ادبي لیکني

لنډه کیسه (مهاجرې سلګۍ)

لیکوال: رحمت الله حکیمي

درز شو، بجیان راټول او وړو وړو سلګیو واخیستل له ځان سره مې وویل هسې نه دا ځل زموږ سرای ته ګولۍ راشي. شېبې وروسته د بچیو پلار په ګردونو خړ پړ، ټوپک او ګردنۍ تړلی کور ته راننوت. ناره یې کړه.

ـ ښځې ارامي ده، بچیان ښه دي.

ـ ما ویل ارامي ده، سړیه نور مه ځه، ماشومان بېرېږي، د شوروي مزایلو بیخي وینې را کې وچې کړې. باتور وویل:

ـ تشویش مه کوه، انشاالله وطن به ازادېږي، نصرت د مومنانو دی.

ماشومان حویلۍ کې وو ناڅاپه بل درز شو، په تورو لړو کې یو له بله ورک شوو ، ګورو چې احمد زوی مې پړمخې پروت دی، ور منډه مې کړه، چې د وره له تدرۍ وروسته مې په پرېکړي لاس پښه ولګېده، د خړو او تورو لړو په منځ کې د احمد او محمود آه والوته.

د سرو لښکرو سرو ګولیو په وطن سور اور جوړ کړی ؤ. شپې ورځې مې په دردونو، اوسیلو او اوښکو تېرېدلې. د باتور اکا او ببو سلا په دې راغله، چې هجرت وکړي. د سهار په خړه کې یې تلتک، بستره بال او بچ موټر ته بار کړل، د مهاجرت لپاره ګاونډی هیواد پاکستان غوره کړ. د تورخم په لور یې حرکت وکړ، په څو مهاجرو اوښکو یې د ماهیپر په سر له سوي کابل جان سره مخه وښه وکړه. د تورخم نه د اوښتلو په وخت کې یې د پاکستان را روان منتونه یې سترګو ته ودرېدل. په سپېره، زېړ زبېښلي رنګ د تورخم په دروازه ور ننوتل، هر عسکر او تاڼې به د مهاجر په نوم غږ ورته کولو. د مهاجرینو په کمپونو کې یې واړول. باتور اکا په ډېرې خوارۍ او تکلیفونو په ویره او ډار یوه ګولۍ مړۍ اولادونو ته پیدا کوله. ببو به د اولادونو پالنه کوله. په دېرشو کالونو کې باتور اکا او ببو ایله دومره وکړل، چې یو ووړ کور ځانته جوړ کړي او په خپلو دریو اولادونو تعلیم وکړي. په بازار او سړک به چې د هر فوجي سره مخ شول د مهاجر په نوم به یې بیځایه ستغې او له زوره ډکې غوږواندې ورکولې. په پارک، تفریح ځای، کلي او کور کې په ښه زړه او خوشحالۍ نشوای ګرځېدلای. د پنچاب تور او له زجره ډک منتونه یې په سر اخیستي وو.

شپې ورځې تېرېدې، یوه شپه باتور اکا او ببۍ له خپلو اولادونو او لمسیانو سره ناست ؤ، چې د مهاجرو په اړه د پاکستاني صدراعظم زهرجنې خبرې په تلویزون خپرې شوې چې په دغه ځانګړي ضرب العجل کې به ټول افغان مهاجر له پاکستان څخه په زور شړو . باتور اکا او ببو سوړ اوسیلۍ وکیښ.

تشویشونو او اندیښنو ارام ته نه پرېښودل . سهار ګوري، چې پاکستاني فوځ له لوډرو سره ساحې ور ننوتل. دوی ډېرې زارۍ او نالې ورته وکړې.

ـ باتور اکا وویل: دومره صبر وکړئ، چې خپل جایداد، کور کالي راټول کړو بیا به لاړ شو، مګر ډبر زړي او مکر جن فوج یوه دقیقه صبر او حوصله نه کوله. د لوډرو خولې یې د کور په دیوالونو کې ورخښې کړې. ببو او باتور اکا ایله دومره وکړل، چې یوازې خپل ځان، اولادونه او لمسیان له کوره را وباسي. وروسته یې په دوړو کې لت پت کالي راټول کړل، هلته لرې یې کوټه کړل، یوه لارۍ یې په کرایه ونیوله او کالي یې ور بار کړل. سلو اندېښنو او تشویشونو په مخه کړي وو، چې هلته په افغانستان کې نه کور لرو، نه جایداید، ګوزاره به څنګه کوو؟ کله کله به یې د وطني مینې پیریانو په شونډو وړه موسکا راوستله، په ډېرو معصومو، نه تمامېدونکو، مهاجرو اوښکو او سلګیو له خپل کنډر او کنډواله کور سره مخه ښه وکړه، د کابل په لوري یې حرکت را وکړ. د تورخم له دروازې څخه د راوښتلو سره سم یې د اسلامي فوځ په سرسپارلو سپاهیانو او چارواکو سترګو ولګېدې، چې دوی ته یې د هرګلي ګلونه په لاسونو کې نیولې وو.

د امید ساه په کې وچلېده، ګوري چې حکومت د ژوند کولو تدابیر ورته نیولي وو. باتور د تورخم د مهاجرینو په کمپ او ځانګړي موقتي خیمه کې وطني ساه ویسته ببو ته یې وویل اوږې مې سپکې شوې، دلته مې په یقیني ډول ځان باتور باتور کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx