لیبیا: دعملیاتو مسئولیت ناټو ځواکونو ته سپارل کیږي

nato_chief_calls_emergency_meetingنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵)ناټو ویلي چي له امریکي څخه دلیبیا دعملیاتو مسئولیت په غاړه اخیستي، دناټو مشر انډرس فوغ راسموسن خبري رسنیو ته ویلي، خبري رواني دي ترڅو ناټوته پراخ مسئولیت په غاړه ور واچول شي.

نوموړي زیاته کړه تراوسه لا اختلاف موجود دي، چي ایا ځمکني عملیات به دناټو د مسئولیت برخه وي اوکه نه، له بله لوري نن شپږمه ورځ ده چي دبرطانیی جنګي جیټ الوتکي اجدابیا ته څیرمه دلیبیا ددولتي ځواکونو زغروال ټانکونه په نښه کوي، برطانوي چارواکو ویلي، برطانوي الوتکو داجدابیا ښارته څیرمه ددولت فوځي مرکزونه ترسخت برید لاندي راوستلیدي، اوتراوسه پوري ددولتي ځواکونو اومخالفینو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. 

ناټو ته به قومانده په روانه اوني کي وسپارل شي، راسموسن زیاته کړه که څه هم ترکیه په شروع کي زړه نا زړه وه ځکه چي لیبیا یو اسلامی هیواد دي، خو وروسته دناټو ټولو غړو هیوادونو په یوه خوله پریکړه وکړه ترڅو ناټو دعملیاتو مسئولیت په غاړه واخلي، دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلری کلنټن هم دپریکړي په اړه خوښی څرګنده کړیده، نوموړي زیاته کړه، امریکا په اول کي دعملیاتو مسئولیت په غاړه واخیست، اوس چي دعملیاتو مسئولیت ناټو ته سپارل کیږي، مونږ پدي باندي ډیرخوښ یو، اوامریکا به په روانو ګډو عملیاتو کي ډیره کمه برخه ولري.
وناټو ته دعملیاتو سپارل هغه وخت له لږ خنډ سره مخ شول کله چی ترکي غوښتنه وکړه، چي عملیات باید دلیبیا پرقلمرو باندي دپروازونو بندول دلیبیا دهیواد له لوري دوسلو دراکړي ورکړي تربندولو پوري محدود وي، ترکیه به دځمکنی عملیاتو په صورت کي دټلوالي حصه نه وي.
دناټوعملیات به دټلوالي هیوادونو دسفیرانو اودبهرنیو چارو دوزیرانو لخوا څارل کیږي.خو دټلوالي لپاره دعربي هیوادونو ملاتړ اړین بلل شویدي.
دناټو هیوادونه کوښښ کوي ترڅو ترډیره حده پوري دغربي ځواکونو پرځای له عربي نړي څخه کارواخلي، ترڅوغربي ځواکونو ته ضرورت پاتي نشي چي سیمه کي پاتي شي.
قطر له پخوا څخه لا دوي جنګي او دوي بار وړونکي الوتکي دټلوالي په واک کي ورکړیدي، تیره ورځ عرب اماراتو هم پریکړه کړي وه چي ۱۲ الوتکي په دټلوالي په واک کي ورکوي.
دملګروملتونو دټولني سرمنشي بانکیمون رسنیوته وویل چي دامنیت شورا له پریکړه څخه مو موخه په لیبیا کي دولسي وګړو ساتل دقذافي دفوځي لاس بري مخه نیول اوپه لیبیا کي یو ملکي حکومت ته لاره هواره ول وه، چي تراوسه پوري په بن غازي اونورو سیمو کي کارښه نتیجه ورکړي ده.
دلیبیا په پلازمینه طرابلس کي تیره شپه هم دډزو خبرورکول شویدي، فرانسوي الوتکو دهیواد په لري پرتو سیمو کي ددولت د وسلو زیرمي بمبارکړیدي، فرانسوي چارواکو دیوي لیبیا یی الوتکي دراپرزولو خبرهم ورکړي وه، G-2/galeb, یو ماشینه وړوکي تمریني الوتکه وه چي تیره شپه فرانسوي الوتکو په هوا کي په نښه کړه او پرځمکه راپریوته، دجنګ له پیله بیا تراوسه پوري دا اوله پیښه وه چي دلیبیا دولتي الوتکه دټلوالي له لوري څخه راغورځول کیږي.
دمصراتا او اجدبیا لورته هم دنوو نښتو خبرو ورکول شویدي، عیني شاهدان وايی، دمخالفینو له لوري دښار دنیولو کوښښ کیږي، خوقذافي ته وفادارو ځواکونو یی مخه ډب کړیده، او تراوسه  پوري یوه اړخ هم خاص پرمختګ ندي کړي.
بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د