نظــر

د دوحې دوهمه ناسته، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکل او د اسلامي امارت څرګند مخالفت

د دوحې دوهمه ناسته، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکل او د اسلامي امارت څرګند مخالفت

 

محمد کوثر دولتزی

دا چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو م.م لخوا په ناسته کې اسلامي امارت د نه ګډون پریکړه کړې، چې دا پریکړه یې د خپلو ملي منافعو، دیني او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د یو ازاد، خپلواک او مستقل هیواد په توګه وکړه.

د هیوادونو تاریخ څخه هیڅ شی پټ نشي پاتې کیدای هغه که د یو هیواد سره خیانت وي او یا قهرماني تل به یاد ساتل کیږي او د نورو لپاره به د عبرت او درس په توګه یادول کیږي.

په همدې خاطر د اسلامي امارت لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو سره دا تاریخي مخالفت کول ناڅاپي پریکړه نه ده بلکې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د تیر ۳۰۰ کلن تاریخ او د اوسني نړیوال دجالي فتنو څخه باخبر دي او دا ورته د لمر په شان روښانه شوې چې دوی په محض ښکلې او غولوونکو خبرو نشي غولیدای او نه هم ورته په نړیوال بازار کې کوم قیمت ټاکل کیدای شي.

د فریدون سینیور اوغلو د ځانګړي استازي وړاندیز کټ مټ داسې دی لکه په نولسمه پیړۍ کې چې انګریزانو هند او د برصغیر لویه وچه د خپل وایسرایګانو ( لارډ کینن، لارډ لارنس، میکناټن، کیوناري، رابرټس او نورو په واسطه) اداره کول، چې په دې موده کې د دوی په داخلي چارو کې ۵۰ سلنه لاسوهنه او د دوی بهرنۍ اړیکې په بشپړه توګه د خپل تر کنټرول لاندې راوستي وو.

د ښاغلي اوغلو وړاندیز هم یو ځل بیا د افغانستان بهرنۍ چارې په مستقیم او غیر مستقیم توګه په خپل لاس کې نیول دي او نړیوال په دې توګه هڅه کوي چې د خپل نوي امپریالیزم نظریه په یو څه ښو او ښایسته ټکو کې بیا تعریف کړي، داسې چې وښيي دې کار سره مخالفت کول د اسلامي امارت سیاسي بصیرت د سوال لاندې راوړل دي.

همدا راز، په بهر کې هغه افغانان چې ځانونه روشنفکره بولي او ورسره نړیوال داسې فکر کوي چې د اسلامي امارت لخوا د ځانګړي استازي سره مخالفت کول په دې دلالت کوي چې دوی په نړیوال سیاست نه پوهیږي او په لوی لاس خپل ځان نړیوالې انزوا ته ورغورځوي، حال دا چې داسې نه ده، دوی فقط په خپلو ښایسته خبرو زموږ په بهر کې ناست افغانان خطا باسي لکه څنګه چې یې د تاریخ په اوږدو کې کړي دي.

اسلامي امارت تر ټولو زیات په دې ښه پوهیږي چې د ځانګړي استازي سره مخالفت کول به په لنډ مهاله توګه په اصطلاح روشنفکره افغانانو لپاره او ورسره ښکلې خبرې کوونکي نړیوالو لپاره منل یو څه ستونزمن وي، خو په اوږدمهاله کې به نه یواځې د افغانستان بهرنی او داخلي افغانانو لپاره د ویاړ وړ وي بلکې د تاریخ په زرینو پاڼو به تل تر تله پاتې وي.

په اخیر کې خپله خبره په فارسي شعر سره دې پایلې ته رسوم چې وایې “ فکر هر کس به قدر همت اوست”.

لیکوال: محمد کوثر دولتزی

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx