نظــر

د دوحې غونډه او د امارت نه ګډون!! ګټه که تاوان؟

په مجموع کې امارت په خپل نه ګډون سره نړیوالو ته دا پیغام ورکړ چې امارت تعامل ته تیار دی خو هله چې وقار، حیثیت او ملي مصالح خوندي وي.

 

نور

دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د شاوخوا ۲۵ هیوادونو د خاصو استازو په ګډون غونډه تر سره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه مګر اسلامي امارت ګډون په دوو شرطونو مشروط کړ چې شرطونه یې و نه منل شول اسلامي امارت د نه ګډون فیصله وکړه.

شرطونه څه وو؟
اول: د ملګرو ملتونو سره په لوړه کچه مستقیمې خبرې.

دوهم: د افغانستان په نمایندګي به یوازي اسلامي امارت ګډون کوي بل چا ته به بلنه نه ورکول کیږي.

لومړی به په شرطونو لږ تم شو.
ملګري ملتونه ولي له امارت سره په لوړه کچه خبرو ته نه چمتو کیږي؟
امارت اوس د هیواد د سرنوشت حاکم دی، ټول هیواد یې تر حکم او تسلط لاندې دی او یو متمرکز او واحد حکومت لري خو له دې سره سره ملګري ملتونه د یو او بل په تحلیلونو او ارزونو فیصلې کوي او له حقایقو ځان نه خبروي.

دلته د امارت غوښتنه بالکل پر ځای او منطقي ده چې ملګري ملتونه باید مستقیم له امارت سره بحثونه وکړي کوم څه چې دوی ته پرابلمونه ښکارېږي هغه دې له امارت سره مطرح کړي او له امارت څخه دې هم واوري امارت څه کړي؟ څه اراده لري او څه کولای شي؟

د امارت دوهمه غوښتنه هم بیخي منطقي ده ځکه امارت په ټول هیواد حاکم دی او هیڅ داسي کومه مقاومتي ډله نشته چې له امارت سره په مسلح ډول ښکیله وي.

دلته بیا د افغانستان په نمایندګي بل چا ته هم بلنه ورکول هغه که په هر نامه وي څه معنی؟

که د سیمې په سطحه د مثال په ډول ووایو: ایا ملګري ملتونه به دا جرأت ولري چې د ایران د حاکم رژیم مخالفین هم په د مدني فعالانو په نامه راوبولي؟ او ایا ایران به یې وزغمي؟

یا ايا ملګري ملتونه به د پاکستان مخالف بلوڅ بیلتون پالو ته د مدني فعالانو په نامه بلنه ورکړي؟ او ایا پاکستان به یې ومني؟

ایا ملګري ملتونه به د هندوستان مخالف خالصتان ګوند یا د هند د حاکم رژیم مخالفینو ته بلنه ورکړي او ایا هندوستان به یې ومني؟

د ټولو ځواب نه دی.

نو بیا ولي یوازې افغانستان؟

دلته که څوک دا استدلال وړاندې کوې: چې دا هیوادونه او امارت فرق لري.

نو ځواب کې باید وویل شي: چې اصلاً خو همدا د نزاع ځای دی.
ولي ملګري ملتونه دلته په حقایقو سترګي پټوې؟ ولي د امارت حکومت ته د حکومت په سترګه نګوري؟
د حکومت ولۍ کوم شرطونه دي چې امارت کې نشته؟

په هر صورت رابه شو دې خبرې ته چې امارت ګډون نه دی کړی ګټه یې وکړه که تاوان؟

لومړی باید دې دا و ارزوو چې امارت جذباتي فیصله کړې ده او که د محاسبې او ارزونې په اساس یې د نه ګډون فیصله کړې ده؟

زما په فکر دلته د امارت د نه ګډون فیصله هسي په جذباتو او احساساتو باندې بنا نه وه بلکې د دقیقې محاسبې او ارزونې په نتیجه کې د نه ګډون فیصله شوې ده ځکه د امارت مخالفین په غونډه کې د امارت له ګډون سره مخالف و که امارت هسي احساساتي فیصله کولای نو بیا خو دا یو ښه فرصت و باید د مخالفینو د مخالفت له امله یې په هر صورت ګډون کړی وای.

مګر امارت نه د چا توافق او نه د چا مخالفت ته وکتل بلکې د دقیقې محاسبې له مخې یې د نه ګډون فیصله وکړه.

خو دا چې امارت ګډون ونکړ او غونډه تر سره شوه زما په فکر امارت په خپل نه ګډون سره چندان تاوان نه دی کړی بلکې ګټه یې کړې نړیوالو ته یې دا زېګنال ورکړ چې د امارت یوازې د چا په غوښتنه او فرمایش په غونډو کې ګډون نکوي بلکې خپل وقار او ملي مصالحو ته په کتلو سره د دقیقې محاسبې او ارزونې په اساس فیصله کوي.

د امارت په نه ګډون سره غونډې خپل حیثیت له لاسه ورکړ او چې تمه ترې کیدله هغه نتیجه ورباندې مرتبه نه شوه.
په سیمه کې د امارت په دوه اړخیزه متقابلو ګټو باندې ولاړو اړیکو اعتراف ته مجبور شول.

د ځانګړي استازي د ټاکل کیدلو لپاره د امارت سره د ژورو بحثونو پیلولو خبره وشوه.

د امارت مخالفه اجماع جوړه نه شوه.

د امارت په مقابل کې کوم مشخص تصمیم و نه نیول شو.

مشترکه اعلامیه نه وه.
مشترک او غوڅ دریځ نه و.

په مجموع کې امارت په خپل نه ګډون سره نړیوالو ته دا پیغام ورکړ چې امارت تعامل ته تیار دی خو هله چې وقار، حیثیت او ملي مصالح خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx