ادبي لیکني

پښتو شعر او قومي هویت!

دادمحمد ناوک

عنوان پراخ دی او د یوې مدللې او ژورې څېړنې موضوع ده، چې بل وخت څېړل کېدای شي، دلته ماته د اباسین یوسفزي صاحب یو بحث مخې ته راغی، چې پکې له امیر کروړ تر خوشحال بابا یې په پښتو شاعرۍ لنډه رڼا اچولی او له خپل مزاج سره سم یې هڅه کړې چې د دې سلامتي نږدې دوه دورې شاعرۍ بنیاد قوم پرستي یاده کړې او مرکزي ټکی او پیغام يې قوم ته بلل وښيي.

ممکن په ځینو شعرونو یا شاعرانو کې ځينې داسې ځانګړنې موجودې وي خو د استدلال ډ ېره برخه پخپله د مبصر او کره کتونکي نظریه ده، چې کوشش کوي د هغوی شعرونو ته قومي رنګ ورکړي یا يې قومپالنې ته مایل وښيي.

دا نظریه سیاسي حالاتو ورکړې او د پښتونخوا په معاصر سیاسي وضعیت کې دوی د رابللو، یو کېدلو او د خپل حق غوښتلو لپاره قومي شعار د دې وړ وباله چې پایله به ورکړي، خو د فرضي کرښې دې اړخ ته بیا پر قومي عصبیت ټينګار د سلیمان لایق په قول له دې امله دی، چې پښتون ځپل شوی او ټکول شوی ډېر دی، ځکه خو يې شاعران هم پر لپسې مخاطبوي؛ خو ځينې نور يې بیا علت دا نه بلکې د ځينو شاعرانو فطري «قوم پرستي» ښيي.

یوسفزي صاحب حتی د امیر کروړ حماسه هم پر قومي حس ولاړه وګڼله او د بیټ نیکه رحمه الله دعا يې هم نېغه له قوم پرستۍ سره اړیکه کې یاده کړه.

د ژبې پرمختګ او د خپلې ژبې لپاره د کار کولو په موخه حتمي نه ده چې هرو مرو دې يې په قومي حس وکړو او غیر مستقیم دا تلقین وشي چې که څوک زموږ په ژبه غږېږي ښه خلک دي او څوک چې زموږ له قوم د باندې دي سم نه دي؛ بلکې د خپل فرهنګ او خپلې ژبې لپاره کار داسې هم کېدای شي چې خپله ژبه له علمي اړخه داسې بډایه کړو چې حتی مخالف يې زده کولو ته اړ شي، د داسې پیاوړي اقتصاد او سیاست ژبه شي چې پکې کار کول يې د ذلت حس ونه لري.

خو دا چې موږ خپل هنري تولیدات، ادبیات او حتی د دې ادبیاتو تاریخي سیر وچ په وچه له دې امله په قومي رنګ رنګوو چې خپلې قومي نظريې ته هنري استدلال، تاریخي قوت او پیاوړې مخینه پیدا کړو؛ له یوه منصف کره کتونکي سره نه ښايي!

زموږ په هېواد کې دیني زده کړې لا تر اوسه هم په فارسي متونو متکي دي او عصري زده کړې خو بېخي په دې وروستیو کې را پیل شوې، ځکه خو که زموږ ادیبان و، که زموږ لیکوال او د فکر خلک ټولو دیني زده کړې کړې وې یا له دیني حلقو سره نږدې پاتې شوي و، له دې امله چې هغه وخت کې لوستي خلک یوازې همدا دیني طبقه وه؛ ځکه خو د فکر، قلم او لیکوالۍ اساس هم همدوی ایښی دی، تاسې که په معاصر وخت کې هم د پنځو ستورو یا له هغوی پرته د نورو نوموتو لیکوالو او شاعرانو ژوند لیکونه واړوئ نو یا پخپله دیني علما دي، یا د دیني علماوو کره زېږېدلي او پالل شوي دي.

زموږ په دې معاصر تاریخ کې په هېواد کې د پوهانو لومړنۍ ټولنه ملایانو رامنځته کړه، دا ټولنه د کابل د چوب فروشۍ مدرسې ملایانو او د حبیبیه دارالعلوم استادانو د امیر شیرعلي خان حکومت ته وړاندیز کړه او وروسته يې په ۱۹۰۵ز کال کې د سراج الاخبار افغانستان لومړۍ ګڼه خپره کړه. د دې ټولنې مشر ملا عبدالروف خاکي کندهاری او منشي يې ملا احمد جان الکوزی تاجر و، د سراج الاخبار مشر ایډیټر ملا عبدالروف خاکي کندهاری، مرستیال يې ملا نجف علي خان، محرر يې ملا محمد سرورخان او سمون‌چاری يې قاري نیک محمد و. «جنبش مشروطیت افغانستان، علامه عبدالحی حبیبي، چاپ ۱۳۷۲ش»

د لیکلو اسنادو له مخې امیر کروړ لومړنی پښتون شاعر دی چې د پټې خزانې له برکته يې تر موږ د شعر نمونه را رسېدلې او د شعر برخه کې د نظر خاوندان پر دې باور دي چې له پخته ګۍ يې ښکاري چې په شاوخوا ۱۳۹هجري قمري کې د دې اوسېدلي غوري مشر دا شعر به لومړنی نه وي بلکې پښتو شعر به تر دې وړاندې هم اوږده زمانه وهلې وي.

هغه د وخت له روان سره مطابق حماسي شاعري کړې او په ټوله حماسه کې يې د قومي غلبې کوم څرک نه لګېږي، ځکه که داسې تعبیر شي چې د امیر کروړ په حماسه کې «زه» د قومي هویت ټولنیز ضمیر دی، بیا يې نو په زابل، کابل او نورو سیمو کې د نه موجودیت اظهار تاریخي ټکر رامنځته کوي او که له «زه» نه موخه د هغه خانداني او قبیلوي هویت را واخلو، نو بیا هم موږ ته تاریخ وايي چې د غور د وخت حکمراني له روم سره کوم ټکر څه حتی اړیکي نه لرلې؛ ځکه خو تر دې چې د امیر کروړ حماسي ته قومي رنګ ورکړل شي، بهتره به دا وي چې دا د مسلمان هویت غږ وبلل شي.

په تاریخي لحاظ قوم ګرايي وروسته له هغه په اروپايي تهذیب کې اوج ته ورسول شوه چې دوی له مذهبي یووالي کرکه وکړه او دین يې د عبادت ځایونو په څلور دېوالي کې محدود کړ؛ بیا يې نو د را ټولېدو لپاره بدیله لار قومي هویت وټاکه او دا يې پخپل وخت کې د بشري ټولنې لپاره د خلاصون او راحت یوازینۍ لار تلقین کړه؛ نو د قوم‌ګرايۍ تر نظريې څو پېړۍ وړاندې یو مسلمان پښتون شاعر په دې نظریه تورونول تر وخت وړاندې خبره ده؛ د دې تر څنګ هغه وخت واضح پخپل شعر کې وايي:

زما د توری تر شپول لاندی دی هرات و جروم
غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو یم په روم
له ما اتل نسته

دلته د «زه پېژندو یم په روم» غږ زموږ پورته ادعا لا تقویه کوي چې امیر کروړ د یو فرد په حیث نه؛ بلکې د مسلمان هویت په نوم غږ پورته کوي او دا د هغه وخت روان طرز فکر و او امیر کروړ چې طبعاً لوستی کس او د اشرافو له طبقې و، له خپل تاریخه ناخبره نه و.

په معاصره دوره کې د حضرت حمزه بابا رحمه الله په اړه هم د هغه ګڼ اشعار داسې تعبیرېږي چې ګواکې کلک نشنلیست و خو په داسې حال کې چې هغه د تصوف په برخه کې حتی نورو ته وظیفې ورکولې او «مکتوبات حمزه» نه يې تاسې نه یوازې د عملي بلکې د تیوريکي تصوفي پوهې درک هم لګولی شئ او تصوف کې ټینګار پر همدې دی چې حتی ځان لا فنا وګڼل شي، دا خو لرې خبره ده چې د معاصر نشنلیزم پر بنیاد دي د خپل قوم د هر عمل لپاره د ښو ښوودلو هڅه وشي!

د دې تر څنګ زموږ کره کتونکي او مبصرین ډېری په عین حال کې هم د نشنلیزم دعوه پر مخ وړي او هم د ټریبلیزم ښکار دي، دوی ادعا کوي چې د «افغان» په حیث د قوم پرستۍ توغ يې هم پورته کړی، خو چې کله په افغانیت کې د ننه پر پښتونولۍ ټینګار وکړي دا هم نشنلیزم تعبیروي، په داسې حال کې چې دا د ټریبلیزم یو ډول دی او مشخص هویت لري.

حضرت حمزه بابا رحمه الله «د حجاز په لور» یون لیک کې د خپل دې بیت:

حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلو سره ځم
تشریح کړې او هغه تعبیر يې چې ځينو همدا بیت د نشنلیزم په ملاتړ تشریح کړی ناسم بللی، که يې سړی خلاصه را اخلي، بابا ته تر دیني کرښو، باورونو او ارزښتونو خپل قوم لوړ نه و، هغه کوشش کړی چې قوم په دیني رنګ ورنګوي، نه دا چې دین ته قومي رنګ ورکړي، دا يې له شفاهي روایاتو او د ملګرو له خاطرو هم معلومېږي چې هغه ته بېخي دا د منلو نه وه، چې پښتون هم په بل دین کېدای شي!

یو وخت مصطفی سالک صاحب یوه تبصره کې حضرت حمزه بابا رحمه الله «مسلمان نشنلیست» یاد کړ، چې ښايي تعبیر به يې همدا و، چې دی په دیني باورونو او ورورولۍ کې قومي هویت له لاسه نه ورکوي؛ خو دا ترکیب «مسلمان نشنلیست» د نشنلیزم له مفکورې، تاریخي سیر او بنسټیز اصولو سره سم نه راځي. نشنلیزم ټولو پدیدو ته له قومي سترګیو ګوري، ګټه او تاوان، ښه او بد او حتی روا او ناروا پر همدې قومي ترازو تلي، دا چې د قوم معیارونه څومره معیاري دي، اساس يې څومره پوخ دی او کله بدلېږي بېل بحثونه دي، چې د دې قومي ترازو لړزاند حالت راښيي، دا مفکوره لومړی ځل د اولسمې پېړۍ په وروستیو او د اتلسمې په لومړیو کې فرانسوي لیکوالو ژان ژاک روسو او مونتیسکو را پورته کړه، چې وروسته په امریکا کې جفرسون او انګلستان کې ګلادستون هم همدا توغ پورته کړ.

په پښتو شاعرۍ کې که د قوم نوم یادېږي، د قومي بیدارۍ غږ کېږي یا قوم ته خطاب شوی دی، په دې باید تعبیر نه شي چې د نشنلیزم تور پرې پورې شي، بلکې دا هغه اصل ته رجوع ده، چې «الحق للقریب ثم للبعید» یا هم حتی د حق په بللو، منلو او الله جل جلاله ته په دعوت کې او د دې دعوت د تقويې په موخه «و انذر عشیرتک الاقربین» دی؛ دا هغه قومي رنګ نه دی چې عربو به ویل: «انصر اخاک ظالماً او مظلوماً» بلکې همدا اصل داسې تعبیر شو، چې د خپل ظالم ورور مرسته داسې وکړئ چې له ظلمه يې لاس ونیسئ، دې کې هم له هغه سره خواخوږي ښوودل کېږي، هم وروري ساتل کېږي او هم حق «د مظلوم دفاع» تر ورورۍ پورته معرفي کېږي!
۱۴۰۲/۱۱/۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx