نظــر

د امت زمری! – يحيی سنوار حفطه الله

ليکنه: زاهد عمر

د اکتوبر اوومې تاريخي او تباه کوونکي معرکې وروسته په ټلويزيونونو،ټولنيزو رسنيو او ورځپاڼو کې د حماس مجاهدينو مشرانو په اړه رنګارنګ معلومات او مطالب خپريږي او په دغه مطالبو کې تر ډيره بريده د اسلامي مقاومت د غزې تړانګې سياسي دفتر مشر ښاغلي يحيي سنوار حفظه الله نوم تر هرچا ډير تر سترګو کيږي نو ما هم غوره وبلله چې د اسلامي امت ددغه ژوندي زمري په اړه يوه تفصيلي ليکنه وکړم.!

د يحيی سنوار پوره نوم يحيی ابراهيم سنوار دی چې په کال 1962ميلادي کې د خان يونس په يوه کمپ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او د نوموړي مور او پلار په اصل کې د اشغال شوي فلسطين د عسقلان ښار اصلي اوسيدونکي و چې د 1948ميلادي کال د[النکبه]جګړو پر مهال خان يونس ته ګډه شوي ول.

يحيی سنوار په غزه کې ابتدايې،ثانوي او لوړې زده کړې وکړي چې د ليسانس دوره يې د غزې په اسلامي پوهنتون کې د عربي ادبياتو اړوند پای ته ورسولې.

ښاغلی سنوار په کال 1982ميلادي کې د 19کالو په عمر د اسلامي فعالتونو د ترسره کولو په جرم د صهیونیسټي رژیم له خوا ونيول شو چې بيا بيرته په همدې کال خوشې شو؛دغه نيول او بندي کيدل يې وروستی نه و ځکه چې په 1985ميلادي کال کې يو ځل بيا د صهیونیسټي رژیم له خوا ونيول شو چې څه مودې بند له تيرولو وروسته بيرته خوشې شو خو داځل نوموړی د خپلو اسلامي فعاليتونو او اغيزناکو کړنو د ترسره کولو له امله د حماس اسلامي تنظيم د مشر شهيد احمد ياسين تقبه الله توجه زياته واړوه چې دغه کار تر ډيره بريده د نوموړي په سياسي فعاليتونو کې مهم رول او کردار ترسره کړه؛نوموړی په 1988ميلادي کال کې د [المجد]په نامه يوه نظامي امنيتي څانګه رامنځته کړه چې مهمې موخې يې د اخلاقي فساد مخنوئ او د هغه کسانو په نښه کول و چې اشغالګر او غاصب رژيم ته يې جاسوسي کوله او په دغه ماموريت کې يې په ډير شمير د صهیونیسټي رژیم جاسوسان د فلسطين په داخل کې له منځه یوړل؛ددغه ډول صهيونيستي رژيم ضد کړنو دغه رژيم د نوموړي نيولو ته متوجه کړ چې بلاخره 1988ميلادي کال يو ځل بيا ونيول شو او د محکمي د پريکړې په اساس په 300کاله بند محکوم شو چې ددغې مودې يواځې 22کاله يې تير کړل او په 20011ميلادي کال کې د يو اسرائيلې عسکر په تبادله خوشې شو او له خوشې کيدو سره سم يې يو ځل بيا خپلو سياسي او نظامي فعاليتونو ته دوام ورکړ.

ښاغلي سنوار په زندان کې د قيد دور اوزګار وخت په استفادي عبراني ژبه زده کړه او ددغې ژبې تر زده کولو وروسته يې د اسرائيلې رژيم سياسي مشرانو او رهبرانو په اړه دقيق او هر اړخيزه مطالعه وکړه او دغه مطالعې بيا له نوموړي سره د خپل راتلونکي سياسي ماموریتونو/فعاليتونو پر مهال اغيزناکه همکاري وکړه؛په زندان کې يې تل د بنديانو او د زندان مسوولينو ترمنځ اړیکې ټينګولې چې دغه اړيکو ټينګولو نوموړي ته د يهودي چارواکو سره د نږدې پيژندګلوي زمينه برابره کړه ترڅو صهيونيستي رژيم د مامورينو او مسوولينو له صليقو،عادتونو او کړنو څخه له نږدې خبر وي.

يو امريکايې څيړونکی يې په اړه وايې:

[ما له سنوار سره د تحقيقاتو پر مهال 80دقيقي خبرې کړي خو هر ځل به يې دا خبره تکراروله چې يو ورځ به نوموړی آزاد وي او دی د صهيونيستي رژيم له بدنيانو څخه پوښتنې او ګرویږنې کوي؛نوموړي وويل چې عجيبه ده چې د هغې ټولې خبرې د وخت په تيريدو سره په حقيقت بدليږي.]

نوموړي له زندان څخه تر ازادیدو وروسته د حماس اسلامي حرکت د پوځي څانګې کتائب قسام له مرستيال مروان عيسی سره خورا نږدې او ژورې اړيکې ټينګې کړې او په 2013ميلادي کال کې د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر غړي په توګه وټاکل شو خو د نوموړي اغيزناکو فعاليتونو او کړنو په حماس اسلامي غورځنګ کې د ډيرو مشرانو پام ځانته واړوه چې په نتيجه کې يې 2017ميلادي کال کې د غزې تړانګې پخواني مشر او د حماس اسلامي غورځنګ د مشر اسماعيل هنيه حفظه الله پر ځای د حماس اسلامي غورځنګ د غزې سياسي دفتر مشر او مسؤل په توګه وټاکل شو او په 2015ميلادي کال کې د امريکايې دولت د نړيوالو تروريستي اشخاصو په نوملړ کې شامل کړ.

نوموړي به تل په خپلو خبرو کې په ډاګه څرګندوله چې د ځمکې پرمخ د اسراييلو په نوم کوم هېواد نه پيژني او ددغه رژيم مشران بايد ځانونو ته خپل اصلي هويت پاڼې پيدا کړي او تل به يې په خبرو کې صهيونيستي رژيم له منځه تلونکی يادوه.

په 2021ميلادي کال کې صهيونيستي رژيم د نوموړي کور او دفتر د بې پيلوټه الوتکو پر مټ په نښه کړ خو نوموړی ترېنه په بريالي توګه روغ او رمټ راووته؛د بريد بله ورځ د غزې په کوڅو کې پرته له امنیتي ساتونکو خپلو مينوالو په منځ کې وګرځيده او نتنياهو ته يې اخطار وکړ که چيري جرات لري نو په نښه يې کړي.

د صهيونيستي رژيم رهبرانو او پوځي مشرانو په خپلو خبرو کې په ځلونو ويلي چې د نوموړي ازادول اسرائيلي دولت حيات ته خورا ستره اشتباه او نه جبران کيدونکی تيروتنه وه/ده.

نوموړي د 2023ميلادي کال د اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه د اسرائيلې رژيم پر وړاندې د [طوفان الاقصی] تر نامه لاندې خورا دقيق او پلان شوي عمليات رهبري کړل چې په نتيجه کې يې په زرګونو شمير صهيونيستي رژيم پوځيان او يهوديان ووژل شول او په ميلونونو ډالره يې ورته مالي زيانونه واړول او ددغه بريالي عملياتو پر مهال يې دخپلو راتلونکي سياسي موخو او اهدافو لاسته راوړلو په خاطر يې څه دپاسه 200اسرايليان يرغمل ونيول.

د اکتوبر اوومې نيټې له تاريخي معرکې وروسته نوموړی يوځل د رسنيو پرمخ خبرې وکړې او نتنياهو ته يې په خطاب کې داسې وويل[په نتنياهو به داسې ورځ راولم چې د خپل مور څخه د زيږدون په ورځ لعنت ووايي] له دغې خبرې ناستې وروسته نوموړی د رسنيو پرمخ تراوسه نه دی ليدلی شوی او هره ورځ په غزې تړانګه کې د صهيونيستي ظالم او اشغالګر رژيم پر وړاندې د اسلامي مقاومت فاتحو ابطالو او رجالو جهادي خطونه تنظيموي.

له هغې ورځې چې صهيونيستي رژيم پر غزې ځمکني او هوايي بې رحمه عمليات پيل کړي له لومړی ورځې يې د امت ددغه ژوندي زمري د نيولو او شهيدولو لسګونه هڅې کړي او ان تردې چې په يوه شپه يې د نوموړي نيولو په خاطر څلور ځله عمليات ترسره کړل خو هر ځ د کائناتو خالق جل جلاله ناکامه ستانه کړل؛[اوس د اسراييلو متقاعد استخباراتي مامورين او اوسني مسوولين په دې باور دي چې نوموړی هر ځل له دوی څخه يو قدم وړاندې دی.]

ستر خدای جل جلاله دې د اسلامي امت دغه زمری او د يهودي رژيم د سترګو ازغی ډيره بريده ژوندی لري او ددې پرمبارکو لاسونو دې پاک الله جل جلاله بيت المقدس يو ځل بيا فتحه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx