دیني، سیرت او تاریخ

کله چي د یو مسلمان د دین سره رابطه وشکیږي

قاری فیروز

کله چي د یو مسلمان د دین سره رابطه وشکیږئ، نو بیا هره څه د دنیا، خپلو خواهشاتو او شهواتو لپاره ترسره کوی، تر هر څه راحت او کسالت خوښوی، دنیا صرف د شهواتو لپاره جمعه کوی، تعلیم یواځي د شهرت او دنیا لاسته راوړلو لپاره ترسره کوی، که لوړي چوکي او مقام ترلاسه ته ورسیږی، نو د شهواتو لپاره ئې استعمالوی، که په لنډ ډول ووایم د شهوت په مقابل کي د هر څه څخه تیریږی، او همدغه د مستشریقینو او تبشیریانو اصل هدف دی، چي په اسلامي نړۍ کي داسي یو نسل منځته راوړی چي تش په وینا کي مسلمان وی، نور ئي کردار، رفتار، فکر او ارزښتونه د خپلو خواهشاتو تابع وی، د بده مرغه تیر شل کلن کپیتلسټي باد چي کوم پدي وطن تیر سو، تر ډيره ‎‎ئې اثرات په ټولنه پریږدول او او تر ډيره وخته به ئی اثرات پاته وی، کار ديته روان وو چي د خلکو ذهنونه ماده پرسته جوړ کی، او هر څه خپل د ماده پرست ذهن په رڼا کي وسنجوی، او تحلیل ئې کړي، د اسلام تقاضا او هدف دادئ چي د اخرت د فکر سره د دنیا په ټولو برخو کي د اسلامي اصولو په چوکاټ کي پرمخ ولاړ سو، تر څو غیرمسلمو ته دا وروښیو چي په ساینس او ټیکنالوژي کي پرمختګ زموږ لار ده، ځکه د اسلام مبارک دين موږ ته د الله پر مخلوق باندي د نیکي کولو او په مځکه کي د امن د قایمولو او د اسلام ریښتیني دین ته د الله د مخلوق په دعوتولو باندي توصیه کوی.

مسلمان ځوان باید د یو غازي د ژوند او د یوه شهید د مرګ هیله ولری، او په زړه کي د ایمان او یقین داسي ډیوه بله وساتي چي د لار ورکۍ او تیارو توپانونه ئی مړه نه کړای سی، د اولسونو د خپلواکي او عزت تاریخ د نومورکو مجاهدینو پر وینو او خولو لیکل کیږي، او دا نومورکو مجاهدینو د تاریخ په مختلفو پړاوونو کی اسلامي امت د عزت او برم لوړو پوړیو ته رسولئ د مسلمان د ژوند هدف د مسلمان تر ژوند ډير لوړ دی،

نن د اشغال په مقابل کي سپیڅلي شهیدان زموږ په منځ کي نسته، خو د هغوي سپیڅلي ارواوي نن هم موږ وینئ، که موږ نیکي هیرونکي نه وؤ، نو موږ باید هیڅکله دا هیر نه کړو، چي دهغوۍ د سترو قربانیو یو هدف وؤ، هغوي ددي لپاره قربان سول، چي د خدای پر مځکه د خدای قانون نافذ وی، افغانستان د اولس د شهیدانو امانت دی، راځئ دا ژمنه وکړو چي موږ به پدې امانت کي خیانت نه کوو، هغوی په خپلو وینو د اسلام ونه خړوبه کړه، او موږ به ئې بیرته د شمال خزان ته نه پریږدؤ، هغوی موږ د خپلواکۍ په نعمتونو سرلوړی کړی یو، موږ به د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د غلامی لعنت نه پریږدو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx