شعـــــرونه

شهید ته!

زړونو کې اوسې، که له سترګو نه پنهان ته یې،
ارمان دې سر شو خو ارمان زما ارمان ته یې،

زه دې د قبر په لار تېر شوم له سلګیو سره،
د غره په ډډه کې ویده په اطمینان ته یې،

دغه درانه امتحانونه، الامان و الحفیظ،
تبریک تبریک وتی ممتاز له امتحان ته یې،

مرګه تا ډېر د ابدي ژوندون تر غیږې یوړل،
ژونده د ډېرو په اوږو باندې تاوان ته یې،

د موټر ګرد کې پټ مزار د حال په ژبه ویل،
زما د ټپ ټپ ملګریه! کومه خوا روان ته یې،

سپوږمۍ او ستورو غوږ نیولی د راشد غزل ته،
موضوع شهیده د محفل د شبستان ته یې،

راشد کامران
۵ شعبان ۱۴۴۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx