نظــر

علم او غلات

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

له پيړيو محروم ولس ته يو ځل بيا خالق لايزال يو سپيڅلی قيادت ورکړ، چې دغه ولس يې په راتګ کې بلا ربړي وزغملي اوس چې ددغه محروم، مجبور او له هره اړخه ځپل شوي ولس چارې د مباريز تحريک ته څښتن ورکړي، بايد دغلاتو له تاثر څخه ازاد خپل سفر ته ادامه ورکړي، نه پريږدي چې داسلامي نظام له رهبري سره سلیقوي،کليوالي او مردودو رواجو له ادرسه برخورد صورت ونيسي او ټولې چارې د اسلام دمزاج او روح په چوکاټ کې تنظيم شي.

کله چې ځيني بهرنۍ رسنۍ تعقيبه وم د افغانستان اسلامي امارت په ضد دښځو دتعليم سلسله کې په ډېر مهارت او مدلل شکل نوموړي قضيه شاربي، چې دغه تبليغ د امارت حيثيت ته په کور دننه او بهر ستره صدمه رسولي، ځيني نا اهله خو په اړوند موضوع کې د امارت له ادرسه رایي او استدلال وړاندې کوي چې په اصل کې هغه د امارت په ضد ولس واټن سبب کيږی، په ډېرو مجالسو او جلسو کې د عالم په صفت کسان پاڅي وايې چې علم څخه مراد يواځي ديني علوم دی، نه عصري او ساينسي هغه په خوا کې نور داسي لکه د ولس پر لوڼو تورونه لګول او ځوان کهول يې دعصري زدکړو مستحق نه بلل او ورته نوري بابولالی..

غواړم د علم په اړه څه علمي خبري ولرم.

علم دلام په تشديد سره رباعي متعد دي فعل ده، په اسلام مبارک دين کې علم داسي راپيژندل شوی:

الذی علم بالقلم○علم الإنسان مالم يعلم○ سورة العلق۴-۵

ژباړه:هفه ذات چې يې په قلم وښوده،انسان ته يې هغه څه وروښودل چې نه پوهيدو،

وعلمه صنعة لبوسٍ لکم لتصحنکم من بأسکم فهل انتم شاکرون – سورة النبياء 1۸۰ اية

او ښولی و موږ دغه (داود) ته جوړول دزغري تاسي ته دپاره ددی چې وساتی تاسي (دازغري آی انسانانو) له ضرردجنګ (د دښمنانو)ستاسي آيا تاسي شکر ويستونکی ياست

“ولقداتينا داود وسليمان علما”

دلته دعلم تر لفظ لاندې شارع، احکام،سياست، صنعت او حکمراني اصول شامل دي

ځکه چې داؤد عليه السلام او سليمان عليه السلام ته دمسائلو دحل او فصل علم، داود عليه السلام له اوسپني څخه هغه شيان جوړول چې بل چا نه شو جوړولی، سليمان عليه السلام ته منطق طير او دواړو ته هغه مختلف علوم ښودل شوی وو ،هفه کښتۍ چې نوح عليه السلام جوړه کړي تر هغه وړاندي داسي نوښت چا تصور لا هم نه و کړی پيغمبران عليهم السلام ددي تر خوا چې بشريت ته يې شرائع او احکام ښودلي دي،دډېرو مهمو کسبونو اوستادان وو،آدم عليه السلا لومړنۍ زارع ،نوح لومړنۍ نجار،داود عليه السلام يو شپون هم وؤ،شعيب عليه السلام يومالدار هم و او زموږ خاتم النبين ﷺ يو صادق امين تاجر و له دغه مثالو څخه دعلم اهميت او اړېنتوب څرګند شو ،دا چې ځني غلات علم تنها تر کلاسيک مروج فنونو محدوده وي
لکه منطق،زاړه له کاره وتلي حکمت ټول وخت دعربي ژبي په ګرايمر تيرول پای دقران يو آيات هم د اړوند قواعد مطابق هم نه شي لوست که رشتيا موږ دديني علوم ارزښت ته قايل يو نو ولي موږ تر اوسه ونه کړاي شو چې د دين په رڼا کې ځيني اړېن اومور تعريف کړو،دبيلګي په توګه شرعي وزنونه،دسطحي اندازه او اسلامي بانکداري

تاسو اوګورئ موږ دخپلو فارغينو په ډله کې ښه نطاقان، مهندسان، نه لرو که يې لرو هم له بل کومه ادرسه به يې څه حاصل کړي وي، او بل که موږ دعلم تړاو خاص تر ديني علومو ورکو چې دا هم نده صحيح ځکه الله ﷻفرمايې: وعلم آدم الأسماء کلها ژباړه: او له هغه وروسته الله ادم ته يې نومونه ټول وښودل
دلته يې د اشياؤ نومونو زدکړي ته علم ويل، الله ﷻ داسي ندي فرمايلی چې چې آدم ته مو ديني علوم وښودلو ځکه اسما عام دي، پر معلوم شي يې اطلاق نه کيږي، علم دجهل مقابل علم يو عمومي مفهوم افاده کوي چې هر هغه علم چې نفعه ولري حصول يې ضروري ده،بيغمبرﷺ به تل دعلم نافع سوال کولو چې علم نافع له ديني علومو واخله بياتر ساينسي هغو ټول پکښې راځي، او که بيا هم غلات علم تر مروجه فنونو حصر بولي نو بيا قضاوت وکړئ چې پر خپلو نسبي لوڼو اوخويندو مو نوموړي علم لوست که يا؟

که غواړو چې سالم چاپيريال چې موږ يې په رسنيو کې کښته پورته کوو برابر شي،څه وخت? اوڅوک يې برابر کړي? آيا دا دنظام دمديرانو مسؤليت ده که ولس حتمي اوطبعي ده چې د لومړنۍ طبقي وظيفه ده

لهذا بايد مردانواره اعتراف وکړو چې دښځو دد تعليم او په عمل کې دهغوی دحقوقو په ورکړه کې مقصر يو.

که تر وسه دتعليم دحصول په بهانه ډېموکراټو نظامونو دښځو حقوق تلف کړي وو چې داناثو طبقه به يې هڅوله زدکړي وکړي خوکله چې به ښځو تعليم ته مخه کړه نوموړي نظامونو به دهغوی اساسي حقوق تروړل او له اسلامي لارږښونو يې پردۍ کولي،

نن بايد اسلامي نظام د تعليم دحصول په بهانه دښځو حقوق ضايع نه کړي، دالله معرفت دټولو ديني مکلفيتونه پيږندل، ميراث، مهر، انتخاب الزوج ، تشبث او طبابت چارې مخته وړل ټول تر تعليم موقف دی که هغوی دتعليم له نعمته بي برخي شي مذکور ټول اومور يې تروړل کيږي څوک چې خپل حق نه پيږني غو ښتنه يې په کوم اساس وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx