نظــر

د دوحې بې پایلې ناسته، د اسلامي امارت سیاسي بریا او راتلونکې دریمې ناستې ته چمتوالی

د رسیمت پیژندنې په تړاو اسلامي امارت تل د خپل حق غوښتنه کړې، هغه دا چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي چوکۍ د افغانستان اوسني واقعي واکدار ته ورکول دي نه د مدني ټولنې یو فرد ته.

 

لیکوال محمد کوثر دولتزی

د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې دوهمې بې پایلې ناستې ثابته کړه چې د اسلامي امارت دریځ د افغانستان ابرو او وقار په نظر کې نیولو سره لا پسې قوي کړ او یوې بلې سیاسي بریا په طرف روان دی، داسې بریا چې په یاده غونډه کې ګډونوال هیوادونه د خپلو سیاسي محاسبو له مخې ورته ګوته په غاښ حیران دي.

د دې غونډې په اخیر کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش هغه څرګندونې چې ویل یې د اسلامي امارت لخوا د نړیوالې ټولنې هیڅ اندیښنو ته ځواب نه دی ویل شوی. پوښتنه دا ده چې دا نړیواله ټولنه څوک ده؟ نړیواله ټولنه د هیوادونو یوه ټولګه ده په ځانګړي توګه هغه هیوادونه چې په افغانستان کې یې فرصتونه او ننګونې یې نغښتې وي. ځمکنی واقعیت خو دا دی چې ټول هغه هیوادونه چې د افغانستان اسلامي امارت سره ګډ فرصتونه او ننګونې لري یو بل سره په خبرو کې نه یواځې بوخت دي بلکې په بشپړه توګه ستونزې له منځه وړل شوي او فرصتونو ته لار برابره شوې چې په دې اړه ښکیل هیوادونه هم پوهیږي او هم یې د اسلامي امارت په ملاتړ ږغ پورته کړی.

همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې اسلامي امارت باید ټولګډونی حکومت جوړ کړي، په دې ترتیب ښاغلی سرمنشي نه یواځې دا چې د خپل سازمان په لاس جوړ شوي منشور سره په تکر کې روان دی، بلکې د یو هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، او په دې توګه د حکومت جوړولو لپاره د خپل اړخه فارمولې وړاندې کوي. په دې کار سره ښاغلي سرمنشي خپله اصلي دنده له یاده ویستې او په کار دا ده چې ښاغلي سرمنشي ته خپله دنده وریاده کړل شي چې هغه په نړۍ کې امن او ثبات قایمول دي، نه دا چې د هیوادونو په کورنیو چارو کې بې ځایه لاسوهنه وکړي او هیوادونه سره د مذهب، ژبې او نسل له مخې په وړوړ وړو ټوټو وویشي.
په اصل کې په هیوادونو کې د حکومتونو دنده دا ده چې چوپړتیاوې ټولو هیوادوالو ته ورسوي د هغوی د ژوند کچه پورته یوسي، د هغوي اړتیاوې ورپوره کړي او د هغوی امنیت ډاډمن کړي او اجازه ورنه کړي چې یو پر بل ظلم او تیری وکړي، چې په دې برخه کې اسلامي امارت د سیمې او د نړۍ له ډیرو هیوادونو څخه مخکې روان دی.
سربیره پر دې ښاغلي سرمنشي وویل چې اسلامي امارت له دوی څخه په رسیمت یې وپیژني حال دا چې طالبان نړیوالې ټولنې اندیښنو ته ځواب ویل خپل مسؤولیت نه ګڼي.

واقعیت دا دی چې د دې لپاره چې کوم معیارونه د دوی له لوري ټاکل شوي هغه اسلامي امارت د یو حکومت په توګه په بشپړ ډول نه یواځې پوره کړي دي بلکې د ډیرو هیوادونو څخه په ډیرو نورو معیارونو کې مخکې روان دی. په دې کار سره ملګري ملتونه په لوی لاس خپل حیثیت او ابرو لا پسې د لاسه ورکوي او د افغانستان مظلوم ملت د خپل برحقه حق څخه محروموي.

د رسیمت پیژندنې په تړاو اسلامي امارت تل د خپل حق غوښتنه کړې، هغه دا چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي چوکۍ د افغانستان اوسني واقعي واکدار ته ورکول دي نه د مدني ټولنې یو فرد ته.
دوی برعکس ځینې وخت داسې کارونه کوي چې د انسان سالم عقل یې د منلو څخه عاجز دی، د بیلګې په توګه د یهود قوم چې په مذهبي او سیاسي ډول د دولت جوړیدو نه یواځې حق نه لري بلکې په یوه مشخصه جغرافیه کې د ژوند کولو حق نه لري، خو له بده مرغه ملګري ملتونه یې نه یواځې د اسرائیلو په نوم پیژني بلکې د هغوی وحشیانه ظلم او بربریت څخه ډک جنایاتو ته نه ځواب ویلی شي او نه یې منع کولی شي، بندیزونه پرې لګول خو لا لرې خبره ده. بلخوا د فلسطین مظلوم دولت چې د پیړیو پیړیو راهیسې شتون لري او نه یې چاته ضرر رسولی او نه یې څوک تهدید کړي خو بیا هم په ملګرو ملتونو کې د رسمي دولت په توګه د خپلې چوکۍ څخه بې برخې دی.

په هر صورت، په نړۍ کې ډیر داسې هیوادونه دي چې د ملګرو ملتونو رسمیت پیژندنې او نه د هغوۍ چوکۍ ته اړتیا احساسوي، خو بیا هم د اقتصاد، امنیت، او د ژوند په چارو کې تر ډیرو هیوادونو پرمختللي دي لکه کوسوو او تایوان.

دا چې د دوحې دوهمه ناسته د اسلامي امارت د محاسبې له مخې د ګډون څخه پرته بې پایلې سرته ورسیده، چې اوس دریمې ناستې ته لار چمتو کړل شوه، دا ښیې چې د اسلامي امارت موقف او دریځ خورا قوي، مستدلل او حق په جانب دی. په نړیوال سیاست کې هر څه د سیاسي محاسبې له مخې هیوادونه د خپل اړخه جلا جلا وار د مخه پایلې راباسي.

نو په دې خاطر د افغانستان په تړاو راتلونکې ناستې لپاره د اسلامي امارت دریځ لا پسې قوي شو او دا ځل به اسلامي امارت د یو قوي موقف څخه نړیوالو ته خپل ږغ رسوي، نه دا چې د هغوی څخه یې واوري، البته هغه څه به اوري چې د اسلامي امارت کلتور، عننات او دین سره په ټکر کې نه وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx