نظــر

اقلیمي بدلونونه او اغېزې یې

انجنیر جوادالله (جاهد)

اقليمي بدلونونه څه ته وايي؟

اقلیم د یوې سیمې د ټولو جوي پېښو منځني حدود دي چي په یوه ټاکلي وخت او ځای کې بېلابېلې ځانګړتیاوې غوره کوي. یا په بل مفهوم د یوې سیمې اقلیم د چاپېریال د حالتونو ترکیب دی، لکه خاوره، شینوالی، هوا او نور.

اقلیم یو داسې مفهوم دی چې د نړۍ د چاپېریال ټولې برخې په نظر کې نیسي او له همدې امله د نړۍ هېڅ برخه یو بل ته ورته اقلیم نلري.

د پورته تعریفونو په اساس اقلیمي بدلونونه د یوې سیمې د ټولو جوي پېښو په منځنیو حدودو کې د بدلون په معنا دي، د بېلګې په ډول د حرارت درجې لوړېدل یا ټیټېدل، د اورښتونو د اندازې کمښت یا ډېروالی، د شنو سیمو (کرنیزو ځمکو، ځنګلونو، څړځایونو او …) د ساحو کموالی یا ډېر والی.

د اقلیمي بدلونونو لاملونه:

د اقلیمي بدلونونو د شدت لاملونه ډېر زیات دي خو د کارخانو، کورنو او نقیله وسایلو او نورو مواردو لپاره له نفتو، ګازو او ‌ډبرو سکرو څخه د انسانانو استفاده یې د یادونې وړ دي.

کله چې دغه فوسیلي مواد سوځي، هوا ته ګخانه‌یي ګازات ازادوي، د یادو ګازاتو له ډلې یې عمده ګاز کاربن ډای اکساید (CO2) دي. هوا ته د ګلخانه‌يي ګازاتو ازادېدل د ځمکې د کرې د حرارت درجې د لوړېدو لامل کېږي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال د نړۍ د حرارت درجه د ۱۹مې پېړۍ په پرتله د سانتیګراد ۱.۲ درجې لوړه شوې او په اتموسفیر کې د کاربن دای اکسایډ اندازه ۵۰ سلنه ‌‌ډېره شوې ده.

د اقلیمي برخې متخصصین په دې نظر دي چې که غواړو د اقلیمي بدلونونو د بدو پایلو مخه ونیسو د نو د ځمکې د کرې د حرارات درجې د لوړېدو بهیر دې سست شي، یعنې تر ۲۱۰۰ کال پورې باید د ځمکې د کرې د حرارات درجې ګرموالی تر ۱.۵ ساتنيګرېډ پورې وساتل شي.

د دوی په باور که د حرارات درجې د لوړېدو د کنټرول لپاره د هیوادونو په کچه اړین اقدامات ترسره نشي کېدای شي د همدې پېړۍ تر پایه د ځمکې د حرارات درجه ۲سانتیګراډ لوړه شي.

د اقلیمي بدلونونو اغېزې:

د اقلیم پوهانو په نظر د حرارات درجې دومره لوړېدل به طبعي یخچالونه ویلي کړي او د سیندونو د اوبو د سطحې لوړېدو له امله به د میلونونو کسانو کورونه تخریب او له منځه لاړشي، دغه راز به ممکن د حیوانانو او نباتاتو ډېری انواع هم ضایع او له منځه لاړشي.

د هوا د ګرمېدو له امله به ممکن ډېری زراعتي ځکمې په شاړو ځمکو او بیابانونو بدلې شي، په یو شمېر سیمو کې به برعکس پېښې رامنځته شي، د بارانونو د اورښت له امله به سیلابونه راووځي، د مخ پر وده هیوادونو خلک به د نورو په پرتله ډېر زیانمن شي، ځکه دوی به له اقلیمي بدلونونو سره د توافق او ځان عیارولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د اقلیمي بدلونونو له امله اقیانوسونه هم د ګواښ له خطر سره مخ کېږي، د بلګې په ډول په استرالیا کې د «دیوره مرجانی بزرګ» له ۱۹۹۵ کال راهیسې د سیندونو د اوبو د ګرمېدو او اقلیمي بدلونونو له امله نیمايي مرجان له لاسه ورکړي دي.

په دې سربېره به د ځمکې د حرارات درجې د لوړېدو له امله په ځنګولونو کې د اورلګېدو پېښې رامنځته شي، په سیبري سیمو کې د یخ‌وهلو (کنګل) ځمکو د ویلې کېدو له امله به هوا ته ګلخانه يي ګازونه ازاد شي؛ چې له امله به یې اقلیمي بدلونونه را چټګ او شدید شي.

د یادې برخې د متخصصینو په باور که د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ونشي ممکن د ژوندیو موجوداتو (۵۵۰) نوعې له منځه لاړې شي.

د نړۍ پر بېلا بېلو سیمو د اقلیمي بدلونونو اغېزې؟

د اقلیم بدلون د نړۍ په ټولو سیمو یو شان اثر نه لري؛ بلکې متفاوت دي. ځينې سیمې به د یو شمېر نورو په پرتله ډېرې ګرمې شي، په ځینو سیمو کې به اورښت ډېر شي او ځينې نورې به بیا له سختې وچکالۍ سره مخ شي.

که د حرارت درجې لوړېدل تر ۱.۵ سانتیګراډ پورې ونه ساتل شي:

  • بریتانیا او اروپا به د سختو اورښتونو له امله د سېلابونو راوتلو له امله زیان وویني.
  • د خاور میانه (لویدځې آسیا) هیوادونه به سخته ګرمي تجربه کړي او ممکن زراعتي ځمکې به شاړو ځمکو بدلې شي.
  • په ارام اقیانوس کې پراته جزیره‌اي هیوادونه ممکن د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړوالي له امله په سیندونو کې ورک شي.
  • ډېری افریقايي هیوادونه ممکن له وچکالۍ او د خوراکي توکو له کموالي سره مخ شي.
  • استرالیا به له سختې وچکالي سره مخ شي.

د اقلیمي بدلونونو کنټرول

  1. د دولتونو په کچه لازم اقدامات:

د نړۍ هیوادونو توافق کړی چې له اقلیمي بدلونونو سره مقابله فردي نه؛ بلکې یوازې په ګډه ترسره کېدای شي، په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې د هیوادونو استازو ژمنه وکړه چې هڅه کوي د نړۍ د حرارات درجې لوړوالی تر ۱.۵ سانتیګراډ پورې وساتي.

دغه راز د بریتانیا په کوربه توب «کاپ ۲۶» غونډه کې د نړۍ د هیوادونو مشرانو په د ۲۰۳۰ کال لپاره د کاربن د کمولو پروګرام به خپلو هیوادونو کې وړاندې کړي.

ډېری هیوادونه دې ته ژمن شوي چې تر ۲۰۵۰ ام کال پورې خپل هیواد کې خالص کاربن صفر ته ورسوي، دا د امکان ترکچې د ګلخانه يي ګازاتو د خپرېدو د مخنیوي په معنی ده.

کارپوهان په نظر دي چې دا کار شونی دی؛ خو په دې شرط چې دولتونه، کارخانې او افراد لازم ستر بدلونونه رامنځته کړي.

۲.  د افرادو په کچه لازم اقدامات

د اقلیمي بدلونونو برخه کې لوی او مهم کارونه باید د دولتونو او کارخانو له خوا ترسره شي؛ خو پوهان وايي چې د خلکو په فردي ژوند کې یو شمېر کوچني تغییرات کولای شي د اقلیمي بدلونونو اغېزې محدودې کړي:

  • کم پروازونه وکړئ.
  • بدون ماشین زندگی کنید یا از ماشین برقی استفاده کنید.
  • له موټر پرته ژوند وکړئ، یا د امکان ترکچې له برقي ماشین آلاتو استفاده وکړئ.
  • در صورت نیاز به تعویض محصولات خود مانند ماشین لباسشویی محصولات کم مصرف بخرید.
  • د اړتیا پر مهال خپل کم مصرفه برقي محصولات لکه د کالاشویی ماشین او نور انتخاب کړئ.
  • د ګازي وسایلو پر ځای برقي وسایل وکاروئ.

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی

د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د تلې میاشتې په ۲۳مه په کابل کې د اقلیمي بدلون د نړۍوالې اونۍ نمانځ‌غونډه کې چې ډېری دولتي مسؤولینو په کې ګډون درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام (حنفي) صاحب وویل، افغانستان په نړۍ کې له اقلیمي بدلونونو څخه شپږم اغیزمن هېواد ګڼل کېږي او دا په داسې حال کې ده چې دلته د ګلخانه‌یي ګازونو د خپرېدو او تولید کچه ډېره ټيټه ده.

د نوموړي د څرګندونو په اساس، د اقلیمي بدلون موضوع نړۍواله ده او په کوم ځانګړي هېواد پورې اړه نه لري او دا د ټولو مسوولیت دی، په ځانګړې توګه د لویو اقتصادي هېوادونو، ځکه د ګازونو په تولید کې هغوی ډېره ونډه لري او د افغانستان په شان اغېزمنو هېوادونو سره باید همکاري وکړي.

بلخوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس حافظ عزیزالرحمن په همدې غونډه کې ویلي چې د اقلیم بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې اوس مهال یې ټول بشریت له ستونزو مخ کړی دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې د تودوخې زیاتوالی، دایمي وچکالي، د سېلابونو راوتل، د زراعتي تولیداتو کموالی، د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د ناروغیو ډېروالی، د بې‌وزلې او فقر زیاتېدل، داخلي کډوالي، د ځمکې او ځنګلونو ویجاړېدل او د ژوند تنوع له منځه تلل د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې دي چې په مستقیمه توګه یې بشري ټولنه او ژوند له ګواښ سره مخ کړي دي.

دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون مشر روح‌الله (امین) د ۱۴۰۱ هـ ش کال د لړم په ۱۸مه نېټه کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي و «يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له امله تر دوه ميليارد ډالرو پورې زيان اوښتی دی»

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په کچه طبيعي يخچالونه ۱۴سلنه ويلي شوي، د تودوخې درجه له ۰،۸ څخه ۱،۸ ته رسېدلې ، ۲۱ميليونه خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي او اورښتونه هم ۳۷سلنه کم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx