدینو باندې وهل کېدلې.

خلک له ژوند کولو یو مخ بېزاره شوي وو، نه به مېلمه د چا کره د شپې کولو په موخه تللی شوای او نه به کوربه د مېلمانه ورتګ ته زړه نیولی شوای.

دغه راز په مجاهدینو خوارانو هم د محاصرې حلقه بیخي زیاته تنګه شوې وه، هر یوه به خپل مرګ په خپلو سترګو لیدلو، د مرميو اسلحو او اړوندو مهماتو کمبود او قسما قِسم مشکلاتو نور هم سرخوږی راته جوړ کړی وو.

تر دې چې د مجاهدینو تر څنګ د منطقې اکثریت شمېر خلکو د چاپې د احوال اخیستو او خپل سر د حفاظت په خاطر ځانونو ته په شخصي لګښتونو مخابرې اخیستې وې.

زه ریحان به چې کله هم دې ورځو او شپو کې کور ته لاړم، مور به مې تر هر څه وړاندې د مخابرې پوښتنه رانه کوله، هره ورځ به یې تأکید پر دې راته کاوه، چې بچیه مخابره له ځان سره حتمي او ضروري ګرځوه.

يوه ورځ د کور طرف ته را روان وم، په لاره کې له څو ملګرو سره مخ شوم، دوی شپږ کسان وو زه یو کس وم، د دې په خاطر چې خدای مکړه د شپې لخوا د چاپې سره مخ نشي مخابره مې دوی ته ورکړه او زه د خپل کور په لوري ترې لاړم.

د ماښام لمونځ مې وکړ، ډوډۍ مې وخوړه پر چای څښلو لګیا وم، چې ګورم مور مې ناڅاپي غږ را باندې وکړ، وېل بچیه د مخابرې غږ دې خاموش دی، چارچ ته یې کېږده، هسې نه د شپې چاپه شي، بیا به څوک احوال درکوي؟

ما هم د مور د اطمنان په خاطر ورغبرګه کړه.

ما وېل ادې مخابره مې بل چا وړې، ته چورت مه وهه کوندې نن د شپې چاپه نه وي، بېغمه ویده شه.
د دې خبرې په اورېدلو مې مور د ماښام په پیل کې ورخطاء شوه، يو څه غوصې یې راته وکړې او له کوټې بهر شوه.
مور مې پوهېدله چې د وخت فرعوانیان به حتمن چاپه وهي، نو ځکه یې زما پر خبره اعتبار ونکړ.

لمونځ وکړ، ورپسې سم دم ویده شوم، په درانه خوب ویده وم چې ناڅپه مې تلفون ته زنګ راغی، لمړی مې ساعت وکوت تقریباً ١٢:٣٠ بجې وې.
وروسته مې ټلیفون اوکې کړ، ګورم زموږ یو ملګری دی، وېل ریحانه د ماښام ډوډۍ مې هم نه ده خوړلې او تږی هم یم.

زه راجګ شوم ګورم چې مور مې کوټه کې نشته، بېرون ته را ووتم، غږونه مې پسې وکړل، ادې ادې چېرته يې؟ مور مې د بام له سره غږ را باندې وکړ، وېل دلته یم بچیه خیرت دی؟
ماوېل مورې هلته چیش کوې دا یخ وګوره او دا دېتا د بام پر سر ناستی وګوره؟

وېل بچیه ستاسره مخابره نه وه، د دې په خاطر چې د څرخکو (هلیکوپټر تیارو) غږ واورم او زر دې را جګ کړم، دلته پر بام کښېناستم.

د مور دې مینې او شفقت ته له اندازې زیات خفه شوم، غږ مې پرې وکړ مال ادې ته را ښکته شه نن چاپه نشته، ملګری مې جومات ته راغلی، ډوډۍ او چای راته آماده کړه، پرېږده دا د بام ناستی.

زما له خبرو سره سم مې مور له بام را ښکته شوه، چای او ډوډۍ یې راته آماده کړل، هغه مې جومات ته له ځانه سره یووړل او د شپې تر دوو بجو پورې په جومات کې له ملګري سره ناست وم، د څه کار په موخه یوځل بیا کورته راغلم، د کور دوازه مې چې را خلاصه کړه، مور مې له بامه غږ را باندې وکړ، وېل بچیه بیا دې څه پکار دي؟
ما وېل ادې ته بیا پر بام څه کوې؟ وېل بچیه ماته خوب نه راځي پر تاسو مې پیره کوله!

د مور له نهایي مینې بیخي زیات متأثر شوم، ما وېل ادې ته لاړه شه نن چاپه نشته، موږ بیدار یو، هسې نه خدای مه کړه مریضه شې، بیا به هغه بل غم وي.

مور مې خبره ونه منله وېل بچیه تاسو سره مخابره نشته ممکن ویده شئ، ماته خوب نه راځي ځان مې ښه پټ کړی دی، زه همدلته بیداره کښېنم، نور شپه په خلاصېدو ده، ته دې ملګري ته ورشه او خوب وکړﺉ.

زه هم روان شوم، د دې په خاطر چې مور مې له بامه را ښکته کړم لاړم جومات کې مې د ملګري سره جریان شریک، هغه راته وېل مخابره زما سره شته خو چارچ پکې نشته، زه بیخي ډېر خوښ شوم، ما وېل هېڅ دې نه وي پکې، ته دا مخابره راکړه زه یې یوځل مور ته ور وښایم زیاتي به دواړه ویده.

له جوماته را روان شوم، ګورم چې مور مې په همغه ځای ناسته ده، ما وېل مورې ته تر اوسه ناسته یې؟
وېل هو بچیه ما وېل جومات ته نور طالبان هم راغلل، مخابره هم پیدا شوه، اوس لاړه شه ویده شه موږ بیدار یو.
مور مې چې کله زما لاسونو کې مخابره ولیده، نو را جګه شوه او کور ته لاړه.

سهار مې چې کله ذهن ته د شپې جریان را تېر شو، دومره خجالت شوم چې حد پرې تمام دی او دا مې تر هر څه ښه درک کړه چې د مور په رقم مهربانه مینه به په ټول عمر هم پیدا نکړم.

زما مور دې زر کلنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx