نظــر

په افغانستان کې درسي نصاب څرنګه معیاري او فارغان مو مسلکي کېدلی شي؟

لیکوال: امیرمحمد صمیم

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې روزنیزه برخه ځپل شوې او د همدې کمي د پوره کېدو په موخه له نړیوالو سره د سیالۍ معیار ته نشو برابرېدلی.

د حکومت ورځنې چارې ډېری اوقات په عامه پوهاوي مصرفیږي. په تېر شل کلنه دوره کې مونږ ددې شاهدان وو چې د څلور کلنې تحصیلي دورې وروسته زده کړیالان په املاء او انشأ کې تېروتنې لرلې، او د آزموینې په وخت کې یواځې په لوړ رتبه کسانو پسې پښې لوڅولې.

دوی یواځې له سند سره د انځور ویستلو لپاره پوره څلور کاله مسافر وو. له ښوونځیو پیل تر پوهنتون پورې د ځینو غیر مسلکي ښوونکو او د ضعیف درسي کریکولم تر څنګ غیر معیاري زده کړیز مرکزونه ددې سبب شول چې د وخت بې ځایه مصرف تر څنګ مو څه نا څه اقتصادي ضربه هم وخوړه.

له ابتدایي پړاوه بیا تر عالي زدکړو، ګډوډ مضامین او د نصاب ضعیف کیفیت ددې نتیجه شوه چې افغانان یواځې د سیستم په تعریف او مخینه آګاه، مګر مسلکي بلد نشول. چې په پراخه کچه لویه ستونزه له پوهنتون وړاندې د شاګردانو نه معیاري روزل کېدل وو.

د فکري روزنې ارزښت د افغانستان په فارغ شویو کسانو باندې!

دا چې د انسان عزت او وقار د دین او خاورې په دفاع او ساتلو کې ده، نو په همدې دلیل افغانستان یو اسلامي هېواد دی، او هر افغان مکلف دی چې اهمه لمړیتوب د اسلام ارزښتونو ته ورکړي. ځکه د همدې معیار د نه ساتنې په موخه مونږ تېر شل کلن زده کړییز نصاب او زده کړیز مرکزونه خورا په ستونزو کې وو چې تر فراغت وروسته له یو ډول روانی ناروغیو سره مخ وو. ډېری فارغان مو غیر معیاري فارغه شول چې د ناکامې ورځې له لاسه په قاچاقي لارو په پردیو هېوادونو کې په مزدوریو بوخت دي.

د یوې سالمې افغاني ټولنې د هر اړخیزه پرمختګ د هغه پر فکري برخه فوکس لمړی اولویت دی. افغانان په اوسني عصر کې له روزنیزې برخې لمړی اسلامي فکر ته اړتیا لري، ځکه مدارس د ذهنونو په پراختیا کې کټ مټ لکه فابریکه داسې رول لري. چې له بده مرغه مونږ ددې نیمګړتیا په صورت کې ډېرې قربانۍ ورکړې.

د پرزېدلي حکومت له پیله تر دې دمه د هېواد معارف برخه یا د وړ کسانو په واک کې نه وه او یا هدف دا وو چې افغانان د څیړنیزو برخو په سپړلو کې یواځې په تاریخ او تعریف را وڅرخیږي.

ښوونیز نصاب باید د یو محدود وخت او محدود شخص لپاره نه وي، د ټولنې د افرادو هر اړخیزه اعتقادي، فکري، روحي، رواني، عاطفي، جسمي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه برخو ته پکې ژور پام وشي. د افغاني ټولنې په معارف برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د ښه نصاب ټاکنه کې څو مراحل باید په غور سره اصلاح شي: محتوا، منځپانګه، ارزښتونه، فکري اړخ، قواعد او مقررات، بدلونونه، ګټې او زیانونه، تدریسي اصول او په حقایقو ولاړې منبع او داسې نور… څو روزنیزه برخه له شته ستونزو په امان کې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدنسیم ستانکزی

هغه اسلامي نصاب چې د کمونستي رژیم د حاکمیت وخت کې مجاهدینو د نبراسکا پوهنتون په مرسته پاکستان کې جوړ کړی وه او د تیر امارت تر پایه عملي کیده واقعاْ چې له اسلامي او جهادي روحیې سره برابر یو معیاري نصاب وه که د ضرورت وړ ځینو نورو دیني او عصرې مسائلو په علاوه کولو بیرته جوړ شي نو ډېر به ښه وي! والسلام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx