نظــر

شيخ القراء؛ برکت الله سليم د حق داعي ته لبيک ووايه!

استاد محمد زمان مزمل

۱۳۵۷ هــ ش کال اخر و چې د مکې حرم د ملک عبدالعزيز له دروازې ووتلم چې يؤ افغاني راته وويل:
دا برکت الله سليم دی.

خدای بخښلی هغه مهال يؤ چا له لاسه نيولی و او مخ په حرم ننووت.
هغه د يوې مسابقې د ګټلو په پای کې عمرې ته راغلی و.
په ځوانۍ کې د وطن مينه ډېره وي، د ملي الګوګانو سره  د ځوانانو خاطرات او جذبات خدای غوټه کړي وي، ما هم تر شا دغه الګو قاري پسې ډېر ور وکتل.
حرمين چې د اسلامي جذباتو هرکاره ده زه یې د هېواد په دغه نامتو قاري نور هم ښاغلی کړم.

له بده مرغه د قاري صاحب د شهرت پړاو په افغانستان کې د خلق او پرچم د کودتاوو په لوغړن پړاو کې تصادف وکړ.
ولې بيا هم د خدای مقدر دا وو چې په دغه لوغړن پړاو کې افغانان د قران کريم په يؤ پارونکي او پالونکي اواز چې د قاري صاحب اواز و ونازوي.

دا چې قاري صاحب د قاري عبدالباسط په شان د افغانستان د یؤ نوميالي قاري په حیث د مسابقو يؤ درجن سټېجونه ګټلي دا د آسمان هغه عنايت وو چې د شینواري ګلاجان کورنۍ په هغسې يؤ شهرت ونازوي لکه له ده مخکې چې ېې شینواري په ملک الشعراء حمزه شینواري  نازولی و.

ما ادبيات ندي لوستي او د بده مرغه د ښه اواز څښتن هم نه يم، خو دا مې له پخوا نه زړه ته لوېدلې چې بيا به شینوارې مور نور نه په راتلونکي سلو کلونو کې بل حمزه وزېږوي او نه به بل قاري برکت الله سليم غوندې يؤ وياړ دې ملت ته وبښي‌.

زه خپله هغه وخت له دغه عزيز قاري سره اشنا شوم چې نوميالي تجار حاجي علي خان هغه له ځان سره هرات ته د خپلې فابريکې د افتتاح لپاره بيؤلی و‌.

هغه مهال هراتيانو چې د افغانستان د تاريخ په هرم کې د مهذبو پرګنو د سر ځای لري هغوی برکت الله سليم هومره تود استقبال کړ چې زه خو يې د ويډیو په لېدو هم ډېر متأثر شوم.
حاجي علي خان چې يؤ درجن زاړه انډيوالان درلودل زه هم شل کاله مخکې  د دغو اشنايانو برخه شوم.

قاري صاحب د جناب خدای بخښلي علي خان په اشنايانو کې د سر ځای درلود، او کله به هم چې کابل ته راغی يؤ يا دوه ماخستن يا د ماښام په لمونځونو کې به یې دغه عزيز افغاني شيخ القراء په عنبرين قرأت موږ هم ښادولو.
زه چې د خوږ غږ سره له وړکتوب نه مينه لرم په قران کريم کې د خواږه اواز هومره لذت اخلم
چې يؤ زه پوه شه او خدای مې.

د ښاغلي برکت الله سليم سره له اشنايې وروسته مې د هغه ډيرې فيتې پيدا کړې او تر ټولو چې زيات راباندې اغېز لري د هغه په ترتيل لوستی قران کريم دی،‌ وروستۍ ټوټه چې هېڅ به يې له ياده ونه باسم هغه قرأت و چې د حاجي صاحب عبدالغفور د پلار د فاتحې په محفل کې یې قرأت کړ … تا ويل دېوالونه څيرې کوي.

د خپل عمر په اخر کې مې د هغه د ترجمه شويو فيتو قرأت واورېد چې هغه د ښاغلي عمر خطاب په پښتو ترجمه شوی قرأت دی.

زه په ژوند کې په عربي دنيا کې اوږد اوسېدلی یم او تر ټولو ښه قاريان هملته دي، ولې کوم تآثر چې د قاري صاحب برکت الله سليم په قرأت او اواز کې و هغه زما د ذوق تر ټولو اوچت تلاوت و او بيا کوم تأثر چې ما د قران کريم له قرأت او ترجمو اخستی د جناب عمر خطاب په ترجمه او بيا د هغې ترجمې په اداء کې دی.

انسان له ورايه پوهېږي چې د قران کريم مترجم په خپل اواز او لهجه کې لحظه په لحظه کې دا تأثر ژوندی تعقيب کوي چې خطاب د کايناتو د مالک د خبرو ترجمان دی او د ترجمې عظمت د ده په لهجه کې یؤ عادي پښتون مسلمان له ورايه لمسولی شي.
لا پخوا مې خطاب صاحب ته د يوې ډالۍ نيت درلود چون ډالۍ وړه ده ښه ده چې لرې پاتې دی.

نن چې د مريضۍ په بستر پروت يم له بده مرغه زه د دغه عزيز او مايه فخر افغاني قاري د جنازې د لمونځ له برکاتو محروم پاتې شوم.
د افغانستان خلک به هېڅ مهال خپل وياړلي او بيا برکت الله سليم غوندې وياړلي او بيا د قران جيد قاري هېر نکړي.
پرون په عيدګاه کې د اماني عيدګاه ډک صحن وښودله چې د افغانستان ملت څومره د قران سره غوټه ملت دی او دا يې هم وښودله چې د ګلاجان زوی چې دې‌ ملت ته يې دولس سټېجه ګټلي وو هغه دې ملت په واورو او باران کې هومره استقبال کړ چې دا جومات به بيا د بل رهبر په دعا پړو داسې ډک ونه ويني.

د خپل ملت نه ډېر مشکور يم چې يؤ ژوندی ملت دی‌ او په ځانګړې ډول د رئیس الوزراء صاحب، د وزير داخله خليفه صاحب، انس حقاني صاحب او زرخان احمدزي صاحب، بلکې د خپل حکومت نه ډېر تشکر کوم چې هر چا په خپل وار زموږ د نامتو او عزيز قاري مراسم او د تدفين ځای یې هغه جومات او تپه وټاکله چې د افغانستان خلکو له دې مخکې په خوشاليو کې پالله.
موږ ټول دعا کوو چې پروردګار دغه پښتون قاري ته له سلفو تر خلفو چې تاته د قران د عزيزو قاريانو کوم صف او رديف مقبول دی زموږ قاري ته پکې ځای ورکړي.
خدای دې ترې راضي شي او خپلوانو ته دې زغم او صبر نصيب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدنسیم ستانکزی

الله(ج) دې په قاري صیب ورحمېږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx