شعـــــرونه

واورين کابل/ مشفق حريتمل

مشفق حريتمل

څه د رحمت شيبې دي، څومره تکه سپين شو کابل
ګردو وهلی و اوس شکر دی واورين شو کابل

خلک چې وينې په مسکا دي خولې يې نه ټوليږي
په خنداګانو د زلميو ګلورين شو کابل

پخوا جوړ کړی و غوبل ديموکراتانو دلته
اوس د ولس، اوس د طالب او اوس د دين شو کابل

اوس دی لوېدلی د مين طالب لاسونو ته دی
اوس معشوقه ده او نازیږي اوس رنګين شو کابل

اوس له سيالانو سره سيال دی اوس بې څوکه نه دی
چې شو خپلواک، په دې باور په دې يقين شو کابل

په نږدې لرې رقيبانو باندې‌ بل څه وشول
لږ سکنی په سياست کې چې د چين شو کابل

مشفقه اوس پټکۍ او ږيرې ډېرې شوي دلته
په حجابونو د خورلڼو ډېر سنګين شو کابل

مشفق حريتمل
کابل
۱۴۰۲/۱۱/۱۴ شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx