حریت اونیزهپښــــتو ادب

حریت فکري روزنې «د شوروي اتحاد ماتې؛ عوامل او زده کړه» سمینار دایر کړ

د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د کالیزې په مناسبت حریت فکري روزنې تر پورته سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره کړ، چې پکې پر بېلابېلو موضوعاتو علمي بحث وشو.

دا سمینار چې د دلوې ۲۶مه، دایر شو پکې د هېواد له ګوټ ګوټ نه لسګونو زده کوونکو، طالبانو او محصلینو ګډون کړی و، چې ویناوالو ورته په ټاکل شویو موضوعاتو کې معلومات وړاندې کړل او وروسته د پوښتنو او ځوابونو ازاد بحث پرانیستل شو.

استاد دوکتور لطف الله خیرخواه پر «د جهاد د بریا عوامل او د تمویل منابع»، استاد ذاکر جلالي پر «له یرغله تر بریا، څه زده کولی شو؟» او د فکري جګړې مبارز قاري صاحب سعید خوستي پر « بشر ته کمونستي مفکورې اړولي زیانونه» باندې خبرې وکړې.

له ښي اړخه؛ قاري صاحب سعید خوستی، دوکتور لطف الله خیرخواه، ذاکر جلالي
له ښي اړخه؛ قاري صاحب سعید خوستی، دوکتور لطف الله خیرخواه، ذاکر جلالي

پر موضوعاتو له خبرو وروسته د پوښتنو او ځوابونو لپاره ازاد بحث پرانیستل شو، چې پکې ګډونوالو د شوروي اتحاد د یرغل په عواملو، د مسلمانانو په بریا، د ځينو جهادي مشرانو پر اشتباهاتو او ګڼو نورو ورسره تړلو مسائلو اړوند په ازاد لاس پوښتنې مطرح کړې چې معقول ځوابونه ورکړل شول.

ګډونوالو د حریت فکري روزنې له لوري د داسې علمي پروګرامونو له دایرولو مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د داسې مناسبتي ورځو اړوند ناستې باید داسې علمي اړخونه ولري او یوازې په ستاینو یا غندنونه ونه نمانځل شي.

د دې سمینار په اوږدو کې ګډونوالو ته د حریت فکري روزنې مرکز د یو کلن فعالیت ویډيویی راپور، د دلوې شپږویشتمې په مناسبت خپره شوې سرمقاله په ویډيويي بڼه او همدارنګه «په افغانستان کې د کمونستانو جنایات» مستند هم وښودل شول.

د دې سمینار د دريځ چارې کرامت الله کاون پر مخ وړې، چې د پيل په خبرو کې يې دادمحمد ناوک له ګډونوالو د بلنې د منلو مننه وکړه او ویناوالو ته يې کور ودانی ووایه، چې سره له بوختیاوو يې د دې سمینار لپاره خپل وخت ځانګړی کړ او دعوت يې قبول کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx