شعـــــرونه

ووړ ماشوم وم – الهام

شاعر: سید احسان الهام

دروغ  ندي په رښتيا مي  زړه تكيه وو
ووړ ماشوم وم په بابا مي زړه تكيه  وو

سخته  شوخ  وم  له  هيچا نه  ډاريدمه
په خاله ، عمه ، انا  مي   زړه تكيه وو

هيڅ كوښښ  مي په  درسو كي نه كولو
دمورجاني په  دعا مي زړه تكيه وو

نه مي ورور وو نه مي خور وه نه پلارجان مي
خوار  يتم  وم  په  هرچا مي  زړه تكيه  وو

خبر نه وم په درنو مسئوليتو يې
دځوانى په تمنا مي  زړه تكيه وو

زه له حق او له باطله خبر نه وم
ښه مي ياد دي په  الله  مي  زړه تكيه  وو

خوب مي ليد وم يې په زړه پوري نيولى
چي را ويښ شومه بلا مي زړه تكيه  وو

اوس په  ډيرو كور بنو كي  مرم   الهامه !
پخوا يو  ومه  تنها مي   زړه تكيه  وو

2014/8/18
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x