افغانستانخبرونه

د(هندوکش غږ) په نوم ازاده او بې‌پرې ویب پاڼه پر لیکه شوه!

د(هندوکش غږ) په نوم ازاده او بې‌پرې ویب پاڼه پر لیکه شوه!

 

نن ټکی آسیا (دوشنبه د سلواغې ۱۶مه ۱۴۰۲)په ګران افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د یرغلګرو قوتونو له ماتې او د دوی د داخلي لاسپوڅو له تېښتې وروسته، شرایطو ته په کتو د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو او خصوصاً ځوانانو د فکر، نظریې او روان څخه د دفاع په موخه د یوه مضبوط سنگر د رامنځته کولو په موخه د څو ویښو او مخلصو ځوانانو لخوا د هندوکش په نوم خپلواکه ویب پاڼه پرلیکه شوه.
له دې ځایه به د افغانستان د مسلمان ولس دښمنان؛ لکه د دوشنبې ګروپ (مقاومت جبهه) د واشنګټن ګروپ (متحده جبهه) د مشهد ګروپ (د اسماعیل خان جبهه) او د پاریس ګروپ (آزادۍ جبهه) مستقیماً په نښه کېږي. د دوی له جاسوسي، بې عزتۍ، خیانتونو، جنایتونو، فسادونو او اصلي څېرو به پرده پورته کېږي.
هندوکش غواړي؛ ترڅو افغان مسلمان ولس او بیا په ځانګړي ډول ځوان نسل چې تر ډېره له مطبوعاتو متأثره دی، د اسلام او افغانستان د دښمنانو او استخباراتي ګروپونو له پلانونو، دسیسو، توطئو او شومو موخو محفوظ او مصؤن پاتې شي.
د ویب سایټ لینک:

کورپاڼه

د ایکس لینک:
https://x.com/Hindukush_0

د واټساپ لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

د فیسبوک لینک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61555756564835&mibextid=9R9pXO

د ټیلګرام لینک:
https://t.me/hindukush_0

یوټیوب لینک:
https://www.youtube.com/@Hindukush_0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx