نظــر

د م.م لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې دوهمه ناسته او د اسلامي امارت نه ګډون

د م.م لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې دوهمه ناسته او د اسلامي امارت نه ګډون

محمد کوثر دولتزی

په دوحه کې د افغانستان په تړاو د م.م لخوا په ناسته کې د اسلامي امارت د نه ګډون پریکړه دا څرګندوي چې د افغانستان حکومت یو ازاد، خپلواک او مستقل هیواد دی ، چې نه یوازې د هیواد د بهرني سیاست پالیسي یی د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه ده بلکې د هیواد عزت او وقار ته هم ژمن او وفادار دی.
دې پریکړې څرګنده کړه چې اسلامي امارت نه د چا بې معنی مجلس ته لیواله دی او نه هم خپل وخت په بې ګټو او بې پایلو ناستو کې خرابوي.
ملګري ملتونه باید دا درک کړي چې په افغانستان کې یواځینی مسؤول جهت او ادرس د افغانستان اوسنی حاکم حکومت دی چې د تیر شل کلنې دورې په پرتله، بې له نړیوالې ټولنې د مالي او نظامي ملاتړ څخه په ځلونو کرته غوره، قوي او مستحکم دی، سره له دې چې غیر منصفانه او ظالمانه بندیزونه پرې لګول شوي دي. نو په دې اساس د افغانستان په تړاو هر هغه غونډه چې په هغه کې د اسلامي امارت چارواکي د یو مسؤول جهت او حکومت په توګه نه وي وربلل شوي، نه یواځې د افغانستان لپاره بې ګټې ده بلکې د نورو ګډون کوونکو هیوادونو لپاره هم بې ارزښته ده.

دا پریکړه د دې ښکارندوي کوي چې د افغانستان حکومت د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله بهرنۍ او داخلي پالیسي د خپلو ملي منافعو په نظر کې نیولو سره په خپله ترسیم کوي، په دې برخه کې نه د چا تر فشار لاندی دی او نه د چا فرمایشات مني.

په هر صورت اسلامي امارت خپلې ټولې کړنې د ملي مصالحو په رڼا کې کوي، نو په دې خاطر د اسلامي امارت لخوا د دوحې ناستې لپاره دوه شرطونه ايښودل دا ثابتوي چې اسلامي امارت د افغانستان یوازینی جهت او ادرس دی چې د دوی د ګډون څخه پرته هره ناسته د افغانستان په تړاو نه یوازې بې معنا ده بلکې بې ګټې او بې پایلې ده.

نړۍ باید د افغانستان پر ځمکني حقایقو سترګې پټې نه کړي، ځکه چې د افغانستان اوسنی حکومت په تیرو ٤٥ کلونو کې ساری نه لري، چې بې له نړیوالې ټولنې د مرستې څخه یی یو خپلواک مرکزی حکومت قایم کړی، داسې یو حکومت چې د واک واګې او چوپړتیاوې یې د هیواد ګوټ ګوټ ته رسیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx