شعـــــرونه

شعر: مونږ مدام ورکړي ازادۍ ته خپلې سرې وینې

*لیک: اسرار سعید*

مــونـــږ مـــدام ورکړي ازادۍ ته خپلې سرې وینې
تـــــل مـــو بــــهــولي پــــه دې لار ولــې ولــې وینې

بېل به شي شهرت د افلاطون له نوم د عــــــــقل خو
بــــېل بــــه کــــله نـــشي حریت له پښـــــتنې وینې

ايښی مو میوند ته د سرو وینو خــال په ټــنـــډه دی
څـاڅي مو لاهــم د شاهـــــــــیکوټ له سردرې وینې

دا دافــــــغان خــاوره په اوبــــو خـــــړوبیدای نشي
ځــکه ورکـــــوو د انــــقلاب له سرې چیـــــنې وینې

کاڼــــــي ورېدله پـــــــرې له څوکې د پامیر پـــــرون
خود به یې سعـــــیده له ســـــرونو څـڅـېدې وینې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx