نړۍ

مظاهرينو پارلمان او صدارت ماڼۍ کلابند کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري خپلو پلويانو ته امر وکړ، چې پارلمان او د صدارت ماڼۍ محاصره کړي او هېڅوک به پارلمان او صدرات ماڼۍ ته تګ راتګ نشي کولای او که څوک تګ راتګ کوي، نو هغه به د دوی له مرګه وروسته ممکن وي.

طاهر القادري خپلو پلويانو ته دا امر په داسې وخت کې وکړ، چې د پاکستان ولسي جرګه کې همدا شېبه د وکيلانو غونډه روانه ده او لومړی وزير ميانواز شريف هم په غونډه کې موجود دی.

د طاهر القادري او عمران خان پلويان د پلازمېنې «ريډزون» کې د حکومت پر ضد مظاهرې کوي او طاهر القادري خپلو پلويانو ته امر کړی، چې پارلمان، صدارت ماڼۍ، ولسمشرۍ ماڼۍ او ستره محکمه له دې وروسته د انقلابيانو کنټرول کې دي او هيڅوک نشي کولای، چې پارلمان او صدارت ماڼۍ ته تګ راتګ وکړي.

طاهرالقادري ګواښ وکړ، چې تر هغو به د پارلمان لارې خلاصې نه کړي، چې لومړي وزير ميانوازشريف استعفا نه وي ورکړي.

وروستي راپورونه وايي، چې د پاکستان صدراعظم ميانواز شريف د پارلمان له هغې دروازې ووتلو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خلاصه ده او د صدارت ماڼۍ ته ورسيد، مګر طاهرالقادري اوس هم د نوازشريف د راوتلو په تمه دی.

طاهرالقادري او عمران خان دواړو له صدر اعظم نوازشريف څخه وغوښتل، چې تر نن ماښامه له خپلې دندې استعفا ورکړي، په بل صورت کې به دوی د صدارت ماڼۍ او پارلمان ته په زور ننوځي.

د پاکستاني پوځ وياند وايي، چې پارلمان او صدارت ماڼۍ د هېواد سپيڅلې ادارې دي او امنيت يې د پاکستاني پوځ پر غاړه دی او هېڅوک بايد کوښښ ونکړي، چې پارلمان او صدارت ماڼۍ ته ننوځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x