نظــر

كاشكي د قدس په دفاع كې هم لږ ترلږه امريكا او برتانيا ماته كړو !!

سعد كټوازی
نن پنجشنبه په گران هېواد كې د روسانو د ماتې له ورځې سره برابره ده. د دلوې مياشتې پر۲۶مه د روسيې په مشرۍ د شوروي اتحاد يرغل وروستی روسي عسكر پر خاپوړو وتښتېد او پرې زموږ د تاريخ دغې ورځې د درېيمې امپراتورۍ د ماتې يو ستر او وياړمن ياد له ځان سره مل كړ. د شوروي اتحاد سرچينه او بنسټ د كمونيزم مفكوره، لومړيتوب يې د كمونيزم د ټولې نړۍ تر كومې تېرول او ټاكلې وروستۍ موخه يې د كمونيزم په سيوري او فضا كې د نړۍ د لومړۍ رتبې هېواد په توگه پر ټوله نړۍ او د ځمكې پر كره د روسيې واك، ځواك او راج چلول و چې تر ډېره بريالی هم شو او ترې مخكې او وروسته افغان مجاهد ولس نړولې د انگرېز او صليب دواړې امپراتورۍ يې نيمې لاندې كړې او نيمو يې پر وړاندې په لړزېدلي تن د ناټو اتحاد را منځته كړ. خو د كمونيزم جگړې په نقشه كې د افغانستان وار رارسېدلی و چې دلته يې شوروي اتحاد د سريښو ډنډ ته واچاوه. شاوخوا لس كاله په شاتو كې نښتی د خدای ج د دې لويې دنيا دغه مچ(شوروي اتحاد)همدلته ومړ او د انگرېز د امپراتورۍ په هديره افغانستان كې سرخوړلی شوروي اتحاد هم خښ او خاورې شو. له هماغې ورځې پكې له نوې سا چلېدو سره سم د صليبي اتحاد امپراتوري د شوروي اتحاد هغې د بشپړ ځای ډكولو فكر مخ پر لوړه شو. د سيكولريزم او ډيموكراسۍ مفكوره يې بنسټ، پر ټوله نړۍ يې د پلي كولو خوب او خيال لومړيتوب يا لېونتوب او په سيوري كې يې پر نړۍ يكه تازۍ او د خپل راج چلول وروستۍ موخه وه.
نوره نړۍ خو يې يوازې د يوې نوښتيزې تبليغاتي څپې را خپرولو سره فتحه كړه چې: يا زموږ سره يا له ترهگرو…په اورېدو نړۍ هم گوسفندانه غوږونه ورته څك او د نامردۍ سترگې ټيټې كړې، خو د لومړي هدف په توگه پر افغانستان يرغل راوړلو او اشغالولو سره كه گوري په هماغو سريښو كې يې غبرگې پښې نښتې دي چې د شورويانو او د پرديو امپراتوريو د لاسپوڅو پر وينو نور هم ټينگ شوي و او بيا لكه د بنسټ، لومړيتوب او وروستۍ موخې له پلوه چې دغې صليبي امپراتورۍ د شوروي هغې ځای ډك غوښت؛ هماغسې ورپسې دلته د امپراتوريو هديره كې ورسره خښه او خاورې هم شوه او آن له ماتې سره سم د خپلې امپراتورۍ پر دغه برخليك او د افغانستان پر حيثيت د امريكايي چارواكو اعتراف هم هماغه د وخت روسي چارواكو د اعتراف عين تكرار و. نن د دلوې۲۶مې لمانځنې په برخه كې د شوروي د زیانونو يوه منځنۍ شمېره خپره شوې چې له مخې يې د هغه۹۵۰۰ځواكونه په مخامخ جگړو كې، ۴۰۰۰په جگړو كې د ژورو ټپونو له أمله وژل شوي، ۱۰۰۰تنو يې د اقليمي ناسمو روغتيايي شرائطو په اغېز ژوند له لاسه ور كړی، ۵۳۷۵۳تنه نور يې ټپيان شوي او پرې سربېره يې۳۱۲تنه ورك شوي هم دي چې ځينو يې له بندي كېدو وروسته د اسلام سپېڅلی دين منلی دی.
له دغو ځاني زيانونو ورهاخوا د شوروي۴۵۱جنگي الوتكې او چورلكې، ۱۴۷عام ټانگونه، ۱۳۱۴كارگو او جنگي زغر ټانگونه، ۴۳۳لانچر راكټونه او غټ توپونه، ۱۱۴۸انتقالي مخابراتي ترانسپورتونه، ۱۱۳۶۹لارۍ او نفتي ټانكرونه او۵۱۰كرينونه، تراكتورونه او نور پرمختللي عام وسائط بشپړ له منځه تللي او جزوي ويجاړ شوي او يا ترې دلته پاتې هغه خو بې شمېره و چې صليبي امپراتوري مو پرې ونړوله. خو د صليبي اتحاد زيانونه له هره اړخه ترې لوړ ځكه و چې د شوروي ازمايلې ناكامې تجربې په تكرارولو د افغان مجاهدينو لخوا تر بشپړ زبېښ ايستلو دلته كلك را تم او ښكېل كړای شو او تېښتې ته هم پرېنښودل شو. اوس چې په خپل اعتراف ځاني زيانونه يوازې څو زره تنه او مالي يې د يو ترېلون شاوخوا ښيي؛ د واقعيت له مخې د شوروي له زيانونو لوړ دي او ترې پاتې تجهيزات، وسائط او مهمات چې دوی يې په زيان كې شمېري؛ پر همدې د اسلامي امارت مجاهدين بشپړ مجهز كېدی شي او پرې يوه بله نابللې امپراتوري به نړوي. په هر رنگ؛ د شوروي اتحاد د امپراتورۍ نړېدو ورځ سږكال موږ په داسې حال كې لمانځو چې د دلته سر خوړلې صليبي امپراتورۍ پاتې شونو د مزدورو غاصبو يهودانو پر مټ د فلسطين په غزه او لوېديځه غاړه كې داسې بې مخينې نسل وژنه او نازي كړنې روانې كړې دي چې په گران هېواد افغانستان كې د يادو سر خوړليو امپراتوريو هغه ورسره پر هيڅ دليل د هيڅ پرتلې هم نه دي.
دا چې د شوروي د ماتې لمانځنه د فلسطين-غزې د مظلومو مسلمانانو د ستر ارمان له ډوله ده او د غاصبو يهودو پر ملاتړ سربېره ځيني عرب هېوادونو د غزې ناورين د خوښيو پر لمانځنو هم بدرگه كړ؛ د دلوې۲۶مې لمانځنه داسې احساس را كوي لكه يو څوك چې د يتيم د كړولو په غرض خپل اولادونه او ورسره مينه د هغه نمايش او سيلگرۍ ته را وړاندې او مخكې-مخكې كوي. زموږ د هويت، تاريخ او تاريخي برياوو د ياد ژوندي ساتلو لپاره زموږ دغه لمانځنه له خورا حياتي ارزښته برخمنه ده، خو د غزې له ناورين سره پر هممهاله كېدو ډېر زيات احتياط او پاملرنه اړينه ده، ترڅو د غزې د مجاهدينو او مسلمانانو د ازار، خستگۍ او د زړه دوك لامل ونه گرځو او كه مو پر توان وشي، له لارې يې هغوی ته هم د ايثار او ثبات درس، د ملتيا ډاډ او د بريا زېری ور كړو. قدس شريف او فلسطين له۷۵كاله راهيسې د غاصبو يهودانو تر اشغال لاندې دی چې ورسره هممهاله په دغه موده كې موږ دلته دوه امپراتورۍ ونړولې او افغانستان يې وروستۍ هديره شوه، نو د خپلې خاورې او ولس د ازادۍ او خپلواكۍ په پار د دغو امپراتوريو نړولو وروسته او په اخېري وار كاشكې د قدس په دفاع كې او د هغه د ازادۍ او خپلواكۍ لپاره هم لږ تر لږه امريكا او برتانيا ماته كړو. كاشكې د ټولو مسئولو جهتونو او مسلمانې ټولنې ترمنځ بېلابېل ملحوظات په دې مقطع كې يوې خواته كړو، د قدس د ازادۍ مسئولانه هلې ځلي وكړو، امريكا او برتانيا ته دلته ليدلې او ازمايلې ماتې او خاورې شوې امپراتورۍ يې وريادې كړو او د څرگند او غوڅ دريځ پر نيولو ور ياد كړو چې قدس يو له داسې اسلامي شعائرو څخه دی چې كه فلسطينيان يې لا هم خرڅوي، افغانان او مسلمانه ټولنه به يې ونه مني او وبه يې نه زغمي. ورهاخوا فلسطين خپلواك دی چې هماغسې د نړۍ راشړليو مهاجرو په توگه په خپله خاوره د يهودو استوگنه مني يا هم نه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx