نظــر

له بُن تر دوحې

له بُن تر دوحې

ذاکر جلالي
بُن او دوحې دواړو د افغانستان د مسئلې په دوو مهمو پړاوونو کې د برخلیک‌ټاکونکو ناستو کوربه‌توب کړی. بُن له امریکايي اشغال وروسته اشغال ته په اصطلاح د مشروعیت(!) ورکولو یوه هڅه وه. شل کاله وروسته ثابته شوه چې هېڅوک یوه ملت ته اشغال مشروع نه شي ګرځولی! دوحه بیا د بُن د تېروتنې د سمون یوه هڅه شوه. کله چې په ۲۰۰۷ کې د اشغال پرخلاف مقاومت اوج ته ورسېده، امریکايان پوه شول چې د جګړې له لارې نه شي برلاسي کېدای. په ۲۰۱۰ کې په لندن کې غربي ټلوالې پرېکړه وکړه چې طالبانو سره خبرې وشي او د طالبانو په توافق د خبرو لپاره دوحه ښه ادرس وګڼل شو. دوحه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو کوربه وه. په پای کې دوحې دا امتیاز خپل کړ چې په افغانستان کې د اشغال د پای هوکړه‌لیک په همدې ښار کې د ۲۰۲۰ په فبروري کې لاسلیک شو. د اشغال د پای له لاسلیک وروسته په دوحه کې د خبرو لړۍ کمرنګه شوه. د طالبانو د بریا نښې نښانې په ښکارېدو وې. اشرف غني د خپلې غلطې محاسبې له مخې هڅه کوله چې د خبرو په ناکامولو امریکا قانع کړي چې افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي؛ خو په نهایت کې امریکا ونه غوښتل چې جګړه تر ۲۰کلونو زیاته وغځوي. اوس چې امارت بشپړ واکمن دی او سره له ټولو ننګونو د نظام بنسټونه ورځ تر بلې ټینګوي، اړتیا نه ویني چې دوحه کې په یوه داسې ناسته کې ګډون وکړي چې اجنډا، ترکیب او بحثونه بشپړ وضاحت او نتیجه ونه لري. پر دې هم ټول معترف دي چې د افغانستان د استازي په توګه د امارت له ګډون پرته که هره پرېکړه کېږي، کومه پایله به ونه لري. په سیاست کې مهمه دا ده چې لوبغاړی خپل د قوت ټکي تشخیص او پر وخت یې وکاروي. اوس که امارت د پاموړ دلایلو په نظر کې نیولو سره د نه ګډون پرېکړه کړې، څه یې نه دي بایللي….خو غونډې خپل اهمیت بایللی. دا ناسته نه لومړنۍ ده او نه به هم وروستنۍ شي. تر هغې چې د افغانستان او غربي هېوادونو ترمنځ پر شته مسایلو یو واقعبینانه او عملګریانه چلن خپل نه شي، دا ناستې د نظریاتو له تبادلې ورهاخوا بله پایله نه شي لرلای. درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx