نړۍ

د افغاني په قتل تورن د پاکستاني سر غوڅ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳): د سعودي رسمي سرچیني وايي چې نن ورځ په سعودي کې د هغه پاکستاني تابعیت لرونکي کس سر په توره باندي غوڅ شو، کوم چې د یوه افغاني په قتل تورن وو.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په یوه لاس په لاس جګړه کې د یو اوسپنیز توکي په واسطه یو افغانی قتل کړ.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه قاتل سر په توره باندی له تن نه جدا شو.

د قاتل په اړه ویل کیږي چې نوم یی محمد ایوب عجب خان وو، او افغانی مقتول په اړه ویل کې چې نوم یی خیر محمد ساز وو.

په نوموړي باندی د اعدام حکم د عسیر په نامه سیمه کې تنفیذ شو.

که څه هم دسعودي د کورنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې راغلې چې دغه وژل شوی کس پاکستانی دی، خو ځینی سرچیني وایی چې وژل شوی کس هم اصل کې افغانی دی، کوم چي سعودي ته په پاکستاني پاسپورت تللی وو.

دفرانس پریس خبري اژانس د خبر سره سم په سعودي کې د روان کال له پيله څخه تر اوسه ۳۴ تنه اعدام شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x