ټولنیزه برخه

ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون نړيوال کنفرانس پای ته ورسېد

نن ټکی آسیا (سه‌شنبه د سلواغې ۲۴مه ۱۴۰۲) د لوړو زده‌‌کړو وزارت په لار ښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربه‌توب د اقليم بدلون درې ورځنی نړيوال کفرانس پای ته ورسېد.
په دغه کنفرانس کې د امريکا، بريتانيا، پاکستان او هند په ګډون د افغان استادانو او څېړونکو شاوخوا ۲۵۰ مقالې رالېږلې وې، چې تر شلو پورې يې د بهرنيو څېړونکو وې.
د کنفرانس په لومړنۍ ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال سربېره د کابینې ګڼو غړو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د کنفرانس بهرنيو او کورنيو څېړونکو او د اسلامي امارت مسؤولينو پر نړيوالو او صنعتي هېوادونو غږ وکړ، چې د چاپېريال ککړتيا کې د افغانستان ونډه د نشت برابر ده او په مقابل کې دغه بې وزله هېواد د هوا ککړتيا تر ټولو ډېر اغېزمن دی.
د دغه کنفرانس امريکايي ګډونوال او څېړونکي جاناتن نيلا وويل، چې افغانستان ته په راتلو ورته روښانه شوه، چې افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس له سر تاسري ثبات او امنيته برخمن دی او که د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي، نو په لنډ راتلونکي به کې افغانستان د اقليم بدلون په شمول په ګڼو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان يو بې وزله هېواد دی، چې د چاپېريال په ککړتيا کې برخه نه لري.
د ښاغلي جاناتن سربېره ګڼو څېړونکو او د افغانستان اسلامي امارت مسؤولينو له صنعتي هېوادونو وغوښتل، چې د اقليم بدلون له امله افغانستان ته د اوښتو بې ساري زيانونو بدل ورکړي.
امريکايي څېړونکي زياته کړې، چې دا مرستې خيرات نه، بلکې د افغانانو حق دی، چې بايد له توپير او تبعيض پرته ورکړل شي.
د دغه کنفرانس بل ګډونوال او څېړونکي يمني الأصله بريتانوي دوکتور حامد الشينجي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغانستان د اسلام امتياز لري او کولای شي، چې د اوبو مهارولو سربېره راتلونکو نسلونو لپاره په ګڼو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې ولري او خپل هېواد کې د اقليم بدلون په اړه مناسب ګامونه واخلي.
د اقليم بدلون دغه نړيوال کنفرانس په درېيمه او وروستۍ ناسته د ګمبيري دښتې په تيستو ناکامورا پارک کې نيول شوې وه.
د کنفرانس سمبالوونکي وايي، چې دغه پارک له اقليم بدلون سره مستقيما اړيکې لري او له همدې امله يې د پروګرام وروستۍ ورځ لپاره همدا پارک خوښ کړی و.
د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخوا او د ننګرهار پوهنتون مسؤولينو د ټولو راغلو استادانو، څېړونکو او سمبالوونکو د هڅو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکو وختونو کې هم دغه ډول علمي او څېړنيز کنفرانسونه جوړ شي، پایلې يې له اسلامي امارت سره شريکې شي او د عملي کولو لپاره يې پر لارو چارو کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الله

همدا خپل چی اسلامی امارت بندونه او چیک ډیمونه جوړه وی دا قلیم په بدلون ډیر مثبت تأثیر لری الله ج دی لا توفیق ورکړی. الله دی بهرنیو مرستوته نه اړ کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx