شعـــــرونه

بیا به…………اسرار سعید‎

*لیک: اسرار سعيد*

بیا به د افغان وینه کې ننـــګ په څپو راولم
بیا به یې د تورې ویده شرنګ په څپو راولم

بیا به هر مظلوم د افغان نوم اســــم اعظـم ګڼي
بیا به یې په سر کې شور د جنګ په څپو راولم

بیا به له سپین غره تر کاشغره بیرغ هسک وړمه
بیا به اریانا کې مــــست غورځنګ په څپو راولم

بیا به د قیــصر تاج د نـېـزې په څوکه واخلمه
بیا به مې غرور د سیند په رنګ په څپو راولم

بیا به پر ډېــــلي د بـري تـــوغ سعیده رپـوم
بیا به نــېـزه توره او خــــدنګ په څپو راولم

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx