نظــر

د دوحې کنفرانس د افغان حکومت له ګډون پرته موخې ته ونه رسید 

د دوحې کنفرانس د افغان حکومت له ګډون پرته موخې ته ونه رسید 

 

رحمت الله فیضان

دروان ۲۰۲۴ میلادي کال د فبروري  میاشتې په اتلسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري دوه ورځنی کنفرانس پیل شو ، دې کنفرانس  ته د اروپایی هیوادونو ، امریکا ، عربي هیوادونو لکه قطر او اماراتو،  همدا راز د  افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران پاکستان او چین خاصو استازو ترڅنګ یو شمیر د افغانستان په نامه هغه څیرې ور بلل شوې وې چي نه په ولس کې ریښه لري او نه هم د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو منځ کې له اثر رسوخ څخه برخمن دي ور بلل شوي دوې .

ملګرو ملتو د غونډي له پیل وړاندي هڅه وکړه چي د افغان حکومت د استازو ګډون هم له ځان سره ملګری کړي ، که څه هم  اسلامي امارت دافغانستان لپاره د دوحې ناسته ښه فرصت  وباله ترڅو په دغه ناسته کې پر اختلافي ټکو منتج بحث وشي ، خو اسلامي امارت په دې ناسته کې له ګډون وړاندي   د ځینو شرطونو په وضعه کولو سره د دوحې په کنفرانس کې ګډون ته چتموالی وښود .

د افغان حکومت په مهمو شرطونو کې یو شرط دا یاد شوی چي اسلامي امارت به د یوازنی مسوول اړخ په توګه د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي او د دوحې ناستې کې به د افغان پلاوی او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پرټولو مسایلو د خبرو زمینه برابریږي .

ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه تل د افغانستان له اوسني حکومت  سره د تعامل  په پراخولو ټینګار کوي  خو نه یې تر اوسه د دې   ناڅرګند تعامل څرنګوالی  تعریف کړی او نه یې د دوحې په کنفرانس کې د اسلامی امارت د ګډون لپاره  مشروع غوښتني ومنلي .

د ملګرو ملتونو له دې کاږه چلند څخه مالومیږي چي دوی په خپله وینا او عمل کې رښتنې نه دي ،   د دې پر ځای چي  د افغانستان عینی ځمکني واقعیتونه په نظر کې ونیسي  ، د بي اجنډا  غونډو په جوړه ولوسره د بنسټیزو مسایلو پرځای د فرعي مسایلو په شاربلو  سره غواړي نړیوال عامه اذهان منحرف کړي ،  په افغانستان او منطقه کې د غربی ګټو د دوام او ساتني  لپاره  ، د افغانستان اوسنی آرام وضعیت ترنګلی معرفي  او زموږپه  هیواد کې نوې لوبه پیل کړي .

پر افغانستان غربي یرغل ثابته کړه چي ملګري ملتونه او غرب د افغانستان د قضیې او کشالې اصلي لوبغاړي وو دوی نشي کولی چي د افغانستان د ولس هیلي او آرزوګاني انعکاس کړي او زخمونو ته یې پټۍ جوړه کړي .

د دوحې د غونډي له پیل وړاندي شنونکو وړاند وینه کړي وه  که چیرته په دغه کنفرانس  کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي دا کنفرانس به خپل اهمیت له لاسه ورکړي  ، او که افغان دولت له مشخصو غوښتنو پرته په دې غونډه کې ګډون وکړي له شک پرته به د افغان دولت سیاسي موفق ته به زیان ورسیږي.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو  سازمان د کنفرانس یوه عمده موخه دا وه چي د فریدون سینیور اوغلو په نامه ترکی  د خپل ځانګړي استازي په توګه د افغانستان په موضوع کې ور تخته کړي خو  د ملګرو ملتونو له دې پریکړي سره افغان دولت لا پخوا خپل تند مخالفت څرګند کړی و .

له دوه ورځني سلا مشورو وروسته په داسي  حال کې د ملګرو ملتونو د دوحې ناسته پایته ورسیده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورو کوم ځای ونه نیو او نه هم ګډون کوونکو هېوادونه  په دې برخه کې کوم توافق ته سره ورسیدل ، په دې سره د اسلامي امارت د دیپلوماسي دستګاه لومړی ګذار ملګرو ملتونو  په خپل څټ کې حس کړ  او د شنونکو هغه وړاندوینه  هم رښتیا وخته چي ویلي وو د افغان حکومت له ګډون پرته به د دوحې غونډه ناکامه شي . 

اسلامی امارت  په خپل سیاسي بصیرت سره د دوحې په نمایشي کنفرانس کې په نه ګډون سره ثابته کړه چي د افغانستان اوسنی نظام د تیر په څیر د چا تر اغیز لاندي نه راځي ، افغان حکومت د څه باندي دوو کلونو په موده کې وښودله چي نور به افغانستان  د تیرو شل کلنو په څیر د ناکامو تجربو د تکرار ډګر نه وي او نه به هم یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو او فشارونو ته تن ورکړي ، اسلامي امارت د تیر په څیر خپل سیاسي موقف ته وفاداره دی ، نه د خرڅ شویو غرب پاله افغانانو په څیر تطمیع کیدلی شي اونه هم خرڅیدلی شي .

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx