نظــر

‏فدرالیزم؛ که د پرځیدلو لخوا د هیواد تجزیوي پلان

خالق یار احمدزی

له تیرو څو ورځو راهیسې د تیرې ادارې د مهال یو څو پردیپالو او اجیرو څیرو، چې تر ځغاستونکې تیښتې وروسته یې، د امریکایي کمپونو په دیار کې ترخې شپې او ورځې په برخه دي؛ د هیواد تجزیې ته ورته د یوې دسیسې هڅې پیل کړې او په زغرده یې د یوه نامتمرکز نظام له داعیې څخه ننګه اعلان کړې.

دا هڅې د څو هغو سوداګرو مشرانو لخوا دي، چې تر پرونه یې له جمهوریته د خپل قوم، سمت او خیل په نوم د سترو موقفونو اخیستو سربیره، په میلیاردونو امریکایي ډالر وشپیلول؛ خو تر پایه یې خپلو ته هیڅ راز ګټه ونه رسیده.

نن همدوی د فدرالي یا آیالتي نظام د غوښتنې کمپاین چلوي او هر یو یې د یوه غیر متمرکز نظام چې ولایتونه به یې خپلواکه حکومتولي ولري؛ هیلې لري.
دوی د جمهوریت شل کلونه په امریکایي ورشو وڅریدل خو دامهال چې پرې سخته ورځ راغلې، بهرنیان یې هم په ډاګه له ملاتړ څخه انکاري دي، د ا.ا.ا د سقوط آرمان یې هم خاورې شوی او د سیمې او نړۍ لخوا د «ټولشموله» تر عنوان لاندې د دوی د ورشاملیدو وروستۍ هڅې هم ناکامه او نامراده شوې؛ نو یې داځل د هیواد د ټوټه کیدو او تجزیې لپاره وروستۍ غشی د فدرالي نظام د جوړښت داعیه وه،چې ښکاري د بهرنیانو په مخامخ فرمایش یې سوژه مخته وړل کیږي.
دوی غواړي څو له یوې خوا بیرته د له لاسه وتلي موقف خوندونه نوش کړي او له بل لوري په خپل قوم، خیل او سمت کې د تجزیې روحیه پیاوړې کړي؛ څو یې د سیمې د استخباراتي کړیو هغه اوږدمهالی آرمان چې د افغانستان ټوټه کیدل دي، پوره کړی وي.

د فدرالي نظام اصطلاح لومړی د جمهوریت پرمهال د لطیف پدرام په نامه یوه بلواکه وکیل، چې د فرانسې، تاجکستان او…. هیوادونو ملاتړ یې له ځانه سره درلود؛ زمزمه کوله، خو اوس یې د هغه وخت د رژیم نږدې ټول سیاسي سوداګر ورسره بدرګه کوي.

دا چې فدرالیزم څنګه جوړښت لري، موخې یې څه دي اود چا په فرمایش به رامنځته کیږي دلته یې یوڅه تشریح کووم.:

فدراليزم هغه حکومتي سيستم دى چې د ځمکنۍ جغرافيې په يوه ځانګړي برخه کې په يو وخت او هم مهاله توګه مرکزي او ايالتي/ولایتي دواړه حکومتونه چليږي او واک پکې د مرکز او ايالتونو\ولایتونو ترمنځ ويشلى وي.

فدرالیزم چی مهم اړخ یې له مرکزي حکومت څخه د قدرت ویشنه ده، نو د قدرت ددې ویش په نتیجه کې د سیمه ییزو (ولایتي) حکومتونو له مرکزی حکومت سره د پلانونو او پالیسیانو پر سر بي اعتمادي، بی باوري او سرغړوني منځ ته راځي او مرکزي حکومت له صحني څخه باسي، چې پایلې یې ټولو ته زیانمې وي.

کوم وخت چي د مرکزي حکومت قدرت په برخو وویشل شو، نو په سیمه ییزو ادارو کې د مرکزي حکومت له اوامرو سرغړونه کیږي او ایالت/ ولایت د یو مستقل هیواد بڼه نیسي.
د مربوطه ولایت چارواکي د فیوډالیزم یا ملک الطوایفی شکل ځان ته اختیاروي، فساد اوج ته رسیږي او چارواکي د ملت تر ګټو شخصي منفعتونو ته اولیت ورکوي.
ددې ډول نظام د احیاء غوښتنه تر اوسه له پښتون قوم څخه هیڅ چارواکي نه ده کړې، خو بالمقابل تر امریکایي یرغل وروسته د نورو اقوامو ځینو ناخلفو د خپلو اصیلو قومونو تر سپیڅلي عنوان لاندې تکرار کړې ده.

په دې هکله چې ولې ځینې افغان نما څیرې دا کمپاین مخته وړي او لوی قومونه یې ننګه نه کوي، غواړم یوه پخوانۍ کیسه د یوه مثال په توګه راوړم.

حکایت کا چې؛ د سلیمان علیه السلام په زمانه کې د دوو میرمنو ماشومان وه، چې له تولد سره سم، له یوې څخه یې ماشوم ضایع شو، نو یې د خپلې ملګرې پر ماشوم دعوه وکړه، چې ګواکې دا ددې زوی دی.
آه او فِغان د دواړو ترمنځ لوړ شو، چې بالأخره فیصله د سلیمان علیه السلام تر درشله ورسیده؛ هغه دواړه را وبللې او جالبه پریکړه یې وکړه.
نوموړي چاړه /چاقو را وغوښته او ویې ویل: داچې یوه میرمن هم د دغه ماشوم په ځوی ولي شاهد نه لري او دواړه یې خپل بولي، نو زه غواړم دغه ماشوم د دواړو ترمنځ په نیمایي غوڅ او تقسیم کړم.
دواړه میرمنې ګوته په غاښ حیرانې شوې، تر لږ شیبې وروسته؛ کومې میرمنې چې دا ماشوم یې خپل واقعي زوی وه، په لوړ غږ یې چیغه کړه، ماشوم ته زیان مه رسوئ! هغه زما زوی نه دی.
سلیمان ع وخندل او ماشوم یې همغې میرمنې ته چې ماشوم یې د عاطفې له مخې، پردی وباله ؛ وسپاره او ورته کړه یې: دې میرمنې په وروستۍ شیبه کې د ماشوم ژوند وغوښت، دا چې ماشوم په هره غیږ کې وي، خو دې ته یې ژوند مهم دی، نو دا یې واقعي مور ده، ځکه تر اندازې زیاته ودردیده.

نو اوس هم یو شمیر مرموزې کړۍ چې د هیواد د تجزیې او پر منځ د نیمایي کیدو کوړنچ پورته کوي؛ په ځواب کې یې د هیواد لوی اکثریت قومونه، چې ددې خاورې اصلي مالکان دي، هر ډول فشار منلو ته تن ورکوي، خو دې ته چمتو نه دی، چې د خاورې تجزیه دې وزغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx