ادبي لیکني

د هیلو څرک‎

صابرجان محصل

د سهار لمر څرک وهلی ؤ د لمر وړانګې ښکاریدې او لمر لا نه ؤ راختلی، فضا صافه وه د ژمي سړې هوا او  یخنۍ مي اندامونه رپول د داسي سېمې میلمه ووم ، چي غرونو پرې احاطه کړې وه د غرونو په سرو  واورو سپین شال غوړولی ؤو او زه هم د غرونو د حلقې په منځ کي د لښتي په غاړه د پراتۀ کمرۀ په سر کیناستم غوښتل مي چي له ځان سره خبرې وکړم سترګې مي شاوخوا وغړولې او د خزان انځور مي مشاهده کړ ما سترګې په بل نیت غړولې وې خو فکر مې د خزان یوۀ عجیب او ښکلي انځور له ځانه سره یووړ  خزان زما په فکر کي بل قسم انځور ؤو زما په فکر کي د خزان تصویر داسي ؤو چي خزان بدرنګ دی، خزان په زړه سخت دی، خزان د ښکلا دښمن دی، خزان لوږه ده، یخني ده او ظالم دی د نباتاتو لپاره مرګ دی، او نباتات هغه څه دي چي د باقي نورو څاکښو ژوند پوري تړلی دی  په خیال کي مي د خزان بدرنګ انځور خپل فکر نه ؤ بلکي د پردي تقلید او تأثر اثرات ؤ د شاعرانو په شعرونو او نظمونو کي مو لیدلي ؤ چي هغوی به تل خزان غندلی او د بهار ستاینې به يې کولې ما له ځان سره د خبرو کومه موضوع چي ټاکلې وه او له ځانه مې کومې پوښتنې چي په ذهن کي درلودې هغه هیرې شوې او د خزان د ښکلا  په تماشه شوم، په خزان کي واورې او بارانونه د نورو فصلونو په نسبت زیاد اوریږي د ځمکې حرارت د ځمکې له سر څخه د ځمکې ګيډې ته ننوځي د حرارت په تبدیلي سره د ځمکې سر سوړ او تل یې ګرم پاته کیږي او د هوا حرارت هم  په خزان کي راټيټیږي ځمکې ته را لویدلې واوره د سړې ځمکې او سړې هوا تر منځ رو رو ویلې کیږي په ځمکه کي د یخنۍ  له وجهې درزونه پیدا کیږي او په ځمکه کي د اوبو د جزبولو قوه زیاتیږي په همدې ترتیب د ځمکې د تل اوبه راپورته کيږي د ژمي په تیریدو سره د غرونو د سرو واورې رو رو ویلې کیږي لښتي، نهرونه او بیا سیندونه ترې جوړيږي همدا سیندونه هوارو ځمکو ته ځان رسوي ځمکې خړوبوي دښتي،غرونه او للمې سمسوروي  د ځمکو په خړوبیدو سره فصلونه وده کوي او له حاصلاتو يې انسانان،حیوانان،مرغان خزندې او د الله تعالی نور مخلوقات تغذیه کیږي، د فصلونو وظیفوي ترکیب ته چي کتل کیږي خزان پکي د مور رول لوبوي په ځان سختۍ تیروي خو نورو فصلونو ته ښکلا، ګلان، میوې او د غنمو دانې وربښې، د انسان د ژوند فصلونه هم کټ مټ همداسي دي د انسانانو د ژوند فصلونه ماشومتوب، ځوانې کړاوونه او پیري هم همداسې مثالونه دي.

په افغانو هم تیر څلویښت کلن انقلاب د خزان په څیر تیر شو ژوند يې له یخنیو او سختیو ډک ؤ په ملیونونو شهیدان شول، کورونه يې وران شول، ځمکې يې شاړې شوې، نورو هیوادو ته مهاجر شول خو انقلاب افغانانو ته داسي څه ورکړل چي د نړۍ ډیر هیوادونه او ولسونه ترې بي برخي دي استقلال، شرعي قانون، ژمن اسلامي نظام او امنیت  هغه څه دي چي د نړۍ ډیری ولسونه ترې بی برخي دي موږ ته انقلابونو د خزان په څیر له یوۀ پلوه که کړاؤونه راکړي له بل پلو یې ډیر د ښه راتلونکي چانسونه هم راکړي .

لکه څنګه چي خزان نورو فصلونو او هوارو ځمکو ته اوبه ورکوي همدا اوبۀ او ځمکې یوۀ مټور او ځیرک دهقان ته ضرورت لري تر څو له اوبو او ځمکې څخه په ښې استفادې کولو سره د کال غوره حاصلات تر لاسه کړي.

زموږ په هیواد د تیر شوي خزان وروسته غوړیدلی بهار هم یوۀ مدبر ځیرک او خادم حاکمیت ته ضرورت لري اوسنی حاکم نظام باید د ولس او هیواد هر درد او زخم ته درمل شي،

په هیواد کي د ژبنې او سمتې تعصوبونه د ورکولو لپاره باید جدي هڅې وشي، د جهل تورې تیارې د علم په رڼو وړانګو روښانه شي،
په صحې لحاذ د ګاونډیو له احتیاج د خلاصون هڅې باید ګړندۍ شي،

ا.ا.ا باید ولس ته د ښو خدمتونو په وړاندي کولو سره د نظام بقا، د امنیت ټينګښت او روښانه راتلونکی تضمین کړي.

د ښاد او اباد افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx