افغانستان

په ختیځ کې د ایساف یو عسکر وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان په ختیځ کې یو بهرني عسکر تر ژوبل کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې اړه د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چې د ایساف یو عسکر د وسلوالو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې لومړی ټپي شو، او بیا یې د همدې ټپونو له کبله نن د چارشنبې په ورځ ساه ورکړه.

په خبرپاڼه کې نور تفصیل نه دی راغلی، او نه هم په دقیقه ښودل شوی چی پيښه چیرته رامنځته شوې، او نه د وژل شوي عسکر د تابعیت په اړه څه ویل شوي دي.

ایساف خپل د مطبوعاتي تګلاري له کبله نه غواړي چې د وژل شویو عسکرو د تابعیت په اړه څه نشر کړي، او له همدې وجي د پيښي دقیق ځای نه په نښه کوي، ځکه چې د وژل شوي عسکر تابعیت ځینی معلومیږي.

د ځینو غربي سرچینو د راپور سره سم د روان کال د پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۵۷ تنو عسکرو وژنه تایید کړې، چې په هغو کې ۴۰ تنه امریکایان، ۶ برتانویان او ۱۱ تنه د نورو هیوادونو تابعیت لرونکي فوځیان دي.

یاده دې وي چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې اوږده او ورسره جوخت د ځینو شویو ټولپوښتنو په پایله کې د امریکا دولس یوه ناخوښه جګړه بلل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x