نظــر

سياسي کيکي

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

دا چې ۱۴۴۵ هـ‌ق کال د رجب المرجب په ۱۷مه چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه و
په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشو، په ډيپلوماټيک ډګر کې دا خورا ستره بريا وه، چې اسلامي امارت خپله کړه دسيمي هېوادونه رسما خپل استازي چې دبهرنيو چارو وزيرانو حثيت لري افغانستان ته راوليږل، او دلته په شته امنيت او مسؤل مرکزي حکومت پر ادعا يې مهر ووهلو او رسميت پيږندلو ته ليار جوړه کړه،

په تعقيب يې دافغانستان اسلامي امارت دولت په چين کې دسه شنبې په ورځ په هغه مراسيمو کې چې دچين خلق جمهورت دتاسيس د پنځه اويامي ورځي په پار جوړه شوي وه، دافغانستان اسلامي امارت دولت سفير مولوي اسدالله بلال کريمي څخه دچين ولسمشر شي جن پينګ باور ليک ومنلو او په خوا کې ښاعلي کريمي ته ښه راغلاست وويلو

ددي په خوا کې دروان کال سنبله کې افغان حکومت د چين سفير څخه باور ليک دخاصو مرسمو په لړ کې ومنلو ددغه ډيپلوماټيکو پرمختګونو سره چې دسيمي او افغانستا دولت ترمنځ رامنځته شو، غرب ته يې سياسي کيکي ورايله شوي ، چې سخت نارامه شو،غرب چې په راس کې امريکه ده خپله غوسه دامريکي دبهرنيو چارو وزير په خوله څرګنده کړه او اړوند وزارت وياند ميتو ميلر تيره ورځ خبريالانو ته وويل چې چين اسلامي امارت دولت سفير څخه دباور ليک منل دا په څه معنا ده ?خو موږ به هله له اسلامي امارت دولت سره رسمي راشه درشه هله ولرو چې اسلامي امارت دولت يو لړ پاليسيو ته تغير ورکړي لکه په اصطلاح دښځو او اقليتونو خقوق چې يو بهانه ده

غرب چې په افغانستان کې شل کاله حضور لرلو سخته نظامي ماته وخوړله اوپه نړيوال کچ يې اعتبار بايلود خو څه ناڅه سياسي ډګر کې برلاسۍ و لکه داسلامي امارت په مشرانو بنديزونه دملګرو ملتو له ادرسه او اسلامي امارت دولت رسميت پيږندلو کې ځنډ چې دا د غرب پاليسي وه وروستيو ډيپلوماټيکو پرمختګونو ته په کتو دا ځل به غرب په سياسي او ډېپلوماټيک ډګر کې دااسلامي امارت په وړاندې دنظامي هغي په څير ماته خوري ځکه اسلامي امارت بهرنۍ او داخله پاليسي خورا معقوله او دقيقه ده

شهيدزاده زابل خاک افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx