ټولنیزه برخه

شخصيت جوړونه!

ليکوال: محمد حامد وطن

د يو ځوان په صفت بايد تاسو د تاند او هڅاند شخصيت لرونکي واوسئ!
دا ځکه تاسو بايد خپل شخصیت داسي جوړ کړی تر څو نور وهڅوئ! او د هڅوني دا لړۍ د يو بريالۍ ټولني جوړېدو جوګه کېدای سي.

که غواړئ! په ټولنه کي د ښه شخصيت لرونکي واوسی نو ځيني دا لاندي کړني حتماً ترسره کړی.

۱: د مثبت فکر او مثبتي مشورې څښتنان اوسئ!

کله چي تاسو هرڅه ته د مثبت اړخ څخه ګوری او هر چاته مثبته مشوره ورکوۍ؛ خلک ستاسو اړوند د لوړ باور لرونکي جوړيږي.
که منفي مشوره ورکوی؛ زيانونه يې ورته بيان کړئ! خو وروسته بيا هم ورته ووایاست چي ته يې هم په خپل فکر ژور وڅېړه! ډاډه اوسی تاسو به دوی ته په مثبت ډول منفي مشوره ورکړې وي.

دا هغه عادت دی چي ستاسو ملګري او ټول هغوی چي تاسو پېژني ستاسو سره د خپلو مشکلاتو شريکولو ته هڅوي او ستاسو قدر او عزت د دوی په وړاندي لوړوي.

۲: پاکوالي ته پوره توجه وکړئ!

په ضاهري ډول مو ځان په پوره ډول پاک وساتی؛ په خاص ډول جامې. په زړو جامو مه شرمېږئ!

زړې جامې واغونده مګر پاکي يې وساتئ!

خپله خوله په ورځ کي لږترلږه يو ځل ومينځئ!

دا ځکه د خلکو سره د خبرو په حالت کي ستاسو د خولې بوی ستاسو د يو بد خاصيت په ډول ستاسو نمايندګي کوي.

۳: ږیره مو غټه کړئ!

۴: د عينکو، خولۍ، لنګوټې او عطرو څخه ګټه واخلئ!

ډير مهم څه ستاسو د بدن خوشبويي ده!

ستاسو د يو غوره او با مسؤليته شخصيت نمايندګي کوي.

۵: خبري لږ وکړئ؛ خو داسي خبري وکړی چي نور ستاسو د خبرو اوريدو ليوال واوسي!

په هغه څه وږغېږئ! چي د خلکو او ټولني اړتيا ده.

مه بېرېږئ! ډاډه خبري وکړئ! او پر ځان باور ولرئ!

۶: الله ج ته ځان تسليم کړی؛ تر څو ټوله نړۍ ستاسو تابع سي!

په ورځ د الله ج ذکر او د قرآن کريم تلاوت حتماً وکړئ!

۷: خپل د غلطيو اورېدلو ته ليوال اوسئ!

د ټولو څخه غوښتنه وکړئ؛ تر څو ستاسو ټولي غلطۍ يا نيمګړتياوي درته په ګوته کړی.

۸: خپل ځان نورو ته ښه مه معرفي کوئ!!

پرېږدۍ چي ستاسو پورته ټول خاصيتونه ستاسو د ښه معرفت جوګه سی!

۹: ځان په نوښت عادت کړئ!

د نورو کاپي کول هر څوک کولای سی!

تاسو هغه څوک واوسی چي نور تاسو کاپي کړئ!

۱۰: د غوره لهجې لرلو لپاره زياته مطالعه وکړئ! او د نورو خبرو او ويناوو ته غوږ ونيسئ!

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx