نړۍ

چین کې په فساد تورن چارواکی په اعدام محکوم شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳): د چین خبري سرچیني خبر ورکوي، چې د دغه هیواد په پلازمینه بیجنګ کې یوې محکمې په فساد تورن چارواکي باندې چې د اورګاډو په وزارت کې يې دنده تر سره کوله، په اعدام محکوم شوی. تورن کس د فساد له کبله لومړی د خپلي دندې څخه ګوښه کړل شوی او بیا محکمې ته سپارل شوی و.
د ون چینګ لیانګ په نامه دغه چارواکی د چین په لویدیځ کې د یوه ښار د یوه محلي مدیر په توګه کار کاوه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د خپلي دندې څخه په کار کې د ناغیړي له کبله لیري شو، او په فساد تورن شو.

د شینخوا په نامه چینائي خبري اژانس لیکلي، چې پر نوموړي تور و، چې ۲۰ ملیون یوان ( ۳.۳ ملیون ډالره) د رشوت په توګه اخیستلو تور وو، چې نوموړي د خپل دندي پر مهال او د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ پورې د پټلیو د غځولو شرکتونو څخه اخستی و.

د محکمې له پریکړې سره سم به په بندیخانه کې د نوموړي چلند ته کتل کیږي، که دوه کاله پوري یی چلند سم وو، نو بیا به یې حکم کې لږ تخفیف کیږي او په عمر قید به بدلیږي.
سرچېنه زیاتوي، چی د نوموړي په حق کې دغه شرط وروسته له هغه ولګول شو، کله چې دولت په دې وتوانید، چې په رشوت کې تسلیم شوي ټول اموال بېرته تر لاسه کړي او حکومت ته یې وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x