نظــر

ایران به تر څه وخت پوري د فلسطیني مقاومت ملاتړ وکړي؟

ایران به تر څه وخت پوري د فلسطیني مقاومت ملاتړ وکړي؟

ابو عمر خطاب
لسګونه کاله ووتل چي د فلسطین د مظلوم ولس او غاصبو اسرائیلو تر منځ اخ او ډب روان دی چي په دا وروستیو کې د فلسطیني مقاومتګرو جبهاتو له لوري په یهودي غاصبینو باندي پراخ تعرضې عملیات ترسره شول، اوس دي ته راځو چي ولي په ناڅاپي توګه دا عملیات شروع شول ؟ ولی اوس؟ ؛ دا ځکه چي ناټو کله په افغانستان کي د اسلامی امارت لخوا وځپل شوه او د افغانستان د جغرافیې څخه په مکمله توګه ووتل نو د نړی په کچه یو لړ بدلونونه رامنځته شول چي د هغي له جملي څخه د بعضي هیوادونو په بهرنيو سیاستونو کې بدلون ته اشاره کولی شو چي د هغي له ډلي څخه ایران هم دی. ایران په سیمه کي یو له هغو هیوادنو څخه دی چي غواړي په نړيوال سیاست کي اغیزمن رول ولوبوي دوی یو ډیر عجیبه سیاست لري دوی د شرق او غرب سره په توازن خپل سیاست پرمخ وړي ظاهرا د غربیانو سره د ډغرو او تقابل تظاهر کوی خو په حقیقت کي خپل ټول سیاستونه د هغوی سره په همغږی ټاکي خو غربیان هیڅکله هغه خلک خپلي مخی ته نه پریږدي چي د دوی په خبرو غوږ ګروي ځکه هغوی چاته دا اجازه نه ورکوي چي د دوی پر وړاندي څوک سر راپورته یا د دوی د منافعو لپاره خطر جوړ کړي یا دا چي غربیان په خپلو ګټو کي شریک نه غواړي بلکه دوی دوست او دښمن ټول د خپلو ګټو لپاره کاروی نو اوس به راشو د فلسطین قضیې ته ایرانیان که هر څومره د غربیانو د ډغرو ندي خو د ځیرکتیا او چالاکی څخه ښه ګټه پورته کوي دوی خپل قوې سیال (صدام حسین) په امریکایانو ووهو ، د سوریې جهادي تنظیمونه یې په امریکا وځپل او اوس به نو د فلسطین جهادي خوځښتونه په اسرائیلو او امریکا وځپي ایران به هیڅکله د امریکا او د هغوی د متحدانو سره په جګړه کي ښکیل نشي خو دوی دواړه د خپلو قدرتونو د توازن په پار یو بل کاروي ایران د فلسطیني مقاومتګرانو په یوه اندازه اکمال هغوی په اسرائیلو باندي د پراخو عملیاتو لپاره وهڅول او دا کار یې بریالی شو خو په مقابل کي یې اسرائیل هم ورته بیدار کړي وو چي نقشه په داسي شکل ده تاسي به هم داسي کوئ دوی(ایران) په اسرائیلو باندي فلسطینیان وځپل او دا هڅه به یې تر هغه مهاله دوام وکړي چي فلسطیني جهادي حرکتونه ښه له پښو ولویږي د جګړي په بهیر کي د لبنان او سوریې شیعه ځواکونو چي د ایران لپاره نیابتي جګړي پر مخ وړي د اسرائیلو سره کله کله پنجه لګوي خو د دوی دا کار ډیری وخت نمایشي وي دوی غواړي چي د ورکړل شوي پلان سره سم ځانونه فلسطیني سنی مذهبه مقاومتیانو ته ورنیژدي کړي خو دا نیژدي والی به هغه وخت ډیر شي چي کله د فلسطنیانو د مقاومت صفونه تارمار شوي وي بیا به نو د هغوی ځای شیعه ملیشې ونیسي دا به هغه وخت وي چې ایران او اسرائیل به د صلحی او مذاکراتو میز ته د راتګ لپاره سلا مشورې کوي بیا به په فلسطین باندي حاکمي شیعه ملیشي د اسرائیلو سره صلحه وکړي او د تل لپاره به د دوی ستونزه حل شي بیت المقدس کي به اسرائیل او شیعه ملیشي حاکمي وي دوی بیا په خپل منځ کې د یو بل سره ستونزه نه جوړوي خو د ایران فایده به دا وي چي هلته به د دوی د حاکمیت خوب په حقیقت بدل شي عربي نړی به نوره هم انزوا ته یوسې او د فاطمي خلافت لپاره به دوی یو ستر ګام پورته کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx