افغانستان

مجاهد: که توطیه ګر اړخونه هر څومره پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۹ سلواغه، ۱۴۰۲ل): د روان میلادي کال د مونیخ امنیتي کنفرانس د اعلامیې په غبرګون کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د توطیه ګرو پروپاګند د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

دې کنفرانس کې چې د دوولسو اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه خپره کړې وه، د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښوودل شوې وه.

ښاغلي مجاهد يې په غبرګون کې پر ایکس پاڼه لیکلي: «که توطئه ګر جهتونه هرڅومره ډير پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونوته منتظر نه پاتې کیږي. ان شاءالله تعالی »

نوموړي همدارنګه پرلپسې هغه پرمختګونه یاد کړي چې په وینا يې د یاد کنفرانس اندېښنې بې بنسټه ثابتولی شي.

«له دغو ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کول، تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او ویرې احساس پيدا کول، یا د هیوادونو د معلوماتو کمروزي په ډاګه کوي»

ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي چې ځينې مغرضي کړۍ په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلومات انتقالوي او د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

مجاهد ګُل ته دی وویل سی چی نړیوالو استعمارګرانو خصوصاً غربیانو هیڅکله د طالب د حاکمیت په وړاندی توطئه نه ده کارَوَلی او نه ئی کاروی بلکه فقط د عام وولس او د نړی د آزادګانو او زړه سواندو پرګنو د غولوَلو په مخه ئی خوشی زرګری جګړه پیل کړیده او بس.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx