پښــــتو ادب

د چاپې د یو بل خونړي سهار داستان!

دادمحمد ناوک/طارق بدر

د چاپو، بمبار، کمینونو او د خونړیو مازیګریو له تېرېدو وروسته د سکون او ارامۍ دا دې نږدې درېیم کال پوره کېږي، خو په دولتي کچه لا هم موږ داسې څه نه وینو چې د دې وېرجن انقلاب هره شېبه ثبت او تر راتلونکو نسلونو ورسوي، چې ور وښيي پلرونو يې څنګه د نړۍ د خدای دعوه دار تر ستوني ونیو، څنګه يې د ارزښتونو لپاره ټولې کورنۍ لولپه شوې او څنګه ځوانانو تر سینو باروت تاو او نېغ د فرعون په ماڼیو ور وننوتل!

خو لله الحمد په فردي لحاظ هغو ملګرو چې د قلم خواږه، د لیکلو استعداد او د دې ویاړلې مبارزې د ګډون ویاړ لري، قلم پورته کړی او هڅه يې روانه کړې چې هم تاریخ خوندي او هم راتلونکو نسلونو ته وښيي چې د ازادۍ نعمت، د کفر شړل او د مزدورانو سرکوزي يې په څومره قېمت لاسته راغلې ده.

مولوي ضیا‌ءالحق حسان صاحب د میدان وردګو د مجاهدو درو، د مجاهد ولس او مبارزو ځوانیو کیسې د چاپې سهار؛ لومړي ټوک کې راټولې کړې وې او دلته يې د یاد ولایت تر څنګ د لوګر، پکتیکا، غزني او ځینو نورو ولایتونو د مجاهدینو، شهیدانو او غیور ملت د قربانیو کیسې را ټولې کړې دي.

د کتاب نوم هغه درد له ځان سره لري چې ما يې پر لومړي ټوک لیکنه کې مفصله یادونه کړې وه، ټولې دنیا، د کلي د نیمې شپې په خاموشي کې هغه سوې کوکې نه اورېدلې، چې د ځوانې مېرمنې مخ ته به د خاوند یوازې د غوښو سوځلې ټوټې کېښودل شوې، چې د ماشوم له شیدو ډکه خوله به د خونې د چت لرګیو لاندې له وینو ډکه شوه، چې محجوبو مېرمنو به لوڅ سر پر سرونو ټومبلیو بتیو رڼا کې د زاریو لمن غوړوله؛ د ماشومو زده کوونکو پر وړاندې به د هغوی د مشرانو نیم بدنونه په ډالۍ کې پرېښودل شول او دوی به د مدرسې ړنګو دېوالونو ته زبون وهلي د خپلو ملګرو له نیمو جسدونو سره ناست و!

دنیا نه لیدل، نه يي اورېدل، نه يي ځان پوی کاوه، دلته د دې وېرجنې شپې سهار تر دې شپې خونړی، زړه خوړونکی او له داسې لمر سره راته لکه تندر چې نیولی وي؛ ډله کلیوالو به له کوره لرې د غوښو یوه یوه ټوټه موندله، په بم خلاصې شوې دروازې ټوټې به يي له لارې لرې کړې، تر لوټو لاندې به کوچنۍ پښه راوتلې وه، سره نارې به شوې:
ـ دلته هم شهید دی!

لوټې به يي يوې بلې خواته کړې او ایله د څو میاشتو ماشوم به له لوټو په خاورو لړلی را وایستل شو، بل به بل کونج کې تر ړنګو دېوالونو را وتلې د ټیکري څنډې ته اشاره وکړه:
ـ دلته هم شهیده ده!

بیا به څادرونه پرې را وګرځول شول، لوټې به یوې بلې خواته شوې او یوازې سوځلې ټوټې به له خاورو څنډ وهل شوې، هوار کړي څادر کې به ونغښتل شوې!

ټول کلي کې به پټې سلګۍ او پر دې کور د جسدونو د موندلو په صورت کې به لوړ غږ اورېدل کېده، هغه نارینه چې «ژړا» د ښځې ځانګړنه بولې، خو په دې منډو کې به يي پرلپسې د پټکې په شملو سترګې پاکولې، ناڅاپه به چیغه شوه:
ـ په قرآن شریف ولاړ يې!

ځوان به یوې خواته شو، لوټې به يی سره واړولې، غلبیل قرآن کریم به يي پاڼې پاڼې را ټول کړ!

دلته د همدې وير، همدې خونړۍ مبارزې او همدې بریالي جهاد داستانونه لوستلی شئ، د تاریخ د خوندي کولو تر ټولو لویه ګټه دا ده چې ملتونه خپل هویت پکې ساتلی شي، خپله لار نه پرېږدي او اوسنی نسل هڅه کوي د تېرو یاد ژوندی او راتلونکي پر همدې لار روان وساتي.

مولوي صاحب ضیاءالحق حسان له رسمي مصروفیتونو سره سره دې مبارکې هڅې ته وخت ورکړی، په نثر کې يې خوږلني، په انځور کښنه کې يې صداقت او اخلاص له ورایه ښکاري، کوشش يې کړی چې هر څه واقع شوي بې له مبالغې يې تر لوستونکو ورسوي، ځکه خو هر څومره له کراماتو ډکه کیسه پر هغه مخالف هم اثر کوي او لولي يې چې ممکن د دې مبارزې په مقابل لوري کې به ولاړ و.

وروستۍ دا چې تاریخي پېښو کې حتماً یو اړخ ملامت او بل سلامت وي، جرئت دا دی او د دې هېواد د ابادۍ دا تقاضا کوي چې ملامت اړخ دا ومني چې لویه، اوږده او پوره دوه لسیزې ناروا يې کړې، کوشش دي وکړي چې راتلونکي نسلونه له دغسې جنایاتو وساتي او راتلونکي نسلونه يې باید دا شجاعت ولري چې د خپلو پلرونو غلطۍ ومني او حتی اثار پرې ولیکي او یو زړور تاریخي قدم واخلي.

رب عزوجل دي د مولوي صاحب په عمر، قلم او هڅو کې برکت واچوي او موږ دې زموږ په اتلانو پسې سپین مخ ور ولي! آمین

۱۴۴۵/۸/۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx