نظــر

د بل په سپکه او بې عزتۍ کې خپل عزت مه لټوئ!

 

لیکنه: م حمادشیرزاد

انساني ټولنه الله تعالی ډېره باعزته او د لوړ شرف والا پیدا کړې، بیلابیل انعامونه او لوړ اعزازونه یې ورکړي، تر دی چې د اشرف المخلوقات خطاب یې هم ورته کړی، په داسې ټولنه کې بیا ژوند د الله تعالی د قانون او حکم موافق تیرؤل لا دې ټولنې ته ښکلاء او ښایست وربښي او د خپل رحمت تر سیورې لاندې یې راولي.

زموږ خوږ پیغمبر محمد عربي صلی الله علیه وسلم د ژوند د تیرولو ټولې لارې چارې انسان ته ښودلي، د ښه او بد تر مینځ یې توپیر ورته کړی، د ګاونډي، ملګري، همصنفي، همکار، ماتحت، ښځې، بچي، رعیت او آن تر دې چې د حیوان سره یې د چلند طرز او نهج هم ښودلی او دا یې هم ورته ویلي چې د متقابل احترام پر بنیاد ولاړ ژوند بیا خوږ، له بدبینیو او جګړو خلاص او په مینه تیریږي، لکه د صحابۀ کرامو او سلفو دوره او پیړۍ؛ هلته چې د یو بل احترام او حقوق پیژندل شوي او عملي شوي وه، ژوند په مینه تیرېدلو، تر دی چې صحابۀ کرامو له یو بل څخه خپل اهل، مال او ځانونه قربان کړل، ایثار او داسې قرباني یې ورکړه چې نن یې هم څوک مثال نشي وړاندې کولای او ویاړ پرې کوي.

 

که چیرته د یو بل په متقابل احترام، عزت او قدر ژوند ونشي، نو بیا به ژوند تریخ او له سختیو، بدبینیو او ستونزو ډک وي، لکه د جهالت دور او وخت چې په هیڅ خبره یې د یو بل سرونه وهل، کلونه کلونه به دښمنۍ چلیدلې، په مجلسونو او غونډو کې به یې د شعرونو په توسط د یو بل ذم او بد بیانول، ناموسونو ته به یې سپکې سپورې ویلی، هماغه و چې نن هم د جهالت دور او پیړۍ څخه خلګ امان غواړي او لعنت پرې وایي، ولې چې دنیا ته یې کوم ښه کردار، کړنه او عمل نه دی پریښی.

 

د مسلمان د مال، ځان او وینې حفاظت پر هر مسلمان لازم دي، په دې اړه په صحاح سته کې ډیر احادیث شتون لري، په ابن ماجه کې د ابوهریره رض مشهور حدیث دی چې “كل المسلم على المسلم حرام، دمه وماله وعرضه” او بیا په ابوداؤد کې ورسره “حسب امرئ من الشر ان یحقر أخاه المسلم” زیادت راغلی،مفهوم د حدیث دا دی چې د يو مسلمان بل مسلمان لره، وينه تويول، مال لوټل، عزت پايمالول حرام دي او همدا راز د یو انسان د بدۍ لپاره دا هم بسنه کوي چې هغه خپل مسلمان ورور حقیر او سپک ګڼي، د یاد حدیث په تشریح کې زیاترو د وخت سترو محدثینو او فقهاؤ لیکلي چې د مسلمان غیبت کول، پر هغه بې بنیاده الزام او تهمت تړل، د هغه حقارت او سپکوالی کول او د هغه د غلطیو بیانول او شهرت یې کول ټول حرام دي او څوک یې چې هم کوي کبیره ګناه ده.

 

په سیر اعلام النبلا للذهبي کې د عبدالله ابن مبارک رحمه الله دا خبره رانقل شوې، هغه فرمایي “د هوښيار انسان نښه دا ده چې دا به د دغه دریو کسانو سپکاوی نه کوي، عالم، سلطان او مسلمان وروڼه. نوموړی وایي: “څوک چې د علماوو سپکاوی وکړي، د هغه آخرت له منځه ځي او څوک چې د سلطان سپکاوی وکړي، د هغه دنيا برباديږي او څوک چې خپلو وروڼو ته سپکاوی وکړي، اخلاق/ شخصیت یې له منځه ځي. نو کله چې د مسلمان د سپکاوي له امله تاته دومره لوی زیان رسیږي، نو ولې انسان د بل سپکاوی وکړي.

علي رضي الله عنه خپل ځوی ته نصیحت کولو، ورته فرمایي چاچې په خپلو کمیو او عیبونو نظر و، هغه به د نورو له عیبونو لټولو په امان وي او چاچې د خپل ورور لپاره کوهي وکیندلو، خپله به پکې غورځي او څوک چې د خپل ورور پرده پورته کوي، د خپلو بچیو پرده به یې پورته شي، همداسې ډیر لوی نصیحت یې ورته کړی، ټول نصیحت یې په همدې راڅرخي چې بل چا حق مه خوره، د بل چا سپکه او بې عزتي مه کوه، ځکه دا ټول بیرته په همدغه انسان راګرځي.

 

نن که موږ په ټولنیزو رسنیو کې وګورو زیاتره وګړي پر همدې مرض اخته او ټوله ورځ د یو بل سپکه، د نظام سپکه، د ملا او طالب سپکه د حق ویوونکو سپکه او همداسې د هر مسلمان سپکه روانه ده، چې دا ډیر لوی او مهلک مرض دی، چې ټولنه کې ورسره نفرت، کرکه او بدبیني خپریږي، له دغه ناوړه کړنو څخه تیرېدل او ټول ملت د اصلاح په لور بوتلل زموږ او ستاسو مسؤلیت دی، موږ لومړی خپله باید دغه کړنو څخه اجتناب وکړو او بیا عامه مسلمانان هم پوه کړو، تر څو د یو بل له سپکې تیر شي، هغه که د خپل ملت او که د بل ملت وي، هغه که د خپل هیواد د وګړو وي او که د بل هیواد، ځکه چې نفرتونه لا زیږوي او کرکې ورسره زیاتیږي.
وماعلینا الا البلاغ المبین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx